د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي فریدون فطرت شعرونه

غزل

په نیمه شپه د چا یادونه سړی سم وژني
بل دا نیمګړي ارمانونه سړی سم وژني

ماته خو تا يادوي،ځکه دا خبره کوم
د پسرلي دا ګلابونه سړی سم وژني

چې ګورم،نه ګورې،چې نه ګورمه،ولې ګورې؟
ستا بعضې بعضې عادتونه سړی سم وژني

بغیر له مړینې پکې هېڅ بل خبر نه اورمه
افغانستان کې خبرونه سړی سم وژني

دا د هغې د خولې خبره ده فطرته! وايي
ستا شاعري،ستا غزلونه سړی سم وژني
د شاعر نور شعرونه ←