د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

بختيار تلاش

د بختيار تلاش پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

د شاعر پېژندنه او ادبي اثار

 نوم مې بختيار او تخلص مې تلاش، د ميرغلام تلاش زوى له نن نه شل کاله وړاندې د کامې ولسوالۍ د ارباپانو په قريه کې زېږېدلى يم چې اوسمهال د جلال اباد ښار د عيدګاه جومات تر څنګ مېشت يم ، په ١٣٩٠ لمريز کال کې د عبدالوکيل له لېسې څخه په ښه درجه فارغ شوم په ګڼو ژورنالېستيکو ورکشاپونو کې مې ګډون هم کړى ، تر اوسه مې يوه د ټپيزو ټولګه چې ( په زړه مې ته وې خداى رانه کړې) د چاپ په پار ښکلې شوې ده او دوه ناچاپ اثار لرم،چې يوه پر کتابونو باندې تبصرې دي ( کتاب پېژندنې) او يو ژباړل شوى ناول دى، لنډې کيسې هم ليکم او تر ډېره مې ژباړلي دي، ښايسته ګڼ شمېر شعرونه هم لرم،خو د شعرونو د چاپ لپاره مې لا څه پلان نه دى نيولى،همدارنګه له ګڼ شمېر ويب پاڼو سره همکاري هم لرم، چې وخت ناوخت ورته ژباړې،شعرونه او ادبي ليکنې ورلېږم، په ختيځه سيمه کې له ( سيمه) مجلې سره هم همکاري کوم، چې وخت ناوخت ورته ځېنې سياسي ليکنې هم ليکم.

دمګړۍ په ننګرهار کې له يوې شخصي راډيو سره دنده لرم.

سرچینه: په افغان اتلان کې د شاعر شعري ټولګه

شعرونه

42 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

بختيار تلاش

 ستا مينې نه په داسې وخت محروم شومه جانانه

چې ځاى دې زړه کې نه کړم د رنه موم شومه جانانه

ستا هره خبر ما لره سپرلى د نوي ژوند وو
زوړ نه شومه،زلمى نه شوم، ماشوم شومه جانانه

اوس نه وايم چې ولې دې تندي باندې ښکل نه کړم
خو خوښ يم چې له نوم سره دې نوم شومه جانانه

يه شوخې جينۍ زړه پورې مې نيسه اوس دې خپل يم
د مور دې زه زړګى شوم زه يې زوم شومه جانانه

پخوا به مې په فخر سپينه خوله در کړه شېرينې
چې تا راته رانه کړه زه هم شوم شومه جانانه

تلاشه! مينه ستا يم غم دې پايمه دا وايم
زه شات وم،خو رقيب لره زقوم شومه جانانه

١٣٩٠-٤-١ د شپې  دولس بجې 
صفا راډيو—جلال کوټ
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

بختيار تلاش

 تصوير دې زما زړه او په  لېمو کې پاتې کېږي

د مينې بلا ستوري  دې تيارو کې پاتې کېږي

ستا عشق رانه جانانه ډېر لمونځونه قضا کړي
ستا نوم رانه  جانانه په تسبو کې پاتې کېږي

جانانه تاته نه وايم چې څومره راته ګران يې
خو نوم دې راسره ساز او  نغمو کې پاتې کېږي

ځه! ځان به له تا لرې کړم،جهان به له ځان لرې
نومونه مو د بعضو،بعضو خولو کې پاتې کېږي

شوګير دا ستا د مينې او شوګير داستاد حسن
دا دواړه رانه ياره تورو شپو کې پاتې کېږي

له تانه مې جانانه نن بلا خبرې زده کړې
خو اوس رانه د شونډو  په سرو کې پاتې کېږي

تلاشه ! ستا ځواني به اوس د ښکلونجونو تاج شي
چې سترګې دې د ښکلو اننګو کې پاتې کېږي

١٣٩٠-٦-٤
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

بختيار تلاش

روح له ما نه تللى زه دعا ته پاتې شوى يم
زه اوس هغه زه نه يمه تا ته پاتې شوى يم

زه په غم پيدا، په غم کې لوى شومه زلمى شومه
خاص لکه بې خاره خپل پاچا ته پاتې شوى يم

ته خو لاړې ياره د بل کور ته زه دې پرېښودم
زه لکه يتيم ماشوم ژړا ته پاتې شوى يم

اوس مې زړګى درد لري، هر چاته  دومره نه ګوري
اوس لکه د بر کلي ملا ته پاتې شوى يم

ما خو کله زړونه ازار کړي د چا نه دي
ياره دغه چاره کې بابا ته پاتې شوى يم

پام ما ترېنه مې بېلوئ جارموشم قربان مو شم
زه له خپل تلاش سره په خوا کې پاتې شوى يم

