د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

حاجي عبدالهاشم دولت زی

د حاجي عبدالهاشم دولت زی پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

د شاعر پېژندنه او ادبي اثار

 ارواښاد حاجي عبدالهاشم دولت زی د خدای بښلي حاجي سلطان محمد خان دولت زي زوی وو، چې د (۱۳۱۰) لمریز کال د  وري میاشتې پر شپږمه د سمنګانو ولایت مرکز ایبکو د زنډې کوټ کلي په یوه درنه، شتمنه او دینپاله کورنۍ کې زیږیدلی دی. وتلي  او پیاوړې لیکوال او څیړنوال، شهرت ننګیال په خپله یوه لیکنه کې د ارواښاد عبدالهاشم د اند و ژوند په اړه داسې لیکلي:

(... حاجي صاحب په یوه مخوره او شتمنه کورنۍ کې سترګې غړولې، خو مال او جایداد په دوی کې د کبر او لویي تلوسه نه ده پارولې ؛ دا هر څه یې د الله تعالي امانت ګڼلي او په دغه امانت کې یې له خیانت نه ځان تر پایه ساتلی دی، مانا دا چې دوی دغه مال او دولت په بدمستیو او عیاشیو نه دی لګولی بلکې د خدای د مخلوق په خیر او خدمت کې یې لګولی. درحمان بابا په وینا
د دلبرو صدقې لره یې غواړم
هسې نه چې په دنیا پسې زهیر یم
  حاجي صاحب د وقار او درنښت سمبول او دمینې ، الفت او صداقت پرانیستی کتاب دی چې په هره پاڼه او کرښه یې د ده د درانه شخصیت خواږه څکلی شي :
په سترګو پورې کړه رانجه دمینې
هرچاته ګوره په کاته دمینې
هاشم به هیڅکله دریغ نه کړي ترې سر
که یې حلال کړي په چاړه دمینې....)
ارواښاد حاجي عبدالهاشم لومړۍ زده کړې د ایبکو د ښار په لومړني ښوونځي کې سرته رسولي، دیني، پښتواودري لیک لوست یې د خپل کلي د یو شمیر دینپوهانو او ناضمانو په مرسته ترسره کړي دي او تر څنګ یې علمي او ادبي کتابونه هم لوستلي دي.  دکورنۍ مشران یې د خپلې سیمې خانان او مشران وو، او د سوداګرۍ، ځمکوالۍ اومالدارۍ چارې یې پر مخ بیولې. ده له خپل پلار سره په دې لاره کې هم مرسته کوله، له همدې کبله ده ونشو کولای خپلې نورې زده کړې پر مخ یوسي. ده دخپل پلار او دکورنی د نورومشرانو په لارښوونه په هیواد کې دننه او بهر په پرله پسې توګه سفرونه کول، چې په دغو سفرونو کې ده د خپلو مشرانو د ازمېښتو په رڼا کې نه یوازې مادي بلکې معنوي ګټې او تجربې هم تر لاسه کړې. ده له ځوانۍ راهیسې له شعر او ادب  سره ځانګړې مینه لرله اوپه دې ډول یې شعر ویلو ته مخه شوه . پر (۱۳۲۵) لمریز کال د ده لومړی شعر د مزارشریف ښار په ((بیدار)) ورځپاڼه کې خپور شوی دی، چې څو بیتونه یې دا دي:
