د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي فریدون فطرت شعرونه

غزل

په ما که ځان غوندې ګومان کوي نو نه دې کوي
زما په تمه چې ګوزران کوي نو نه دې کوي

هغه د بل په نوم،زما په نوم اوس هم بله ده
اوس که رښتیا مینه جانان کوي نو نه دې کوي

هغې ته ووایئ چې نه راځي،نو نه دې راځي
چې بهانې کوي،قرآن کوي نو نه دې کوي

چا چې په ژوند یوه زره مینه هم رانه کړله
که پس له مرګه مې ارمان کوي نو نه دې کوي

هسې دې خپله ځواني نه خرابوي راپسې
داسې که ما پسې خپګان کوي نو نه دې کوي

زما نه ساه اوباسي دا لفظ دې نه کاروي
چې ترنم کې یه قربان کوي نو نه دې کوي

فطرته! ما ورته وروستۍ خدای پامانۍ کې وویل
مینه چې څوک داستا پشان کوي نو نه دې کوي
د شاعر نور شعرونه ←