افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
د لمر سترګې انتظار به دې معلوم شي
چې شپه تیره شي سهار به دې معلوم شي
دا د ګوتو په بندونو باندې نه ده
رامیدان ته شه نو شمار به دې معلوم شي
چې زړګی یې نو ماتیږه راماتیږه
که بنګړی شوې نو شرنګار به دې معلوم شي
له خبرو چاپیریږي وجودونه
محبته دعویدار به دې معلوم شي
دلته پټې سترګې ګرځه لیونیه
ګوره مه ګنې خمار به دې معلوم شي
د پښتو پالنه ګرانه ده سعوده
چې دستار تړې دستار به دې معلوم شي