څوک مې چې غواړي ذلت
بربادوي مې عزت
هغه دښمن زما دی
که ورور په تن زما دی
حاجي صاحب عبداهاشم د خپل هیواد او هیوادوالو سره بې کچه مینه درلوده او د خپلو خلکو  دسیمې په ملي مسایلو کې دیو خوږمن، ولسي او قومي مخور په توګه اغیزمن او ارزښتمن نقش او رول لوبولی دی.کله چې په هیواد کې د یوه ملي او سیاسي بدلون لپاره د نوي اساسي قانون اړتیا رامنځته شوه،  د(۱۳۴۲) لمریز کال اړوندې جرګې ته غوره شوی اوګډون یې پکې کړی وو. وروسته بیا د ولسي جرګې په دیارلسمه دوره کې د سمنګان ولایت د ایبکو د خلکو له خوا د وکیل په توګه وټاکل شو، نو د ولس او سیمې د لا ښه ترا خدمت کابو(موقع) ترلاسه کړه. هسې یې خو همیشه د یو ملي، ټولنیزاو مخور مشر په توګه د سیمه یزو ستونزو او ناخوالو په اړه دجرګو او مرکو له لارې خلکو ته لارښوونې کولې او د دوی په رسمي او غیر رسمي ټولنواو جرګو کې یې ورسره د یو اغیزمن ولسپال په توګه برخه اخیسته.
حاجي صاحب عبداهاشم دولت زی له دغو ټولو کړنو او کړو وړو سره سره د یوه خوږ ژبې ولسي شاعر او لیکوال په توګه هم خپلې ژبې او ولس ته پوره خدمت کړی او دپښتو ادب په ګلبڼ کې یې داسې رنګین ګلونه کرلي دي، چې دا بڼ به  پرې د تل لپاره سمسور،  ښکلی او ښیرازه وي.ارواښاد حاجي عبدالهاشم دولت زی د خدای بښلي حاجي سلطان محمد خان دولت زي زوی وو، چې د (۱۳۱۰) لمریز کال د  وري میاشتې پر شپږمه د سمنګانو ولایت مرکز ایبکو د زنډې کوټ کلي په یوه درنه، شتمنه او دینپاله کورنۍ کې زیږیدلی دی. وتلي  او پیاوړې لیکوال او څیړنوال، شهرت ننګیال په خپله یوه لیکنه کې د ارواښاد عبدالهاشم د اند و ژوند په اړه داسې لیکلي:
(... حاجي صاحب په یوه مخوره او شتمنه کورنۍ کې سترګې غړولې، خو مال او جایداد په دوی کې د کبر او لویي تلوسه نه ده پارولې ؛ دا هر څه یې د الله تعالي امانت ګڼلي او په دغه امانت کې یې له خیانت نه ځان تر پایه ساتلی دی، مانا دا چې دوی دغه مال او دولت په بدمستیو او عیاشیو نه دی لګولی بلکې د خدای د مخلوق په خیر او خدمت کې یې لګولی. درحمان بابا په وینا
د دلبرو صدقې لره یې غواړم
هسې نه چې په دنیا پسې زهیر یم
  حاجي صاحب د وقار او درنښت سمبول او دمینې ، الفت او صداقت پرانیستی کتاب دی چې په هره پاڼه او کرښه یې د ده د درانه شخصیت خواږه څکلی شي :
په سترګو پورې کړه رانجه دمینې
