د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي غازی نادان شعرونه

غزل

په منتونو او زارو نامه په خوله نه اخلې
غم چې دې راشې بيا د تلو نامه په خوله نه اخلې

دا سړی ولې په خزان باندې مين دی دومره
دا سړی ولې د سپرلو نامه په خوله نه اخلې

ګورو زما نه چې تر څو به لرې لرې ګرځې
ګورو زما چې به ترڅو نامه په خوله نه اخلې

نه داسې نه چې په سنګار باندې مينه نه ده
خو زه غريب يم د بنګړو نامه په خوله نه اخلې

د هغه چا په انتظار يم زه غازی نادانه
څوک چې زما د خپليدو نامه په خوله نه اخلې
د شاعر نور شعرونه ←