د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

غازی نادان

د غازی نادان پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

9 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

غازی نادان

د لرې تللو په مزل به درته پاتې راشم
ټپه به ښه وې په غزل به درته پاتې راشم

ما ښه په نره دې ناز وړے دے جانانه مدام
چې خفه نشې خو دا ځل به درته پاتې راشم

چې ستا نامه پرې کيږي ځه سړيه غم مکوه
ځه ځه صحي شوه په څه چل به درته پاتې راشم

ددې وطن د امن هيڅ درته وئيلے نشم
صاحبه دې کې مکمل به درته پاتې راشم

که ازغي غواړې درله دربه کړم غازى نادانه
بخنه غواړمه په ګل به درته پاتې راشم
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

غازی نادان

داسى د مينې زندګي به لا چا نه وي کړې
زما او ستا غوندې ياري به لا چا نه وي کړې

ټپي به ډيرو خلقو ستا کوڅه کې کړې وي خو
زما پشانتې ارماني به لا چا نه وي کړې

دا چې لګيا يو او دا څنګه يي کوو نن مونږه
داسې د ډب مسلماني به لا چا نه وي کړې

دعا هر څوک کوي زه هم کوم خو فرق دا دى
خپلو لاسونو کې سوري به لا چا نه وي کړې

په محبت کې چې زه ستا کوم غازى نـــادانه
دومره پرواه د يو سړي به لا چا نه وي کړې
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

غازی نادان

زه وايم همسفره کار پکار دی خو چې اوشې
د نن وخت په سندره کار پکار دی خو چې اوشې

د جنګ د جوړيدو څه پته لګې پښتنو
د ډال سره په صغره کار پکار دی خو چې اوشې

زما خبره دا ده چې يارې راسره اوکړه
زما په دې خبره کار پکار دی خو چې اوشې

چې ستا دا نفرتونه محبت کې ټول بدل کړې
څه داسې د زړه سره کار پکار دی خو چې اوشې

غازی نادانه مينه په جهان کې ويشل غواړې
يو داسې معتبره کار پکار دی خو چې اوشې
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

غازی نادان

د مينې د درسونو مدرسې دې ستا مزې دي
جانانه بس يو ته يې ستا مزی دې ستا مزې دي

ملا څه بختور يی د نصيبه دې قربان شم
د خلکو په لکونو مثلې دې ستا مزې دي

يو زه يم چې له کوره مسافر يمه ډير لرې
او ته يې په وطن دې ورځې شپې دې ستا مزې دي

ای مونږه ګنهګار يو ويره مونږه له پکارده
ته بچ يې مړه لاس کې دې تسبې دې ستا مزې دي

ستا يو سړی نوم نه اخلی د چا نظر کی نه يې
او ما پسې د خلکو بلها خلې دې ستا مزې دې

زه مرمه جدايې کې دې او ته غازی نادانه
شعرونه دې او بس مشاعرې دې ستا مزې دي
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

غازی نادان

د مينې د درسونو مدرسې دې ستا مزې دي
جانانه بس يو ته يې ستا مزی دې ستا مزې دي

ملا څه بختور يی د نصيبه دې قربان شم
د خلکو په لکونو مثلې دې ستا مزې دي

يو زه يم چې له کوره مسافر يمه ډير لرې
او ته يې په وطن دې ورځې شپې دې ستا مزې دي

ای مونږه ګنهګار يو ويره مونږه له پکارده
ته بچ يې مړه لاس کې دې تسبې دې ستا مزې دي

ستا يو سړی نوم نه اخلی د چا نظر کی نه يې
او ما پسې د خلکو بلها خلې دې ستا مزې دې

زه مرمه جدايې کې دې او ته غازی نادانه
شعرونه دې او بس مشاعرې دې ستا مزې دي
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

غازی نادان

څه طمعى اميدونه به ترى خامخا کيدل
انسان وو تپوسونه به ترى خامخا کيدل

څه زه نه ووم چى ستا به ئي هر غم برداشت کوو
لاليه حفګانونه به ترې خامخا کيدل

چى ستا د کور کوڅه وه نو په ما باندى جانانه
د کاڼو غوزارونه به ترى خامخا کيدل

دې ځمکې له چى مونږه خپلې وينې وې ورکړي
سړيه نو ګلونه به ترى خامخا کيدل

په مينه پوهيده نه په ريښتيا غازى نادان وو
بى وخته ديدنونه به ترى خامخا کيدل
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

غازی نادان

لنډې اوږدې وې چې کولې به ئي 
خوږې قيصې وې چې کولې به ئي

اوف يارانه راسره څه ئي وه چى
اوف ډرامې وې چې کولې به ئي

ما په دعا ورپسې حد وکړو او 
جانان ښيرې وې چې کولې به ئي

دغه جمات کې غلې ناست سړې به
سمې نشې وې چې کولې به ئي

زه ووم چى نه به صبريدمه ترينه
جانان بانې وې چې کولې به ئي

مئين دے زړه خورې اوس غازى نادان دې
مخکې مزې وې چې کولې به ئي
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

غازی نادان

په منتونو او زارو نامه په خوله نه اخلې
غم چې دې راشې بيا د تلو نامه په خوله نه اخلې

دا سړی ولې په خزان باندې مين دی دومره
دا سړی ولې د سپرلو نامه په خوله نه اخلې

ګورو زما نه چې تر څو به لرې لرې ګرځې
ګورو زما چې به ترڅو نامه په خوله نه اخلې

نه داسې نه چې په سنګار باندې مينه نه ده
خو زه غريب يم د بنګړو نامه په خوله نه اخلې

د هغه چا په انتظار يم زه غازی نادانه
څوک چې زما د خپليدو نامه په خوله نه اخلې
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

غازی نادان

د لرې تللو په مزل به درته پاتې راشم
ټپه به ښه وې په غزل به درته پاتې راشم

ما ښه په نره دې ناز وړے دے جانانه مدام
چې خفه نشې خو دا ځل به درته پاتې راشم

چې ستا نامه پرې کيږي ځه سړيه غم مکوه
ځه ځه صحي شوه په څه چل به درته پاتې راشم

ددې وطن د امن هيڅ درته وئيلے نشم
صاحبه دې کې مکمل به درته پاتې راشم

که ازغي غواړې درله دربه کړم غازى نادانه
بخنه غواړمه په ګل به درته پاتې راشم