هرچاته ګوره په کاته دمینې
هاشم به هیڅکله دریغ نه کړي ترې سر
که یې حلال کړي په چاړه دمینې....)
ارواښاد حاجي عبدالهاشم لومړۍ زده کړې د ایبکو د ښار په لومړني ښوونځي کې سرته رسولي، دیني، پښتواودري لیک لوست یې د خپل کلي د یو شمیر دینپوهانو او ناضمانو په مرسته ترسره کړي دي او تر څنګ یې علمي او ادبي کتابونه هم لوستلي دي.  دکورنۍ مشران یې د خپلې سیمې خانان او مشران وو، او د سوداګرۍ، ځمکوالۍ اومالدارۍ چارې یې پر مخ بیولې. ده له خپل پلار سره په دې لاره کې هم مرسته کوله، له همدې کبله ده ونشو کولای خپلې نورې زده کړې پر مخ یوسي. ده دخپل پلار او دکورنی د نورومشرانو په لارښوونه په هیواد کې دننه او بهر په پرله پسې توګه سفرونه کول، چې په دغو سفرونو کې ده د خپلو مشرانو د ازمېښتو په رڼا کې نه یوازې مادي بلکې معنوي ګټې او تجربې هم تر لاسه کړې. ده له ځوانۍ راهیسې له شعر او ادب  سره ځانګړې مینه لرله اوپه دې ډول یې شعر ویلو ته مخه شوه . پر (۱۳۲۵) لمریز کال د ده لومړی شعر د مزارشریف ښار په ((بیدار)) ورځپاڼه کې خپور شوی دی، چې څو بیتونه یې دا دي:
څوک مې چې غواړي ذلت
بربادوي مې عزت
هغه دښمن زما دی
که ورور په تن زما دی
حاجي صاحب عبداهاشم د خپل هیواد او هیوادوالو سره بې کچه مینه درلوده او د خپلو خلکو  دسیمې په ملي مسایلو کې دیو خوږمن، ولسي او قومي مخور په توګه اغیزمن او ارزښتمن نقش او رول لوبولی دی.کله چې په هیواد کې د یوه ملي او سیاسي بدلون لپاره د نوي اساسي قانون اړتیا رامنځته شوه،  د(۱۳۴۲) لمریز کال اړوندې جرګې ته غوره شوی اوګډون یې پکې کړی وو. وروسته بیا د ولسي جرګې په دیارلسمه دوره کې د سمنګان ولایت د ایبکو د خلکو له خوا د وکیل په توګه وټاکل شو، نو د ولس او سیمې د لا ښه ترا خدمت کابو(موقع) ترلاسه کړه. هسې یې خو همیشه د یو ملي، ټولنیزاو مخور مشر په توګه د سیمه یزو ستونزو او ناخوالو په اړه دجرګو او مرکو له لارې خلکو ته لارښوونې کولې او د دوی په رسمي او غیر رسمي ټولنواو جرګو کې یې ورسره د یو اغیزمن ولسپال په توګه برخه اخیسته.
حاجي صاحب عبداهاشم دولت زی له دغو ټولو کړنو او کړو وړو سره سره د یوه خوږ ژبې ولسي شاعر او لیکوال په توګه هم خپلې ژبې او ولس ته پوره خدمت کړی او دپښتو ادب په ګلبڼ کې یې داسې رنګین ګلونه کرلي دي، چې دا بڼ به  پرې د تل لپاره سمسور،  ښکلی او ښیرازه وي.

