د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه

غزل

په حواسو مې اخته ده لړزوي راله خیالونه 
وای خیر دی که دې بند شي د کمزوري زړه والونه

خاموشي مې زده کوله پکې هیڅ د هیرې نه وو 
نه بیګانې ، نه تیګانې ، نه دالونه ، نه ډالونه

دا نیمګړې زندګي هم نیمه ده او نیمه نده 
زه پرهیز کولی نشم مانه نه کیږي پالونه

وسوسې مې ساه کې ګډې شي او سترګې مې ترخې کړي 
په لمبو کې د لوګي غوندې راپورته شي سوالونه

د چا زړه ساتلی نشي د مرمرو قلاګانې 
د چا سر ساتلی نشي د سیمټو دیوالونه

چې په پوندو یې نعلونه ټک وهلي وو، سعوده! 
هغوی هم ځان سره یوړل، نه ځانونه، نه مالونه 

 

د شاعر نور شعرونه ←