د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

انعام الله ګوهر

د انعام الله ګوهر پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

د شاعر پېژندنه او ادبي اثار

ښاغلی انعام الله ګوهردمولوي محمدرضاکره په۱۹۸۹۰ میلادي کې دهجرت پر محال دبغړپه انګوراډه کې دې نړۍ ته س

ترګې پرانستي ،پلارن

ی استوګنځای یې د افغانستان دپکتیکا ولایت دسپینه کلی دی ،چې اکثره اوسیدونکي یې خروټي دی ښاغلی ګوهر هم په قوم خروټی

 دی ،لومړنۍ زده کړې یې په وزیرستان کې ترسره کړې دي د۲۰۰۱حول  راوروسته ددویم ځل له پاره یې کورنۍله وزیرستان څخه په۲۰۰۳ میلادي کې کراچۍ ته هجرت کړی ،ښاغلی ګوهرزده کړي خ

پلي زده کړي په پېښور کې د اقتصاد په برخه کې تر سره کړې او دا مهال په خپل هېواد کې په دنده بوخت دی.

،دزده کړو ترڅنک دپښتوژبې دبډاینې اومینې په خاطرشعرونه هم لیکي اوترڅنګ یې له نورو ژبوڅخه په  پښتوژبه ژباړې کوي دګوهرپه نوم ویبلاګ لري چې هراړخیزمعلومات خپروي.

په دې وروستیو کې یوه شعري ټولګه هم چاپ شوې چې ( نور دي نه یادوم) نومیږي.

سرچینه: په افغان اتلان کې د شاعر شعري ټولګه

شعرونه

19 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

انعام الله ګوهر

 ما نه غوښتل خو بس بې ارادې رایادیدې

یو وخت وه چې د ورځې او د شپې رایادیدې

چې هر ځل به مې ستا د هیریدلو کوشش وکړ
جانانه هومره ډير رایادیدې،رایادیدې

منمه،ملامت یمه چې بیرته درته راغلم
خو څه وکړم چې نه مې هیریدې،رایادیدې

ماښام چې میکدې نه راوتم،ننوتم
د ستا د بیلتانه ترخې شیبې،رایادیدې

بیګا مې بیا په اوښکو باندې لوند خیشت وه ګریوان
بیګا مې بیا په زړه راوریدې،رایادیدې

دا مینه هم جانانه عجیبه ده ستا له لاسه
په مخ مې روڼې اوښکې بهیدې،رایادیدې

 تا هسي ماته یو ځلې په شا و راکتلي
خو ماته بیا اشنا ډيرې مودې،رایادیدې

زړه به مې چې کله شو خفه مسافرۍ کې
تر هر چا به هغه ورځ ته ادې ! رایادیدې
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

انعام الله ګوهر

زما په زړه کې له مودو نه د یو چا تصویر دی

ماته خو ښکاري چې جانانه دغه ستا تصویر دی

د یوې جینۍ په المارۍ کې تر بنګړیو لاندې
په سره رومال کې څو خطونه او زما تصویر دی

زما له اوښکو په دې ډکو ډکو سترګو کې پروت
د چا د سرو شونډو د مینې د (مسکا) تصویر دی

د مخ له جیبه یې راوباسم او ښکل یې کړمه
اخ شکر خدایه رالیږلی مې اشنا تصویر دی

دا په قبرونو چې دا شنې ،سپینې جنډې رپیږي
دا د دې ژوند کیسه او دا ددې دنیا تصویر دی

هغه سړي چا چې زما زړګی ټوټې ټوټې کړ
ساتلی اوس هم ما د هغه بې وفا تصویر دی
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

انعام الله ګوهر

یار مې ښکلې په زړه پورې ،راته ګوري

زړه مې ریږدې،زړه مې ښوري،راته ګوري

یو څو ښکلې مې د زړه اسمان کې مېشت دې
بس له ورایه لکه ستوري ،راته ګوري

زه خو دا له خدایه غواړم چې جانان مې
راته ګوري،راته ګوري،راته ګوري

چې جانان مې راکتل نه،ها وخت تېر شو
اوس خبري کوي نوري،راته  ګوري

زه دولت ځکه نه غواړمه چې بیا به
ډیر مایوسه، ډیر کمزوري،راته ګوري

وې ځه بل وخت به خوله درکړمه ګوهره
اوس ډیر خلک له هر لوري راته ګوري
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

انعام الله ګوهر

 زړه مې د خپل زړه له دېرې نـــــــــــــه بهر مه اوباسه

جـــــــــــــــــــــــــــــانانه ما د حافظې نه بهر مه اوباسه

د یو چــــــــــا غم پـــــــــــــه مخه کړی یمه دلته راغلم
ســـــــــــــــاقي ما نن د میکدې نـــــــه بهر مه اوباسه

زه مې پـــــــه خپل ځــان باندې نه یمه ،په تا ډارېږم
مــــــــــــا پسې سر له دروازې نـــــــــه بهر مه اوباسه

دا څه خبرې مې بس پرېږده چې په زړه پـــــاتې وي
دا څه خبرې مې د خولې نـــــــــــه بهر مه اوبــــــــاسه