سرچینه: په افغان اتلان کې د شاعر شعري ټولګه

شعرونه

23 خپاره شوي شعرونه

دالله ورکړهبشپړ شعر ولولئ

دالله ورکړه

حاجي عبدالهاشم دولت زی

 خدای چې ورکاندي و چاته خپل عزت

بل یې نشي ورکوی په هیڅ صورت

دا د خدای د خوا نه چا ته چې پیرزو شي
شرافت وي کرامت وي که قدرت

دا عطیه د خدای (ج) په شکر ساتل کیږي
لا زیاتیږي د بنده په لوړ همت

دواړه کونو کې به لوړ مقام د ده وي
بر د هر چا په حرمت وي او په پت

زوال نه لري دایم وي هم قایم وي
هم ساتلی وي محفوظ په لوړ چت

نه دی بخل څوک په چا کړي چې دا ولی
عبادت په مقابل شته ورته ست

اې (هاشمه) ته هم خدای ته په سجده شه
ستا هم خدای سره شته برخه هم قسمت

کاکشال- پیښور (۲/۹/۱۹۹۹)
خړقبابشپړ شعر ولولئ

خړقبا

حاجي عبدالهاشم دولت زی


خدایه ستا لطف او کرم په ما عطا کړې
دا زما مخه مخ په تا، دا ستا په ما کړې

عبادت ته دې توفیق کړې را په برخه
د شیطان لعین د څنګه مې جدا کړې

هر څه ټول د ستا په لاس دي ته مالک یې
چې راضي پرې ته شې ما ته یې ته راکړې

زه په خپل خیر او شر نه پوهېږم خدایه
چې لازم ګڼې هغه ته مهیا کړې

زه به شم شکر ګزاره ستا د لطفه
چې ګناه مې ورکه ته، ثواب سودا کړې

زما فکر ستا د ښو طرف ته بوزې
خیال وزرونه مې ستا لور ته په هوا کړې

بې باکي له هر مرضه لوی مرض دی
دې مرض ته مې دستا کرم دوا کړې
 
که فاخر خلک کړي فخر په زرپوشو
ما (هاشم) په ستر پټ، په خړقبا کړې

مسلم آباد- پیښور(۲۵/۱۲/۱۹۹۷)
دعابشپړ شعر ولولئ

دعا

حاجي عبدالهاشم دولت زی


لاس په دعا ولاړ یو تاته
هیله مو نشته ده بل چا ته

د آخرت پېټی مو دروند دی
ستړي ستومان په لار یو پاته

د ستا کمک ته احتیاج یو
ای پاکه ربه لویه ذاته

لاس مو درنیسه ته مهربان یې
لږ مو نژدې کړه خپلې خواته

مسلم آباد- پیښور (۱۶/۱۱/۱۹۹۷)
 
مناجاتبشپړ شعر ولولئ

مناجات

حاجي عبدالهاشم دولت زی

 هر ویښته مو ثنا خوان د ستا د حمد کړې

ټول وجود مو تا ته وقف او هیله مند کړې

تا ته ټول مخلوق په  حمد دي ته محمود یې
موږه هم د دې حلقې په لومو بند کړې

لکه څنګه چې لایق د ستا د شان وي
پیرزوینه په موږ وکړې موږ پسند کړې

شرافت او کرامت زموږ نصیب کې 
ستا په یاد مو د خولو خوند لکه د قند کړې 

مسلم آباد- پیښور(۲۳/۱/۱۹۹۸)
 
غم د آخرت خورهبشپړ شعر ولولئ

غم د آخرت خوره

حاجي عبدالهاشم دولت زی

 چې د چا شي نوم په نیکو باندې یاد

څه به غم خوري په رښتیني د اولاد

نه یې مال نه یې دولت وي ور په کار
ښه هغوی دي چې په ښو باندې وي ښاد

چا چې کور د خټو جوړ کړو هغه خام وي
پوخ هغه وي چې تهداب لري بنیاد

دا رښتیا چې د دنیا کورونه وران دي
دا خبره سي هم واوره په بنیاد

ته دې غم د آخرت خوره چې باقي دی
په دې قول به مې ضرورکړي اعتماد

پس له مرګه له هر کاره لاس خطا شي
که هر څو پسې ویر وکړې هم فریاد

د (هاشم) دشعر متن ته په ځیر شه
د قرآن، او دحدیث دی دا ارشاد

پیښور- پښتونخوا (۲۹/۱۱/۱۹۹۸)
د غم فضابشپړ شعر ولولئ

د غم فضا

حاجي عبدالهاشم دولت زی

 څه دغم فضا ده په کابل کې لور تر لوره

لوی واړه ژړا کا دي مجبور وزي له کوره

ټول دي سرسام شوي د تګ لوري ترینه ورک دي
مور یې بچیان پریښي پښېبلې پښې په سر سرتوره

د پلار مړی یې پروت دی په سرک کې بې څښتنه
نشته څوک په کور کې چې یې پورته کړي تر کوره

عقل د چا کار نکړي چې داسې صحنې ویني
غږ به د چا وانه ورې د ډزو زوژ له شوره

څه دې څه بلا ده په دوی شوې، لیونیان شول
یو دبل دښمن شول، بیزار شوی ورور له وروره

چور چپاو تالان دی، بده ورځ ده بازخواست نشته
شر فساد جوړ شوی هر سړی تښتي له زوره

ما (هاشم) لیدل چې چار چارپېره او د غرو څوکو
توپ ټوپک ګولۍ دي او خوښي نه شته ده نوره

دریمه کارته کابل (۱۱/ ۲/۱۳۷۵) 
دګاونډ خندادګاونډ خندادګاونډ خندادګاونډ خندابشپړ شعر ولولئ

