د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي انعام الله ګوهر شعرونه

غزل

یار مې ښکلې په زړه پورې ،راته ګوري

زړه مې ریږدې،زړه مې ښوري،راته ګوري

یو څو ښکلې مې د زړه اسمان کې مېشت دې
بس له ورایه لکه ستوري ،راته ګوري

زه خو دا له خدایه غواړم چې جانان مې
راته ګوري،راته ګوري،راته ګوري

چې جانان مې راکتل نه،ها وخت تېر شو
اوس خبري کوي نوري،راته  ګوري

زه دولت ځکه نه غواړمه چې بیا به
ډیر مایوسه، ډیر کمزوري،راته ګوري

وې ځه بل وخت به خوله درکړمه ګوهره
اوس ډیر خلک له هر لوري راته ګوري
د شاعر نور شعرونه ←