پښتو ادب · شاعران
سید شاه سعود
د سید شاه سعود پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
28 خپاره شوي شعرونه
یوه ورکه شیبه!!!بشپړ شعر ولولئ
یوه ورکه شیبه!!!
سید شاه سعود
اوس ډبرې هم غواړي چې ژوند ولري
زه ترې بوت سازوم خو ایمان رانه ځي
دا مشین، دا روبوټ مصنوعي بنیادم
دی راځي او چې راشي نو ځان رانه ځي
هغه لات او منات خو په هیڅ کې نه وو
روبوټان خو نه مرګ او نه خوب پیژني
هغوی ځان نه یو مچ هم شړلی نشو
دوی خو ستا او زما لیونتوب پیژني
تیره ورځ یو هیواد تذکره ورکړله!!
او زما په وطن کې چاودنې کیدې
دوی له اوسپنې ځانله سړي سازول
او زما په سړو ځان وژنې کیدې
روبوټان لا زمونږ غوندې ځان لټوي
دې نه پس به مونږ دوی ته جذبات ورکوو
یعني دوی ته به خپل احساسات ورکوو
او آخر کې به ټول اختیارات ورکوو
لکه اوس چې په سترګو کې لینز نصبوو
لکه اوس چې په زړه کې مونږ وال اچوو
بیا به داسې د سر په کاسه کې هم مونږ
یو دماغ هم د دوی په مثال اچوو
بیا به مونږه هم دغسې شو لکه دوی
پښتانه روبوټان ازبکان روبوټان
او بیا دوی به هم دغسې شي لکه مونږ
بدکاران روبوټان او نیکان روبوټان
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
سید شاه سعود
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
سید شاه سعود
د لمر سترګې انتظار به دې معلوم شي
چې شپه تیره شي سهار به دې معلوم شي
دا د ګوتو په بندونو باندې نه ده
رامیدان ته شه نو شمار به دې معلوم شي
چې زړګی یې نو ماتیږه راماتیږه
که بنګړی شوې نو شرنګار به دې معلوم شي
له خبرو چاپیریږي وجودونه
محبته دعویدار به دې معلوم شي
دلته پټې سترګې ګرځه لیونیه
ګوره مه ګنې خمار به دې معلوم شي
د پښتو پالنه ګرانه ده سعوده
چې دستار تړې دستار به دې معلوم شي
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
سید شاه سعود
یو وخت و چې لیمه مې ستا نظر کې وسیدل
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
سید شاه سعود
ګریوان مو تار و په لمنه کې پخپله نه وو
غـــــزلبشپړ شعر ولولئ
غـــــزل
سید شاه سعود
سترګې مې پریږده چې غړیږي لا رڼا ده پکې
بلا یادونه دي دردونه دي دنیا ده پکې
چې ورته ګورم او زما په لوري نه را ګوري
دغه خبره خو بیخي لکه زما ده پکې
زخ له امکانه څه خبر چې پکې څه پراته دي
زما خو بس دغه وړه غوندې خندا ده پکې
پنځه مهاله یو ځای کیږي د ګودر په غاړه
لپه مې راکاږه پر مخ باندې دعا ده پکې
سعوده ځان له منځه وباسه نو و به رسې
زړه دې په تول باندې پوره دی خو انا ده
پکې
جانانه ستا تر دره څنګه درشمبشپړ شعر ولولئ
جانانه ستا تر دره څنګه درشم
سید شاه سعود
جانانه ستا تر دره څنګه درشم
جانانه ستا تر دره څنګه درشم
د وخت زنځیر مې په لاسونو کې دی
خلک دروغ وایي رښتیا نه وایي
چې ټول تقدیر مې په لاسونو کې دی
زه بس همدغه هومره وس لرمه
چې ژوند نه اوځمه رومان ته لاړ شم
شاعر سړی یم څه درویش خو نه یم
چې یو قدم باندې اسمان ته لاړ شم
زه د حواسو په زندان کې اوسم
تش د رڼا تر حده رنګ وینمه
\r\n
چې سترګې نه وي نو څه نه پیژنم
\r\n
جهان د سترګو هومره تنګ وینمه
\r\n
کله چې خپل شمه نو دربه شمه
\r\n
لا خو د بل یمه پردی یمه زه
\r\n
هسې په نوم باندې سعود یادیږم
\r\n
هسې په نوم باندې ژوندی یمه زه
\r\n
جانانه ستا تر دره څنګه درشم
\r\n
د وخت زنځیر مې په لاسونو کې دی
\r\n
خلک دروغ وایي رښتیا نه وایي
\r\n
چې ټول تقدیر مې په لاسونو کې دی
\r\n
؛؛؛؛؛
\r\n
(پورتنی نظم مکمل نه دی خپور شوی )
\r\n\t\t\t\r\n\t\t\t
غـــــزلبشپړ شعر ولولئ
غـــــزل
سید شاه سعود
ژوند
را سره نشته قاتلان راپسې نه
راځي
ستورو پسې نه ځمه آسمان راپسې نه
راځي
سترګې رانه واړوه چې ټکي مې بې ژبې
شي
هور راپسې مړ کړه چې امکان
راپسې نه راځي
منځ
کې مو انا د همالې هسې ولاړه
ده
زه ورپسې نه ځمه جانان راپسې نه
راځي
هسې
نه وریځه مو د سترګو روزه ماته
کړي
پورته ترینه ځمه چې باران راپسې نه راځي
بس
دی "شاه سعوده" نور د هر څه نه لاس اخلمه
هاغه ځای ته ځمه چې خپل ځان راپسې نه راځي