د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي نجیب الله آرین شعرونه

د ازادۍ نغمه

زمونږ د ازادۍ نغمه به ورځ په ورځ ګرمېږي
چي شرنګ د توري کېږي او ننګ د توري کېږي
 
له ازله مونږه ژوند په استقلال کې راتېر کړی
وس به هم په دې هيواد د خپلواکۍ ستوری ځلېږي
دا خاوره به مستېږي، تقديرونه به بدلېږي
 
چې څوک زمونږ په لوري په کږو سترګو را ګوري
داستان د احمد شاه او ميروس خان به تازه کېږي
ديلي به فتح کېږي، اصفحان به بيا سوځېږي
 
چې څوک ده دې وطن بربادي او زلت غواړي
د وينو به يې رودونه او سيندونه روانېږي
زخمونه به يې ډېرېږي، پرهرونه به یې شړېږي
 
لشکر چې د کابل او پېښور په يو مرام شي
د دښمن زړه به لا په قبر کښې د ويري نه درزېږي
-جهان به بيا خبرېږي، افغان به بيا يو کېږي
 
زه ارين به د ازادۍ او نيکمرغۍ نظمونه ليکم
په دې حال کې هم که سر مې له تنه جداکيږي

د شاعر نور شعرونه ←