د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

طالب منګل

د طالب منګل پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

له شعري ټولګې سره مل متن

 تېريږي مې په هوش کې د خيالاتو زنده ګي

په عشق کې ښکلوم د مخلوقاتو زنده ګي
خپله اراده مې پرې مضبوطه کړه خاونده
له زهرو سره څښلي مې د شاتو زنده ګي

سرچینه: په افغان اتلان کې د شاعر شعري ټولګه

شعرونه

10 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

طالب منګل

  تېريږي مې په هوش کې د خيالاتو زنده ګي
په عشق کې ښکلوم د مخلوقاتو زنده ګي

خپله اراده مې پرې مضبوطه کړه خاونده
له زهرو سره څښلي مې د شاتو زنده ګي

ښار کې د رنګونو منارې راغورځيدلي
په خاورو کې شلېدلي د جذباتو زنده ګي

سا په هديره کې به له لاسه سره نيسو 
که لاړه د وجود لـــه امکاناتو زنده ګي

طالبه انسانيت تر دغه حده پورې راغى
راټوله ده په اوښکو کې د زياتو زنده ګي

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

طالب منګل

 د تخيل په رنګينيو کې پناه شوې له ما

په غزليزو تنهاييو کې پناه شوې له ما

 

دفلسفو ټول کتابونه دې په سترګو کې وو

د دغه ښار په ليونيو کې پناه شوې له ما

 

د ستا څيره که له ګلونو سره پېغله نه شوه

خو وړاندې لاړې په سپرليو کې پناه شوې له ما

 

په لوپټه دې څاڅکي وشيندل راودې کتل

دومره مې ولېدې سلګيو کې پناه شوې له ما

 

طالبه! ماسره دې ډېره ګوزاره وکړله

د خپل وجود په اسويليو کې پنا شوې له ما

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

طالب منګل

  بې نښانه و صورت په کې پيدا شو

د رنګونو محبت په کې پيدا شو

فلسفي سترګې دې ډکې شوې له عشقه
ليونيه !  شرارت په کې پيدا شو 

تا راوکتل،کتل مې چې کتل دې
دکتلـــــو اجازت په کې پيدا شو

چې په ځمکه کې خوا رې رانه سجدې شوې
يو مستانــــــــــــه عبادت پــــه کې پيدا شو

زړه مې بيا هم زما زړه دی بې زړه نه دی
بې زړه مه شه بغاوت په کې پيدا شو 

ما چې ځان له کاېناتو نه ځار نه کړ
د ساګانو امنت په کې پيدا شو

چې مې ښکل کړه په وجود کې يې طالبه!
يو بې شانه قيامت په کې پيدا شو
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

طالب منګل

 چې د سترګو پټولو امکان نه و

د درياب د درولو امکان نه و

اندمونو نه راپرېوتې ساګانې
خو د ځان د پرېښودلو امکان نه و

رڼاګانې په کې لوڅې،لوڅې تللې
په دې ښارکې د ليدلو امکان نه و

په رنګونو کې زوال و د مستيو
د هندارو د ساتلو امکان نه و

د جذبو په انقلاب يو طالب و
چې شهيد شو له غزلو امکان نه و
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

طالب منګل

 راوپس شوه حادثه ، کلي ته راغله

د رنګونو هدېره ، کلــــي ته راغله

په تابوت کې را ايسار وو اندامونه
بې څيره وه جنازه ، کلي ته راغله

نن به بيا خمار سازونه کور ته يوسو
د سندرو قافله ، کلي ته راغلـــــــه

ستا په سترګو کې مې سترګې فنا کيږي
د يادونو زمانـــــــه ، کلي ته راغلــــــــه

نن مې غيږې ته راړنګه شوه طالبــــــــه
د سپوږمۍ يوه خصه ، کلي ته راغله
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

طالب منګل

 د شرابي سترګو سلام ، لکه د بنګو پيالې

نشه نشه يې کــړم تمام ، لکه د بنګو پيالې

غزل مې دومره شو خمار راديف يې وزنګيده
خداى راليږلى و الهام ، لکه د بنګو پيالې

کوم ليونى له کلي تللى و چې بيرته راته
پېغلې ولاړې وې په بام ، لکه د بنګو پيالې

دا د کابل شوخه جېنۍ په جادوګرو سترګو
له مانه واخلي انتقام ، لکه د بنګو پيالې

ګلې له تاسره هوس د خولګۍ پاتې نه شو
په ما دې داسې کړه حرام ، لکه د بنګو پيالې

ستا له نظره لپې،لپې شات راوبهيدل
تا چې راوکتل ماښام ، لکه د بنګو پيالې
لوپټه کې درنه سترګې پناه کيږيبشپړ شعر ولولئ

