پښتو ادب · شاعران
نجیب الله آرین
د نجیب الله آرین پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
له شعري ټولګې سره مل متن
زه خو د ستور ده دې جهان پيژنم
هم یې ستم هم ېي درمان پيژنم
څه که میخور نه یم خو دومره واوره
د میـــــخانـــــــې واړه رندان پيژنم
شعرونه
8 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
نجیب الله آرین
لږ ورو راځــــــــــــه اې د تورتم مـــاښامه
مخکي نه جــــــــوړ دی لا ماتم ماښامه
ستا د راتلو لاره هم مـــــــــــــا جوړه کړه
د غرونو شاته پرېوه تم ماښــــــــــــــــامه
ته ابتدا د تورو شپـــــــــــــو یې هر ځای
ځکه علت یې د هر غم مـــــــــــاښامه
بس په دې ښه یې چې دردونه پټ کړې
چې ژړېدم چــــــــــــــــا نه لیدم ماښامه
ته هر یو رنګ په خپــل رنګ کړې بدل
ډېر زورور يې دا منم ماښــــــــــــــــامه
تا په وصال، دیدن بنــــــــــــــدېز ولګاو
چې دې خفـــــه کړو زما صنم ماښامه
چې د آرین غزل له ستـــورو ډک کړي
سپوږمۍ ته ځــان ورښکاروم ماښامه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
نجیب الله آرین
د مینې لېونتــــــــــــوب مې تر زندانه رســـــــوي
بس غمونه دي چې اوښـــــکي تر ګرېوانه رسوي
دچــــــا په دې جهــان کښې د زلت جنازه باسي
او څوک بیا دغه مینه تر ایمـــــــــــــــــانه رسوي
د جانان مې دغه یو دستــــــور له نورو نه جدا ده
چې زخم راکړي بیا مې تر درمـــــــــانه رسوي
چې ورک شمه له ځانه د شرابو په رنګو کښې
بیا خپله بې خودي مې تر خپل ځـــــانه رسوي
لکه سرو ته چې د سرو زرو اوبه په مينه ورکړي
چې کله هم دا شـــــــــونډي تر پېزوانه رسوي
ژوندون به ېي له ډېرو دښتــــــــــــــــو تېر کړي
منزل چې څــــــــــــــو ارین تر ګلستانه رسوي
آزاد پروازبشپړ شعر ولولئ
آزاد پرواز
نجیب الله آرین
د پلار نیکــــــونو ورک آواز لټــــــوم
د غیرتي تاریخ آغــــــــاز لټـــــــــوم
چې دزړګي مراندې مې وشرنګـوي
د آدم خـــــــــان د رباب ســـاز لټوم
چې هوسایي پکې اخرت دُنیــا وي
ژوندون ته داسې ښــکلی راز لټوم
پر الوتلـــــــــــــــو د کوترو څـه کړم
لکـــــــه د باز آزاد پرواز لټـــــــــــوم
چې نازیدل تل د ٭آرین٭ په نامـــــه
زه په افغـــــان کې هــاغه ناز لټوم
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
نجیب الله آرین
کله ساز، کلـــــــــه سرود، کله غزل شم
کلـه هم چې زه د ښکلو ښکلو خپل شم
هر سړی چې ورته ګـــوري نو خمار شي
خود به غواړم چې د سترګو یې کجل شم
تشنګي وس په جــــــــــــامونو نه ماتېږي
تنده ماته شي په شونډو چې زه ښکل شم
هسې ډېر ګڼمـــــــــه ځان لکه شتمن زه
خو چې و وینم ښایست د زړونو غــل شم
که مزل یې د منصــــــــــور منزل ته رسي
زه به هم د لېــــــــــونتوب د لاري مل شم
په شــــــډل صورت بس خوښ یمه آرینه
بې پښتو به شم که بل رنګ کښې بدل شم
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
نجیب الله آرین
لاره انګاري دې د ايرو شوه له
بيا چې سرکشي د ليونو شوه له
دا چې نمرودي غرور سر ټيټ کړلو
ښکاري چې سيالي د پښتنو شوه له
هر بادار پخپله باداري کې هم
ويرېد چې شرنګا د زولنو شوه له
ما چې زاهد وليد له ساقې سره
وس خبره تېره له توبو شوه له
په پرهر زړګي اشنا هلته خبر شوه لو
توی چې کله اوښکه له ليمو شوه له
می هم په خپل نشه نادمه شو
ارينه چې مستي د شونډو سرو شوه له
د ازادۍ نغمهبشپړ شعر ولولئ
د ازادۍ نغمه
نجیب الله آرین
زمونږ د ازادۍ نغمه به ورځ په ورځ ګرمېږي
چي شرنګ د توري کېږي او ننګ د توري کېږي
له ازله مونږه ژوند په استقلال کې راتېر کړی
وس به هم په دې هيواد د خپلواکۍ ستوری ځلېږي
دا خاوره به مستېږي، تقديرونه به بدلېږي
چې څوک زمونږ په لوري په کږو سترګو را ګوري
داستان د احمد شاه او ميروس خان به تازه کېږي
ديلي به فتح کېږي، اصفحان به بيا سوځېږي
چې څوک ده دې وطن بربادي او زلت غواړي
د وينو به يې رودونه او سيندونه روانېږي
زخمونه به يې ډېرېږي، پرهرونه به یې شړېږي
لشکر چې د کابل او پېښور په يو مرام شي
د دښمن زړه به لا په قبر کښې د ويري نه درزېږي
-جهان به بيا خبرېږي، افغان به بيا يو کېږي
زه ارين به د ازادۍ او نيکمرغۍ نظمونه ليکم
په دې حال کې هم که سر مې له تنه جداکيږي
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
نجیب الله آرین
زه خو دستـــــــــــور ده دې جهان پيژنم
هم يې ستـــــــم هم يې درمـــان پيژنم
څه که ميخـــــــــور نه يم خو دومره واوره
د ميخــــــــــــــانې واړه رنـــــــدان پيژنم
په زړه کښي يو څه،په خوله بل څه وايي
خو زه يي سترګو کښي جــــــانان پيژنم
نه خو باغــــــــوان او نه ګلفام يمـــه زه
بيا هــــم هر ګل د ګلستـــــــــان پيژنم
يمه بېوسـه خو غافل نه يمـــــــــــــــه
په خپل لستـــو ڼي کښې ماران پيژنم
څه که د ارين تندی په سجـدو نه وي تور
په سجـــــــــدو پروت دغه شيخان پيژنم
افغان یمبشپړ شعر ولولئ
افغان یم
نجیب الله آرین
زه د ننګ میدان ته غورزم چې افغان یم
د دنیا په ننګیالو کښې خوشحال خان یم
په هر وخت کښې د باتور څیره لره مه
که میرویس یم،که ابدال او که امان یم
ما د وخت هر یو نمرود ته لار ښودلې
ځمکي ته ډاګه باندي وایم چې آسمان یم
له تاریخ وپوښته؟زما ژبه څومره غني ده
چې له کروړه تر رحمان پوري کاروان یم
هم مې د میني ورورلی درس نړی لیدلې
ځکه په فخر باندي وایم باچا خان یم
اغیار نشي زما تن جدا کوه لی
که په کابل،که پیښور که په بولان یم
٭آرینه٭ هسې په خپل قدر نه پوهیږم
په حقیقت کښې خو زه ستوری د آسمان یم