افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
دغه کافي ده چې زما دې همسفر وي هغه
خیر که له ما نه هم برباد وي در په در وي هغه
څه به خبر وي د پښتون لالي خو یا به مړ وي
او یا به بیا چرته روان کډه په سر وي هغه
چې زما خپله څهره نه وایي د زړه حالونه
هغه نه څه ګیله که هر څو کوزه ګر وي هغه
زما د زړه درزا به څنګه په خبرو راشي
داچې په نه خبره هر وخت مرور وي هغه
چې يې زما غوندې معصوم سړي ته هم نه وکړه
یا به یې زړه نه وي او یا به زورور وي هغه
آخر هغه دغسې څه وايي چې زه ګونګی شم
چې نه جادو وي، نه آیت وي نه منتر وي هغه
بس خو چې یار راسره مخ شي پکې دا ډیره ده
خیر که مسجد نه کليسا وي نه مندر وي هغه
صابره څه زما مسکن وی خو زما آبادي
یا بیابان وي یا د تورو کاڼو غر وي هغه