د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

فریدون فطرت

د فریدون فطرت پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

له شعري ټولګې سره مل متن

 

سرچینه: په افغان اتلان کې د شاعر شعري ټولګه

شعرونه

24 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

فریدون فطرت

ته مې ژوند یې،ته مې مرګ یې،ته اجل یې
بخته هر څنګه که یې نو زما خپل یې

دیار غمه چې په کوم طرف ته ځمه
لکه سېوری مې د ځان راسره مل یې

شېبه مرمه،شېبه وروسته ژوندی کېږم
زندګۍ لکه سریال درې مورچل یې

دیار حسنه د طالب غوندې بې رحمه
خو زړګیه ته هم کلک لکه کابل یې

نه هغه رسي ترما،نه ترهفې زه
محبته ته د ورکې لار مزل یې

کیف دې نشته دی فطرته! د لفظونو
درد او غم پورې تړلی تخیل یې
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

فریدون فطرت

چینار یې شهید کړی په ګودر غشي ورېږي
 مرغان ځالو کې نشته په نښترغشي ورېږي

  دا ښه نه دى چې مونږه لاس تر زنې ورته ناست یوو
 دا ښه نه دى چې تل مو په ځیګر غشي ورېږي

 خاونده! نور مو خلاص کړې له دې سختې زندګۍ نه
 کابل په وینو سور په پېښور غشي ورېږي

  په دې چم کې منصور غوندې بلا خلک په دار شول 
په دې چم کې اکثره مازېګر غشي ورېږي

  زما ددې وطن د خلکو څه به خوشحالي وي 
واده وي،که کوژده وي،که اختر غشي ورېږي 

 دا نه وايم فطرته! چې مو لر دې کړي خدای وران خو
 دا وایمه چې ولې مو په بر غشي ورېږي؟
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

فریدون فطرت

په نیمه شپه د چا یادونه سړی سم وژني
بل دا نیمګړي ارمانونه سړی سم وژني

ماته خو تا يادوي،ځکه دا خبره کوم
د پسرلي دا ګلابونه سړی سم وژني

چې ګورم،نه ګورې،چې نه ګورمه،ولې ګورې؟
ستا بعضې بعضې عادتونه سړی سم وژني

بغیر له مړینې پکې هېڅ بل خبر نه اورمه
افغانستان کې خبرونه سړی سم وژني

دا د هغې د خولې خبره ده فطرته! وايي
ستا شاعري،ستا غزلونه سړی سم وژني
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

فریدون فطرت

سترګې لرمه، خو په سترګو کې نظر نه لرم
کلونه کېږي چې په خوا کې مې دلبر نه لرم

زړه خومې غواړي دمرغه په شان هواته لاړشم
ښه ده مرغه نه یم، الوت نه کړم، وزر نه لرم

اوس ستا تصویرسره ترنیموشپو خبرې نه کړم 
اوس بیخې ښه یم اوس دمینې هیڅ اثرنه لرم

الفاظ مې کیف نه لرې ځکه غزل رنګ نه اخلې
سینه کې درد نه لرم، زړه باندې پرهر نه لرم

مور راته وایې ځوانیمرګ شې ای فطرته! ځویه
یو دې په کلي کې له نورو دې خبر نه لرم
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

فریدون فطرت

یو قدم مخکې تلمه دوه قدمه شاته راتلم
له  انتهاء نه  اوم  راوانه  ابتداء ته  راتلم

دومره ډارن اوم چې له خپله ځان مې یره کېده
دومره ډارن اوم چې د خپلې سېورې شاته راتلم

څه ماشومتوب وو،پلارغصه به شو تلم مور غېږئ ته
مور چې غصه به شوه ، نو بېرته به دادا ته راتلم

د ښار له هجوم، او له شوره،ستړی شوی اومه
کلې کې هم له ډیره درده! به صحرا ته راتلم

د ژوند کولو ډاډ مې ته وې او ارمان مې ته وې
تاته چې نه راتلم جانانه وایه چاته راتلم

ما که هر څو وکړه کوشش چې زندګي وکړم خو!
فطرته! نه کېده بې تا ژوند بېرته تاته راتلم
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

فریدون فطرت

ګل مې کړې٬شبنم مې کړې٬ ارمان مې کړې
ژوند مې کړې٬ سپرلی مې کړې٬جانان مې کړې

اوس خو به مې کیف د مینې ومنې!
څه نشه ٬نشه په لار راوان مې کړې

نور مې احساسات د زړګې مه پاره
هسې نه په ځان باندې تاوان مې کړې

وګوره زخمې زړه ته درمان مې کړې
مخکې له ټپې چې یا قربان مې کړې

څنګه به مې ته له یاده! اوباسې ؟؟
چوف په ایاتونو د قران مې کړې

وې ویل په سرو شونډو فطرته!ځار
څه په یو هنر ٬ هنر د ځان مې کړې
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