لوپټه کې درنه سترګې پناه کيږي

طالب منګل

 په ماښام کې د رنګونو غزا راغله

په سازونو کې ولاړې منارې دي
لوپټه کې درنه سترګې پناه کيږي
اندمونو کې دې لوڅې هدېرې دي

له خپل ځان نه دې هندارې رابهر کړې
سوځيدلي تصويرونه په کې غواړې
بې څيرې دې جنازه مخ ته پرته ده
ته لګيا يې اندمونه په کې غواړي

په وجود کې بې امکانه غوندې پټ يې
زمــــــانې سره جهاد کــــــولى نه شې
دريابونـــــه دې راپرېوتل له سترګو
خـــــو د تږو څه امداد کولى نه شې

د خپل عشق جذبه دې والوته له سترګو
پرهارونه په ګلونو کې ايره شول
له سرو شونډو نه دې ناز دنېشې ووت
اننګي د ې په مچکو کې اوبه شول

پريشاني دې ده په ذهن کې راټوله
په رنګونو کې چې خوب کولى نه شې
دومره لويه حادثه درسره مله ده
ته د ښکلو مينتوب کولى نه شې
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

طالب منګل

 په څادر کې مو راټولې کړې ساګانې

د الله،الله په شور کې پناه کيږي (ج)
هدېرې مو په روحونو کې ايسارې
زنده ګې لاړه په سور کې پناه کيږي

لـــــه هندارو نه پردې راغورځېدلي
تصويرونـــــو کې مو ناز د حـــادثو دى
په جذبو کې لوڅې،لوڅې سترګې ګرځو
نظرونو کې اغـــــــــــاز د حــــــــادثو دى 

قدمونو ته رالندې شولې سترګې
رڼاګانې په قبرونو کې پرتې دي
په ښکلا پسې مو لاس د کاڼو رسي
په وجود کې مو شليدلي آيېنې دي

په جامونو کې مو څښلي دي سکروټې
پستې کوتې په پيالو کې وينې، وينې
په چينه کې مو زخمونه رابهر شول
رابهيږي په اوبو کې وينې،وينې

د سندرو پيغمبر سره ساه نه شته
د سازونو مــــــنارې راغورځيدلي
په ګډا،ګډا د ډمې سترګې ورکې
په تخچونو کې ډيوې راغورځيدلي
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

طالب منګل

 راوپس شول ارمانونه ، دريابونه

ښکلومه دې لاسونه ، دريابونه

په ماښام کې پاڼې،پاڼې راسره وي
ستا دسترګو کتابونه ، دريابونــــــــه

لکه څاڅکى مې له سترګونه رخصت شوې
دريابونـــــــــه ، دريابونــه ، دريابونـــه

بې امکانه رڼاګانې درسره دي
که بليږي څراغونه ، دريابونه

د نغمو او د سندرو په درياب کې
رانه پاتې اندامونه ، دريابونه 

پرېشاني مې ده په ذهن کې طالبه!
راسره دي تصويرونه ، دريابونه
نوى نظمبشپړ شعر ولولئ

نوى نظم

طالب منګل

 سلام،سلام تاته به ياد وي کنه

په توره شپه کې د مچکو اواز
له ديوالونو نه به بېرته راغى
د مستو پېغلو د چکچکو اواز

زه او ته يو بل ته حيران وګورو
خرپ شي له شونډو نه بوسه پورته شي
جذبې مو سترګو کې نشه،نشه شي
د کوڅې منځ کې لوپټه پورته شي

زه غلي،غلي درته ووايمه
ما درته وې مچکې مه راکوه
پام کوه دومره بې تصويره نه يم
بلې ډېوې مچکې مه راکوه

د کابل ژمى دى او يخې،يخې
داسې سړې مچکې مه راکوه
بيا به ته نه وې زه به څه کومه
د يارانې مچکې مه راکوه

ته په خندا شې راته زر ووايې
غلى شه،غلى شه اواز مه کوه
زنده ګي دومره ملامته نه ده
غلى شه، غلى شه اواز مه کوه

بيا درته خط ليکمه وايې لوله
ستورو له پټې غيږې مه ورکوه
ما ليونى له هوشه ونه باسې
نورو له پټې غيږې مه ورکوه

ګرانې په شته  بې حسابه غوندې
نن له کالونو ورسته هيڅ نه لرم
سترګې مې داسې حد ته راوستلې
له دريابونو ورسته هيڅ نه لرم

نن پريشانه،پريشانه غوندې
ستا د همځولو ننداره کومه
ستا دهجران له هدېرې راوتى
د حپلو اوښکو جنازه کومه

بيا درته ليکمه چې بيرته راشه
بيا مې څيره راپسې نيمه،نيمه
څو افسانې رانه شليدلي ماښام
خپله حصه راپسې نيمه،نيمه


سلام،سلام تاته به ياد وي کنه
په توره شپه کې د مچکو اواز
له ديوالونو نه به بېرته راغى
د مستو پېغلو د چکچکو اواز