افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
څه طمعى اميدونه به ترى خامخا کيدل
انسان وو تپوسونه به ترى خامخا کيدل
څه زه نه ووم چى ستا به ئي هر غم برداشت کوو
لاليه حفګانونه به ترې خامخا کيدل
چى ستا د کور کوڅه وه نو په ما باندى جانانه
د کاڼو غوزارونه به ترى خامخا کيدل
دې ځمکې له چى مونږه خپلې وينې وې ورکړي
سړيه نو ګلونه به ترى خامخا کيدل
په مينه پوهيده نه په ريښتيا غازى نادان وو
بى وخته ديدنونه به ترى خامخا کيدل