نور مې په ځـــــــــــــان پسې د خلکو تر مخ مه ژړوه
ما د پښتو له دایرې نـــــــــه بهر مه  اوبـــــــــــــــــاسه

ګوهره دلتــــــــــــه مې هم زړه ډير بې قراره دی ،خو
مــــــــــــــا مې دخپل یار له کوڅې نه بهر مه اوباسه
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

انعام الله ګوهر

 ستا په یاري کې راته هر امید ، ارمان ښکاریږي

په دغه رنګ خو دغه ژوند تیرول ګران ښکاریږي

زما په زړه کې محبت داسې ریښې وکړلې
چې اوس له ورایه راته هر ښکلی جانان ښکاریږي

څوک چې په ښکلو اعتماد کوي او زړه ورکوي
ماته خو دغه سړی خدای شته ډیر نادان ښکاریږي

دا به زما ددغه خپل پښتون طبیعت وجه وي
رقیب که هر څومره شي نیک، ماته شیطان ښکاریږي

له دې نه پورته نو دا مینه نوره څه ته وایي
تاته چې ګورمه جانانه ،ماته ځان ښکاریږي

دا د اسلام ټيکه دارانو ته له ځانه پرته
په دې دنیا کې خدای که هیڅوک مسلمان ښکاریږي

دغه زوی مړي په پردو غمو ځواني ضایع کړه
چې ورته ګورم ګوهر هر وخت پریشان ښکاریږي
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

انعام الله ګوهر

دبندي مرغه په څیر تیروم بند،ژوند

بې له تا جانانه نه راکوي خوند،ژوند

زما ژوند خو بس یو څو ساعته ژوند و
زما ژوند خو وه هغه ستا په مړوند،ژوند

دا خو ستا میني رسوا کړم سپوږمۍ مخیه
کنه ما لره د لمر غوندي څرګند ژوند

زما زړه ستا د بڼو په غشو غوڅ دی
زما ژوند لکه ستا زلفې فکر مند،ژوند

ته چي دغسي خوږې غزلي لیکې
خدای دي مړ مه کړه ګوهره یاره ژوند،ژوند
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

انعام الله ګوهر

 شمارلي یې په تا د اسمان ستوري او که نه !

زړه ووایه چې ښکلي دي سر زوري او که نه !

په ما خو ساډوبي راځي چې یار ته مخامخ شم
ستا څه حال وي ملګریه زړه دي شوري او که نه ؟

بیا به د خاطر غوندې جانان په لاس کې راشي
ته صبر چې په شا باندې راګوري او که نه

که دلته حالات داسي وه یوه ورځ به ته ګورې
چې کاڼي په وطن باندې را اوري او که نه

زه چې له کلونو کوم سړي ته غزل لیکم
ګوهره خدای خبر هغه یې ګوري او که نه !؟
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

انعام الله ګوهر

 حسن بــــــه لري خو وفـــــــــــــــــــا نه لري

ښکلو کې دا کار دی چې دا نــــــــه لري

مـــــــــه یرېږه ټینګه غېږه راکړه ،یــــــار
مینه نـــــــــــــــاروا  او روا نـــــــــــــــه لري

دا د هـــــجر شپې څومره اوږدې شولې
ژونـــــــــــد مې جوړ د وصل سبا نه لري

زه دې د عالم د تماشې کړمه
تا دې خدای ګلابه رسوا نه لری

هـــــــر څو که دې بــــــــد راسره کړي دي
خیر دی کــــــنه راشه ،پروا نـــــــــــه لري

دا ګوهر کـــــــــه ټوله دنیــــــــــــــــا ولري
هیڅ نه دی جــــــــــــــــانانه چې تا نه لري
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

انعام الله ګوهر

 په دار ځړیږي هره ورځ یو سر په ښاریه کې

غوغا وي هرې خوا ته جوړ و ي شر په ښاریه کې

کمزوري په کې نه اوسي ،کمزوري ترې  نه تښتي
اوسیږي اوس یوازي زورور په ښاریه کې

خدای خبر د کوم غم دروند څادر یې در اغوستی
فرق نه کیږي د غم او د اختر په ښاریه کې

دا زړه مې په دې دومره لوی جهان کې په تنګ شوی
چې نه مې شته عالمه خپل دلبر په ښاریه کې

تر اوسه یې د خپل طبیعت ملګری پیدا نه کړ
ګوهر غریب ګرځیږي در په در په ښاریه کې
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

انعام الله ګوهر

د یوه نامعلوم شاعر د غزل په لیکه 


 په زړګې مې ستا غمونه لکه غرونه
 وړمه دا درانه بارونه لکه غرونه
 را تاو شوې دې زما او د جانان نه
 رواجونه ،دیوالونه لکه غرونه
 زه د عشق په سمندر یم ورګډ شوی
 دې په مخ کې مې موجونه لکه غرونه
 زما خیالونه،ارمانونه،امیدونه
 لکه غرونه ،لکه غرونه ،لکه غرونه
 د دنیا هر یو ستم ته یې ملا ورکړه
 پښتانه لري کلک زړونه لکه غرونه
 د حکمت او محبت ګوهر په کې دي
 اې ګوهره ستا شعرونه لکه غرون