١٣٩٠/٧/١٠
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

بختيار تلاش

 ستادښایست ستورو بېګاماسره شپه کړې ده

ته به راځې تا خو له ماسره وعده کړې ده

رقیب وژلم،ماخندل ،ماورته هیڅ نه ویل 
نوی مین ومه ما څومره حوصله کړې ده
 
جینۍ چینار باندې نامه دخپل جانان لیکله
جینۍ چینار نه او چینار له دې ګیله کړې ده

د مینې ستوري د اسمان تر مدار ورسېږي 
ستورو له زړونو سره څومره یارانه کړې ده

د لېونۍ زړه ته سلام دې څومره صبر کوي
زما په نه شتون کې یې څومره ګوزاره کړې ده

تلاشه مړ شې!ملا هر څه وايي مه یې منه
تا چې زړګي ګټلي تا خدای ته سجده کړې ده

۱۳۹۰ ۲ ۱۹ 
جلال ا باد –
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

بختيار تلاش

 ظلم کوه په دې زړګي خداى به دې ونه بخښي

خښ کړه په زړونو کې اغزي خداى به دې ونه بخښي

تا سره مينه ښايي تاسره خندا مزه کړي
چې ته کوې دا بې رحمي خداى به دې ونه بخښي

په اننګو دې ګوتې مه وهه سيده تېرېږه
تا ګناهګار کړل ټول زلمي خداى به دې ونه بخښي

ستا خو پر لب د ميو جام پروت دى نشه نشه يې
سترګو دې ټول کړل خماري خداى به دې ونه بخښي

تلاش دې و واهه نظر ورشه په لار کې پروت دى
ځان سره يوسه سپېلني خداى به دې ونه بخښي

١٣٩٠/٨/١
ورځ پنجشنبه د غرمې لس بجې- صفا راډيو 
 
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

بختيار تلاش

 سلام دې نه منمه،ستوري له اسمانه واخله

زما سلام ته دې،ځواب له خپل ايمانه واخله

لا مې له سترګو اوښکې څاڅي لا ولاړې نه دي
لږ ورته تم شه،ته مزه له دې بارانه واخله

ددې بې پته ژوندون،څه ماناوي ته و وايه؟
ورته په مينه،مينه ګوره ځان تر ځانه واخله

ستا له ښکلا سره مې دومره،لانجه نه وه کړې
ځه درځه جګ شه راته مينه له پېزوانه واخله

د اوښکو ډکې سترګې څه مانا او څه لپاره ؟
ځه له تلاش نه يې مانا په پور ارزانه واخله

جلال اباد
 
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

بختيار تلاش

 وس مې پرې نه رسېږي زړه  مې هم ښېرا نه کوي

په خوله دعا دعا کوم،زړه مې د عا نه کوي

په معصوم زړه مې نور د مينې باور نه لرمه
په دغه لاره کې مې زړه د چا پروا نه کـــــــوي

اوس خو نازک يمه د سترګې په شان زړه لرمه
باڼه دې پوه کړه چې،ګزار په زړه رسا نه کوي

د هر مين سره مې نن دغه  لانجه کړې چې
نجونې پردۍ دي،نجونې چا سره  وفا نه کوي

چې شو مين دا ستا تلاش داستا په تورو سترګو
ژړا کوي،ژړا کـــــــــــــوي غريب خندا نه کوي

بختيار تلاش 
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

بختيار تلاش

 زه درته چپ زه درته غلى ولاړ

لکه معصوم ماشوم سپېڅلې ولاړ

د سترګو نور دې دومره وسېځلم
لکه چينار په تن سېځلى ولاړ

ما درته ټولې کيسې خلاصې کړې خو
ته راته بت ته لکه څلى ولاړ

دوى به بې دينه وي چې تا به ولي
زه يې ويشتلى يم ويشتلى ولاړ

تلاشه اوس ترېنه غوښتنه مه کړه
اوس يې زړګى په څو وېشلى ولاړ

١٣٩٠/٤/٥
جلال کوټ
 
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

بختيار تلاش

 تا نه په سپينه خولګې کله خپل يار نه دى پاتې

ستا انتظار ته يې د زړه انتظار نه دى پاتې
 
تابه پلو له شونډو لرې کړ،لمبه به دې کړم
اوس دې په شونډو کې د شونډو انګار نه دى پاتې

ته لکه اوښکه مې په سپين رخسار را تويه شولې
پخپل رخسار باندې مې دومره اعتبار نه دى پاتې

د بنګړو شرنګ يې د ټول کلي مينان زوروي
له شوخو نجونو نه د کلي مزار نه دى پاتې

ما يې نامه د کلي منځ کې په چينار  ليکلې 
نه،نه غلط شومه د کلي چينار نه دى پاتې

١٣٩٠- ٢- ٣
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

بختيار تلاش

 لا چرته نه يم تللى لا خو دې په څنګ کې يمه

خمار خمار لکه ياغي سپرلى په شرنګ کې يمه

اى ځوانيمرګې! ته بس دومره صبر نه شې کوى؟
خولګۍ به درکړمه،لا خو بنديمه جنګ کې يمه

ته ځه منګى راوړه خوږه موسيقي جوړه کړه نن
زه د بابا په رباب مست يمه په ترنګ کې يمه

ستا په غوښتنه مې اغزو سره ګلان وسېځل
ناځوانه ته ووايه دا نو زه  په  ننګ کې يمه؟

تلاشه زهر به شم، ګوټ به مې په لپه نه کړي
تلاشه ته مې وڅښه راشه چې په بنګ کې يمه

جلال اباد – صفا راډيو
١٣٩٠-٧ -١