پښتو ادب · شاعران
راشد خټک
د راشد خټک پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
د شاعر پېژندنه او ادبي اثار
راشد خټک ژوند لیک
راشد خټک نومیږم- په ۱۹۷۴ کې د پښتونخوا ایالت کرک ولسوالۍ کې زیږدلی یم.
لومړۍ زده کړې مې د خپل کلی په ښونځی کې کړی بیا مې د اسلامیه کالج پیښور نه په انګلیسی ادب او حقوقو کې لیسانس کړی ورپسې مې د پیښور پوهنتون نه په ژورنالزم کې ماسټری کړی- د تیرو شلو کالو راسې د ژونالست په حیث کار کوم- اود تیر یولس کالو راسې د انګریزی ورځپاڼې «ډان» سره دنده لرم - د (افغان ادبی بهیر) بنسټ ایښودونکی غړو څخه یم- د شپون صیب د (سمڅی یاران) مې اردو ته ژباړلی دی چې د (یاران غار) په نوم چاپ دی- د میکسم ګورکی شل لنډې کیسې (ټیلزآف اټلی) مې د (غچ ) په نوم ژباړلی دی- د وکیل شنواری لنډې کیسې (پنځوس ملیونه) مې اردو ته د (پچاس ملین) په نوم او انګلیسی ته د (ففټی ملین ) په نوم ژباړلی دی - د وکیل د لنډو کیسو بل کتاب (رنځورې هیلې) مې اردو ته د (بانج) په نوم ژباړلی- دپالو کویلهو ناول (الکیمسټ) مې پښتو ته د (کیمیاګر) په نوم ژباړلی - د درمحمد مظلومیار خود نوشت (ستړی ژوند) مې انګلیسی ته د ( اې ټایرسم لایف) په نوم ژباړلی - د چارلس براون (پلین ټیلز آف افغان بارډر لینډ ) مې اردو ته (افغان قبایل کی سیدهی سادی داستانې) په نوم ژباړلی - د ډاکټر محبالله زغم څو لنډی کیسې (مور) ، (پلنګ) وغیره او د ناول (ځانمرګی) یوه برخه هم انګلیسی ته ژباړلی دی - دوه شعری ټولګې مې د (ډیوې) او (څوژونده مزل) په نوم چاپ دی - د لنډو کیسو ټولګه مې نه ده چاپ شوې خو په پښتو او انګیلسی کې لیکل شوې کیسې مې په مجلو او رسالوکې چاپ دی--(فکر کوم دا به ډیر وی نور اوس راته یادیږی هم نه )
شعرونه
12 خپاره شوي شعرونه
بدنام شاعربشپړ شعر ولولئ
بدنام شاعر
راشد خټک
په چاودو ګوتو او زخمي لاسونو
راټولوې ریښمین ریښمین خوبونه
د ژوند په سره او تړقیدلې صحرا
کرې سپرلي سپرلي رنګین خوبونه
ته چې غورځیږې او پاڅیږې درومې
ډیرو ړندو ته نیغه لاره ښایې
غم ته چې غاړه په خندا ورکوې
بې زغمه خلکو ته هینداره ښایې
سترګې دې سرې شي چې مخمور شې کله
نظر دی څومره پراختیا ومومي
دا د دروغو نړۍ ونړوې
وجدان دی وخاندي « رښتیا » ومومي
دغه د نور او د مستۍ وصال وی
ته چې د زهرو ډک کنډول راواخلې
ټوله رڼا یې په خپل زړه کې ځای کړې
سپوږمۍ او لمر او ستوري ټول راواخلې
کومې تیارې چې ته له زړه او باسې
هغه ښکاریږي زړه دی نه ښکاری
دلته رڼا نه خلک ویره کوي
دوی ته ټول ژوند تیاره تیاره ښکاری
۲۹م جون ، ۲۰۱۹
ماښام مې روژه ماتې وي اکثربشپړ شعر ولولئ
ماښام مې روژه ماتې وي اکثر
راشد خټک
ستا سترګو کې اثر دی که اثر په میکده کې
ساقی چې ټوله شپه وي شور و شر په میکده کې
په ژبه یې تو بې وي خو په لاس کې یې وي جام
واعظ هم لګولی دی منبر په میکده کې
چې واړه هوښیاران یې لیونی لیونی بولي
هم ده ته خلک وا یي پیغامبر په میکده کې
مستي ٬ مینه ٬ خندا ده پکې نوم د خپګان نشته
کرم د خدای وریږي سراسر په میکده کې
مُلا صاحبه وایه دا ثواب دی که ګناه ده
ماښام مې روژه ماتې وي اکثر په میکده کې
ملګرو د راشد تپوس له هیچا څخه مه کړﺉ
