د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي غازی نادان شعرونه

غزل

زه وايم همسفره کار پکار دی خو چې اوشې
د نن وخت په سندره کار پکار دی خو چې اوشې

د جنګ د جوړيدو څه پته لګې پښتنو
د ډال سره په صغره کار پکار دی خو چې اوشې

زما خبره دا ده چې يارې راسره اوکړه
زما په دې خبره کار پکار دی خو چې اوشې

چې ستا دا نفرتونه محبت کې ټول بدل کړې
څه داسې د زړه سره کار پکار دی خو چې اوشې

غازی نادانه مينه په جهان کې ويشل غواړې
يو داسې معتبره کار پکار دی خو چې اوشې
د شاعر نور شعرونه ←