د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي انعام الله ګوهر شعرونه

غزل

 ستا په یاري کې راته هر امید ، ارمان ښکاریږي

په دغه رنګ خو دغه ژوند تیرول ګران ښکاریږي

زما په زړه کې محبت داسې ریښې وکړلې
چې اوس له ورایه راته هر ښکلی جانان ښکاریږي

څوک چې په ښکلو اعتماد کوي او زړه ورکوي
ماته خو دغه سړی خدای شته ډیر نادان ښکاریږي

دا به زما ددغه خپل پښتون طبیعت وجه وي
رقیب که هر څومره شي نیک، ماته شیطان ښکاریږي

له دې نه پورته نو دا مینه نوره څه ته وایي
تاته چې ګورمه جانانه ،ماته ځان ښکاریږي

دا د اسلام ټيکه دارانو ته له ځانه پرته
په دې دنیا کې خدای که هیڅوک مسلمان ښکاریږي

دغه زوی مړي په پردو غمو ځواني ضایع کړه
چې ورته ګورم ګوهر هر وخت پریشان ښکاریږي
د شاعر نور شعرونه ←