افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
لږ ورو راځــــــــــــه اې د تورتم مـــاښامه
مخکي نه جــــــــوړ دی لا ماتم ماښامه
ستا د راتلو لاره هم مـــــــــــــا جوړه کړه
د غرونو شاته پرېوه تم ماښــــــــــــــــامه
ته ابتدا د تورو شپـــــــــــــو یې هر ځای
ځکه علت یې د هر غم مـــــــــــاښامه
بس په دې ښه یې چې دردونه پټ کړې
چې ژړېدم چــــــــــــــــا نه لیدم ماښامه
ته هر یو رنګ په خپــل رنګ کړې بدل
ډېر زورور يې دا منم ماښــــــــــــــــامه
تا په وصال، دیدن بنــــــــــــــدېز ولګاو
چې دې خفـــــه کړو زما صنم ماښامه
چې د آرین غزل له ستـــورو ډک کړي
سپوږمۍ ته ځــان ورښکاروم ماښامه