سحر وي په جومات مازیګر په میکده کې
۱۳ جنوری ۱۹۹۷ (څلورمه روژه)
پیښور
کتاب ډیوې
زمونږه په سرو وینو یې اودس کړی لمانځه تهبشپړ شعر ولولئ
زمونږه په سرو وینو یې اودس کړی لمانځه ته
راشد خټک
ساقي خپله پوهیږې دا ناکام ویلی نه شم
مدام یې راکوه درته مدام ویلی نه شم
زمونږه په سرو وینو یې اودس کړی لمانځه ته
یارانو دی ُملا ته خو امام ویلی نه شم
د ستر خوشحال بچی راته په ټیټو سترګو اووې
غلام یمه خو خپل ځان ته غلام ویلی نه شم
جام هله جام باله شی چې په لاس کې د خیام وی
په لاس کې د شیخانو ورته جام ویلی نه شم
منکر د مصلحت یمه کافر مې ځکه بولي
تش ږیرو او تسپو ته چې اسلام ویلی نه شم
د وخت سحرګرانو که هر څه ادل بدل کړل
سحر ته به سحر وایم ماښام ویلی نه شم
راشده چې د سره سالو لمبې یې په سر نه وي
که هر څومره اوچت شی ورته بام ویلی نه شم
- ۲۳ مارچ ۱۹۹۷
ګورا قبرستان - پیښور
کتاب « ډیوې»
د ځان مرثیهبشپړ شعر ولولئ
د ځان مرثیه
راشد خټک
چې د رڼو سپینو اوبو نه یې شراب جوړول
د چا دپاره یې له خپل زړه نه کباب جوړول
د شاه له زلفو یې تارونه د رباب جوړول
چې تصویرونه یې د ښکلو په کتاب جوړول
هغه شاعر خو ډیر پخوا مړ دی
چې به د خیال په وزرونو تر آسمان رسیدو
د هر یو ښکلی په واسطه به تر جانان رسیدو
چې ژوبل زړه ته به یې شعر لکه درمان رسیدو
چې د خپل کلی له شړشمو یې ګلاب جوړول
هغه شاعر خو ډیر پخوا مړ دی
چې هر غاصب نه یې مظلوم ته حق په زور آخستو
لکه ډیوه یې د رڼا د پاره اور آخستو
هرې بې رنګه منظرې ته یې رنګ پور آخستو
له وچو شګو یې موجونه د دریاب جوړول
هغه شاعر خو ډیر پخوا مړ دی
چې رباعیانې د «خیام» یې تلاوت ګڼلو
لکه «خوشحال» د ښکلو مینه یې فطرت ګڼلو
د نرمو شونډو ښکلول یې عبادت ګڼلو
د زرکو ښکار له یې څانګونه د عقاب جوړول
هغه شاعر خو ډیر پخوا مړ دی
چې د «زردشت» او د «بدها» سره یې تار لرلو
د «ایپی کورس» په باغونو یې هم کار لرلو
د حقیقت په هره لاره یې رفتار لرلو
له «اویستا» نه یې نقشونه په محراب جوړول
هغه شاعر خو ډیر پخوا مړ دی
اوس یې په زړه باندې نور نه اوری الهام نه لری
ژوندی به وی خو ژوندانه ته احترام نه لری
ساقی یې هیر دی مستی نه پیژنی جام نه لری
اوس ورته ګرانې دي نغمې د انقلاب جوړول
هغه شاعر خو ډیر پخوا مړ دی
- ۱۳م نومبر ۲۰۰۵
پیښور
کتاب «ډیوې»
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
راشد خټک
له غمه تور ماښام د سپینو ستورو لار ته ګوری
سرې ډاګې وچې دشتې شین زرغون بهار ته ګوری
د کلی ښځو وې د شهید کونډه لیونۍ شوه
مسکۍ شی په ژړا کې چې شلیدلی هار ته ګوری
څوک ګوری پیمانو ته او څوک ځیر د ساقی مخ ته
دا یو د خیام زوی دی چې فقط خمار ته ګوری
د سر شیندلو څه ګټه چې فکر بندیوان وی
تر څو به مو زلمی دغه زاړه معیار ته ګوری
څه داسې په غرور دی یاد لوټ شوی زړه ته راشی
فاتح جنرال چې څنګه نړیدلی ښار ته ګوری
منصور راته وییل چې دغه راز د معرفت دی
«راشده» زلفې وینی لیونی چې دار ته ګوری
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
راشد خټک
یو شور و خو رنګینه خاموشی یې زیږوله
څپې څپې ښکلا وه موسیقی یې زیږوله
