د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

صابر شینواری

د صابر شینواری پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

له شعري ټولګې سره مل متن

 

سرچینه: په افغان اتلان کې د شاعر شعري ټولګه

شعرونه

20 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

صابر شینواری

که آرزو ده که ګیله ده که فریاد دی
يو يو ټکی ستا د خولې زما په یاد دی

ياره ډیر زیات بې وفا يې مګر بیا هم
دا زما غریب زړګی په تا آباد دی

نه په دې وو چې د چا په لاس کې څه دي
نه په دې چې مرده باد که زنده باد دی

چې بدنام دی نو پوره د کار سړی دی
چې نیکنام دی نو هم غل دی او هم ساد دی

يو صابر دی چې برباد دی نو آباد دی
يو هغه دی چې آباد دی نو برباد دی
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

صابر شینواری

کتابي صورت زما چې پرې عیان شو
سبا رنګ لالی په ځان پورې حیران شو

ته زما د شاعرۍ کمال ته ګوره
د قاري په ځای سامع شعله بیان شو

یو سړي د خاموشۍ ژبه پیدا کړه
یو سړی د ذات دننه بیابان شو

ته چې نه وې تنهائي وه او تیاره وه
ته چې راغلې هر طرف ته څراغان شو

ستا صابر د یاد کړکۍ کې تا ته ګوري
ستا صابر د ځان پخپله روشندان شو
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

صابر شینواری

دومره قحط نه ومه
چې هيڅ سرخط نه ومه

حرفِ آخر وم ضرور
حرفِ غلط نه ومه

لاسونه تش وو زما
چې دستخط نه ومه

په ځمکه بوج ومه زه
خو مسلط نه ومه

صابره ټول غلي وو
زه خو فقط نه ومه
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

صابر شینواری

ډيرې کيسې دي

ډيرې لانجې دي

زيات خواهشونه
کمې پيسې دي

څۀ ورځې لنډې 
څۀ شپې اوږدې دي

مخ شو نوکارې 
لمنې پرې دي

مسلماني ده
وينې تودې دي

څۀ تياره ورځې
څۀ رڼا شپې دي

څۀ ديوالونه
څۀ فاصلې دي

لارې ستومانه
تنګې کوڅې دي

هغه به راشي
دغه اسرې دي

د سبا رنګو
ډيرې نخرې دي

صابره ولې 
بلې لمبې دي
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

صابر شینواری

دغه کافي ده چې زما دې همسفر وي هغه
خیر که له ما نه هم برباد وي در په در وي هغه

څه به خبر وي د پښتون لالي خو یا به مړ وي
او یا به بیا چرته روان کډه په سر وي هغه

چې زما خپله څهره نه وایي د زړه حالونه
هغه نه څه ګیله که هر څو کوزه ګر وي هغه

زما د زړه درزا به څنګه په خبرو راشي
داچې په نه خبره هر وخت مرور وي هغه

چې يې زما غوندې معصوم سړي ته هم نه وکړه
یا به یې زړه نه وي او یا به زورور وي هغه

آخر هغه دغسې څه وايي چې زه ګونګی شم
چې نه جادو وي، نه آیت وي نه منتر وي هغه

بس خو چې یار راسره مخ شي پکې دا ډیره ده
خیر که مسجد نه کليسا وي نه مندر وي هغه

صابره څه زما مسکن وی خو زما آبادي
یا بیابان وي یا د تورو کاڼو غر وي هغه
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

صابر شینواری

د ځمکې ذکر و د ذات کیسه وه
شاعري څه وه، واهیات کیسه وه

دواړه زما د اضطراب باعث وو
ته معمه وې، کائنات کیسه وه

د چا څهره د چا یادونه تت شو
راوي مشکوک و، روایات کیسه وه

چې زما مینه یې ستا مخې ته کړه
دغه رښتیا وو، باقیات کیسه وه

کله زغمل کله ګالل صابره
کله وجود کله حالات کیسه وه
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

صابر شینواری

زمونږه مينه داسې او زمونږ ياري داسې وه
چې نه څه بله جواري نه بيماري داسې وه

چا چې زما تصوير ليدلی نو په زړه زخمي دی
څه مې څهره داسې وه، څه مې شاعري داسې وه

تا چې په هغه شپه ليدلی يم لا هغسې يم
زما وجود داسې، زما کاريګري داسې وه

مونږه د زړونو په درزا کې سره هر څه ووې
ستا ړنګه غيږه او زما بې قراري داسې وه

ستا د غزالو سترګو هغه يو نظر داسې چې
نه فنکاري داسې وه، نه آداکاري داسې وه

په نيمه شپه د سبا رنګ لالي ليده صابره
څه خو حالات او څه زمونږه لاچاري داسې وه
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

صابر شینواری

هغه وختونه چې غمونه د روزګار کم وو
دا غمازان او رقیبان به هم په لار کم وو

هغه چې مونږ په واړه عمر مینه هم وکړه
هغه چې مونږ سره لفظونه د اظهار کم وو

امن به څه رنګه راتلو په مسلمان ښار کې
چې هم د کفر سخت کمی و هم کفار کم وو

یه سبا رنګه ! ستا په شان زمونږ په ژوند کې هم
خوشحالي نه وه، خواهشونه هم په شمار کم وو

صابره ټوله ورځ به تیره هدیره کې شوه
او نور ثواب، نور فرصتونه د بل کار کم وو
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

صابر شینواری

مونږه هم ښه نه وو او ښه نه وو د قام انجام هم
ځان مو کامیاب ګڼه هر څو که وو تمام ناکام هم

څه و توهین، څه و نفرت، څه تمسخر لهجه کې
څه فتوای ګانې، څه د کفر یو نیم خام الزام هم

ته دومره رش کې دې زما خالي دکان ته ګوره
ما که هر څو دی لګولی سرِ عام نیلام هم

هغه یو یار و هغه هم لکه شاعر د پښتو
اوس احترام غواړي او څه نه څه انعام اکرام هم

صابره څه ضرورتمندو نن په لاره لاره
د خیریت پوښتنه وکړه او سلام کلام هم
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

صابر شینواری

هر يو غضب هم دومره ګران و لکه ژوند چې ګران و
د يار طلب هم دومره ګران و لکه ژوند چې ګران و

د ژوند دپاره يو سبب و چې به ما پاللی
خو دا سبب هم دومره ګران و لکه ژوند چې ګران و

د تعويذونو منترونو علم ډير آسان و
کار د مکتب هم دومره ګران و لکه ژوند چې ګران و

مرګ د پښتون بس د يوې فتوی په رحم و کرم
مرګ د عرب هم دومره ګران و لکه ژوند چې ګران و

د کار خبرو، د يار ذکر څۀ قميت نه لرۀ
لهو لعب هم دومره ګران و لکه ژوند چې ګران و

صابره ما نه تقاضا وه د اعلی ادب خو
داسې ادب هم دومره ګران و لکه ژوند چې ګران و