د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي انعام الله ګوهر شعرونه

غزل

 زړه مې د خپل زړه له دېرې نـــــــــــــه بهر مه اوباسه

جـــــــــــــــــــــــــــــانانه ما د حافظې نه بهر مه اوباسه

د یو چــــــــــا غم پـــــــــــــه مخه کړی یمه دلته راغلم
ســـــــــــــــاقي ما نن د میکدې نـــــــه بهر مه اوباسه

زه مې پـــــــه خپل ځــان باندې نه یمه ،په تا ډارېږم
مــــــــــــا پسې سر له دروازې نـــــــــه بهر مه اوباسه

دا څه خبرې مې بس پرېږده چې په زړه پـــــاتې وي
دا څه خبرې مې د خولې نـــــــــــه بهر مه اوبــــــــاسه

نور مې په ځـــــــــــــان پسې د خلکو تر مخ مه ژړوه
ما د پښتو له دایرې نـــــــــه بهر مه  اوبـــــــــــــــــاسه

ګوهره دلتــــــــــــه مې هم زړه ډير بې قراره دی ،خو
مــــــــــــــا مې دخپل یار له کوڅې نه بهر مه اوباسه
د شاعر نور شعرونه ←