د غم توره بلا یې د رباب په تار اعدام کړه
د ژوند په مانا پوه وه خوشحالی یې زیږوله
خراج یې له سُرونو جادوګرو ګوتو واخست
سرور یې رابیدار کړو شاعری یې زیږوله
ملنګ غوندی غرور وې د نغمو جامې اغوستې
نظر د مسیحا و زندګی یې زیږوله
«راشده» خوږ محفل و خو «ساحل» او «همیم» نه وو
احساس د بیلتانه و بې وسی یې زیږوله
ملی رادیو تیلیویزون - کابل
۲۰ دسمبر ۲۰۱۸
ساحل - نبی ساحل
همیم- همیم جلالزی
ژوندو مړو تهبشپړ شعر ولولئ
ژوندو مړو ته
راشد خټک
توره تیاره ده د رڼا جنازه پورته شوله
ژبې مو وچې دی او سترګو مو نظر باېللی
زلمو لاسونه لپه کړی دی د کونډو په شان
خیرونه غواړی رهبرانو یې سنګر با ېللی
×××
څنګه چوپتیا ده له ټول کلی هدیره جوړه ده
یو بریتور نشته چې چغه لیونۍ پورته کړی
جینکۍ شته خو د میوند د ټپو شړنګ نه لری
یوه هم نشته چې بیرغ د ملالۍ پورته کړی
×××
د ابرهه لښکر په زمکه زلزلې راوستې
خو دوی لاسونه په تندی بره آسمان ته ګوری
دوی په دی تمه دی چې سیل به د خړڅکو راشی
په ړندو سترګو خپل لوټ شوی ګلستان ته ګوری
×××
یو بریتور نشته چې چغه لیونۍ پورته کړی:
«خړڅکی نه راځی کم عقلو دا حرم خو نه دی
چې تش دعا ته پورته کیږی لاس غوڅ شوی ښه دی
ستاسو د کلی غم د ټولې نړۍ غم خو نه دی»
دویم مارچ ۲۰۰۹
«څو ژونده مزل»
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
راشد خټک
نشه په ماتیدو وه له خماره زنګیدم
له سترګو دی قربان په ټوله لاره زنګیدم
سپوږمۍ و سپینه لپه کې یو سپین سرور راوړی
د ستورو په محفل کې تر سهاره زنګیدم
هر تار یې لکه لار د ښاپیرو محل ته تللې
مستی راوریدله له ستاره زنګیدم
ساقی تا ته خو یاد شی چې راتلم به کله کله
راتلم به کله کله خو بې واره زنګیدم
د ژوند د هر مقام په احترام باندې خبر وم
په منډه منډه تلمه په قلاره زنګیدم
د حسن جزیرې ته یې د ځان سره وم وړی
ستا غږ مې اوریدلو سندرماره زنګیدم
ماحول نشه نشه و که اثر د چا د یاد و
پوی نه شومه په ځان راشده یاره زنګیدم
« څو ژونده مزل»
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
راشد خټک
یادونه دې په زړه راوریدل لکه باران
بریښنا د تصور راته خاندل لکه باران
ستا غوټې غوټې ټنډه، ګورې زلفې، زما اوښکې
ټول ښه دي لکه غر، لکه ځنګل ، لکه باران
دا سمه ده په یوه نامه یادیږي پښتانه
د څاڅکو غوندې بیل دي له یو بل لکه باران
غرمه ده سوری غواړو د کوترو له وزرو
چې یخ کړي د زخمی وطن ګوګل لکه باران
راشده بل ځای نه ویني لښکر د بلاګانو
راځي په پیښور او په کابل لکه باران
«څو ژونده مزل»
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
راشد خټک
لاړمه له ځانه ځکه ستا په لاره راغلمه
اوس به مې څوک څه ويني که څو څو واره راغلمه
تا له مې د مينې د وږمو ډالۍ راوړې ده
تاؤ مې کړه له غاړې د لونګ له ښاره راغلمه
ګورې چې لفظونه د اظهار نه عاجز شوي دي
سترګې سترګې سترګې د ښکلا معياره راغلمه
پېغله شوه توبه مخې ته نه راځي حيا کوي
خوا له د ساقي چې د ځوانۍ خماره راغلمه
يو دکان کښې هم نه چلېدې د محبت سيکې
تش لاسونه بېرته له دې ډک بازاره راغلمه
لا سکڼی ماښام وي چې سودا د زلفو وخاندي
ووایی چې راغلمه راشده ياره راغلمه
۲ جولای ۲۰۱۸