د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه

غزل

 ګریوان مو تار و په لمنه کې پخپله نه وو 

مونږه د خپل وجود څرمنه کې پخپله نه وو

د دوۍ په ګوتو کې بندونه وو مات شوي ځکه 
څوک د زخمونو په شمارنه کې پخپله نه وو

نورو قامونو د ذرې ذرې حساب غوښتلو 
د پښتنو به څوک پوښتنه کې پخپله نه وو

بیشکه دوۍ په چا د ګل ګوذار هم نه دی کړی 
دوۍ چې وژل څوک په وژنه کې پخپله نه وو

خلکو د دوۍ لپاره تورې جنډې پورته کړلې 
او دوۍ د ظلم په غندنه کې پخپله نه وو

دوۍ به سینې د نورو خلکو ډبولې ورته 
د خپل اشنا د غم پالنه کې پخپله نه وو

سعوده څوک رانه ګیلې ولې کوي مونږه خو 
د خپل کتاب په مخګتنه کې پخپله نه وو 
د شاعر نور شعرونه ←