دګاونډ خندادګاونډ خندادګاونډ خندادګاونډ خندا

حاجي عبدالهاشم دولت زی

په سرو وینو کې کابل ولې لمبیږي

زلزله ده که زخمي زړه مې درزیږي

هر طرف ته ګورم توپې دي راخلاصې
معلوم نه دی چې دچا په سر لګیږي

هم لونا او اورګان دي چې ویشتل کا
طیارې دي په هوا کې پرې غړمبیږي

دا حساب نه دی معلوم چې څوک یې ولي
هره سمته چې راځي خو پرې رالویږي

عالمونه، عالمونه قتل عام شول
دوی لا نور هم په ډیر قتل خوشحالیږي

چې پوښتنه د چا وشي د چا جنګ دی
وایي ورور راپاڅي ورور سره جنګیږي

نه پوهیږو د دوی څه شی نا تقسیم دي
معلوم دار چې په تقسیم یې نه جوړیږي

ډالر سر دی، سلاح سر دی، بلا سر دی
حریصان لکه لیوان دي نه مړیږي

پېښور(۱۹/۱۱/۹۸)
قتلیږوبشپړ شعر ولولئ

قتلیږو

حاجي عبدالهاشم دولت زی

 څه حالات مو د وطن شول پرې شرمېږو

په رڼو سترګو یې ګورو چې غرقېږو

نصیحت دچا په هیچا اثر نه کا
چې دا حال وي نو به څه رنګ هوسېږو

څوک په زجر څوک په هجر رانه ورک شول
موږ په هر صورت دې دواړو ته زورېږو

خدایه مکړې چې یو مخ تباه تباه شو
ترقي رانه شوه پاتې روستو کېږو

په موږ تېره شوه تېرېږي څه به وینو
بدې ورځې ته چې ګورو موږ دردېږو

تېره تېره شوه د خپله لاسه ورانه
نا معلومه مو راتلونکې ده وېرېږو

هر سړی په توره تېښته ترې روان دی
دبل در کې نوکري کوو درېږو

د(هاشم) په زړه دا کله هوارېږي 
تدریجي مرګمو راغلی دی قتلېږو

کاکشال – پیښور (۱۶/۱۱/۱۳۷۷)
 
د وطن غمیزهبشپړ شعر ولولئ

د وطن غمیزه

حاجي عبدالهاشم دولت زی

 چې حرم مو د وطن راته ماتم شو

هره خوا ځمکه سما راته تورتم شو

په ځان پوه نه شوو چې کومه لار شوه غوره
په هر لور چې د چا مخه شوه پرې سم شو

توره تېښته وه یو بل ته ستانه نه شوو
هر یو هرې خوا چې پاتې شو په غم شو

بې خوندي شوه خوند یې لاړو هجرت نه شو
بیخ بنیاد مو پرې راوخوت راته بم شو

دعزت په خوان چې ناسته وه هغه نشته
جیره خوار شو سرمو هر چاته راخم شو

خجالت یو یو دبل نه موږ شرمیږو
شپې او ورځې په دارنګ راته الم شو

د (هاشم) په زړه پولي دغم راخیژي
راته ښکاري باقي عمر په دا چم شو

کاکشال، پیښور (۲۸/۸/۱۹۹۹)
دردېدلي زړونهبشپړ شعر ولولئ

دردېدلي زړونه

حاجي عبدالهاشم دولت زی

دردېدلي زړونه ولې دردوی
دا خوږلن اورونه ولې ښوروی

زه وېرېږمه چې اور به دې تن واخلي 
ته چې لاس د ژوبلو زړونو ته وروړې

دیتیم دزړه آزار به دې آزار کړي
چې سکروټې یې په زړونو وروې

تا ویشتل د ویشتو زړونو څه لیدلي
چې دلاسه یې لا نور هم زوروې

دا یې بس نه دي تر اوسه چې کړېږي
چې کلمې يې لا په غنو خوروې
 
لاس ترې واخله په کړاو یې خوښي مکړه
بوږنیدلي زړونه ولې بوږنوې

اې (هاشمه) چې مراد دزړه حاصل کړې
زخمي زړونه به په ښه خلق ښه کوې

کاکشال- پیښور (۲۳/۱/۱۳۷۸)