فریدون فطرت

په ځمکه پرېوتلو شل شولو ارمان مې د زړه
خدایه ته خیر کړي رانه وانخلې ایمان مې د زړه

د مجازې میني مذهب باندې اعتبار نه لرم
ځکه په تا لېونۍ نه کېږی ګومان مې د زړه

زما نصیب نه وو که خدایه ستا پرئ خوښه نه وه
بل ته نصیب کې شو زما نه شو جانان مې د زړه

ژوند راله نه راکوي خوند کلي کې اوس ملګرو
کلي کې نشته اوس هغه انډیوالان مې د زړه

چې شپه او ورځې ای فطرته! راته تا یادوي
ستا له غمونو نه خالې مه شه مکان مې د زړه
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

فریدون فطرت

د کومې زمانې يم زمانوسره مې ژوند دی؟
زه څومره لېونی یم لېونوسره مې ژوند دی

رڼا له کور تللې او ډېوه مې کور کې نشته
سپوږمۍ تندر نیولې ده تیارو سره مې ژوند دی

چې وپوښتې څوک وایمه هټکې یمه نېولی
بغیر له تا خو یاره له سلګو سره مې ژوند دی

ته چېرته یې؟ته څنګه یې؟سوچونوکې بوډا شوم
بس! هره شېبه ياره اندېښنو سره مې ژوند دی

دا ښه نه ده چې زه څېرې ګرېوان تاپسې ګرځم
د ژوند دار و مدار کې حادثو سره مې ژوند دی

هغې ویل پرېږدم درسره کور،کلی،وطن هم
خو څه وکړم فطرته! چې پښتو سره مې ژوند دی
دا دی دا کال هم تېر شو!بشپړ شعر ولولئ

دا دی دا کال هم تېر شو!

فریدون فطرت

 دادی دا کال هم تېر شو

بیا هم د تېر په شانتې
ناست یم شوګيرکومه
قلم په لاس له ارمانونو سره
لګیا یم ویر کومه
خو ته معلومه نه شوې
لیونۍ وایه څه شوې؟

دا دی دا کال هم تېر شو
بیا هم د تېر په شانتې
د نوی کال اوله ورځ
یو ځلې بیا نمانځمه
خو ته خبره نه یې
چې دا ځل څنګ تېرېږې!؟
په ما په غم تېرېږې
لکه ماتم تېرېږې

دا دی دا کال هم تېر شو
بیا هم د تېر په شانتې
بیا انتظار وکړمه؟
بیا ځان په اور وسیزم؟
بیا ژوند په دار وکړمه؟
بیا به وعدې کوې ته؟
بیا به راځې کنه ته!!؟
دا ځل رښتیا ووایه 

دا دی دا کال هم تېر شو
بیا هم د تېر په شانتې
دا ځلې راشه بس دی !
نور زړه کې شور نه لرم
لیونی کېږم زیاتي
نور زړه کې زور نه لرم
نور له هر څه پاتې یم
بس! څه نا څه پاتې یم

دا دی دا کال هم تېر شو
بیا هم د تېر په شانتې
درته یو خط لېږمه
دا اخري خط به وي
نور درته خط نه لیکم
ښه ورته فکر وکړه
ښه یې له زړه ولوله
ټوله کيسه ولوله

دا دی دا کال هم تېر شو
بیا هم د تېر په شانتې
شاعري هم پرېږدمه
کیدای شي دا ځلې زه
زندګي هم پرېږدمه
نور په لمبو د هجر
وجود مې نه سوزوم
نورمې په خداى وسپاره
نوره دې خداى ته سپارم
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

فریدون فطرت

په ما که ځان غوندې ګومان کوي نو نه دې کوي
زما په تمه چې ګوزران کوي نو نه دې کوي

هغه د بل په نوم،زما په نوم اوس هم بله ده
اوس که رښتیا مینه جانان کوي نو نه دې کوي

هغې ته ووایئ چې نه راځي،نو نه دې راځي
چې بهانې کوي،قرآن کوي نو نه دې کوي

چا چې په ژوند یوه زره مینه هم رانه کړله
که پس له مرګه مې ارمان کوي نو نه دې کوي

هسې دې خپله ځواني نه خرابوي راپسې
داسې که ما پسې خپګان کوي نو نه دې کوي

زما نه ساه اوباسي دا لفظ دې نه کاروي
چې ترنم کې یه قربان کوي نو نه دې کوي

فطرته! ما ورته وروستۍ خدای پامانۍ کې وویل
مینه چې څوک داستا پشان کوي نو نه دې کوي