افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
وس مې پرې نه رسېږي زړه مې هم ښېرا نه کوي
په خوله دعا دعا کوم،زړه مې د عا نه کوي
په معصوم زړه مې نور د مينې باور نه لرمه
په دغه لاره کې مې زړه د چا پروا نه کـــــــوي
اوس خو نازک يمه د سترګې په شان زړه لرمه
باڼه دې پوه کړه چې،ګزار په زړه رسا نه کوي
د هر مين سره مې نن دغه لانجه کړې چې
نجونې پردۍ دي،نجونې چا سره وفا نه کوي
چې شو مين دا ستا تلاش داستا په تورو سترګو
ژړا کوي،ژړا کـــــــــــــوي غريب خندا نه کوي
بختيار تلاش