د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

جلال امرخېل

د جلال امرخېل پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

له شعري ټولګې سره مل متن

مرور غم  دې زړه تــــــه څـــــه په ټيټو سترګو راغی
لکه مـــــــاجـــــــر چـې په واپس افغانستان ته اوړي

ځار د پښتو له فلسفې ،چې غشی بل ته جوړ کړم
څو شېبــې پس مې د کمان مخه خپل ځان ته اوړي

سرچینه: په افغان اتلان کې د شاعر شعري ټولګه

شعرونه

83 خپاره شوي شعرونه

کندهاري ماشومه !بشپړ شعر ولولئ

کندهاري ماشومه !

جلال امرخېل

کندهاري ماشومه !
په خوب ویده ماشومه مړ ماشومه !
اته کلن شهیده !
یه دجنت د باغیچو بلبله !
د خدای حضور ته چې ځې
نو د موسی علیسلام له سترګو پټ تیر شه
یا خو دې سور په وینو سور کمیس
واخله د مور په دې شلیدلې لوپټه کې پټ کړه
نه چې درپام یې شي
درنه پوښتنه وکړي
زخمي زخمي په خپلو وینو باندې سور ولې یې؟
په دې نوخېزه غوټۍ عمر کې
لکه خزان وهلی ګل هسې رنځور ولې یې؟
ته لا ماشوم یې
او ماشوم کیسه په زړه باندې ساتلی نه شي
نه چې شروع شې او خبره ورته سپینه وکړې
چې داټول
ستا د امت د ظلم ، جبر ، د وحشت او ناروا له لاسه
هغه چې تا به ورته
زما د خدای له کوره
تیار پاخه ، اوه او اته قسمه
د خوږو غوښو خوراکونه وروړل
تا په تیاره اموخته کړل ، اوس چې ته نه یې
نو دا د غوښو لیوني او دا د وینو تږي
اوس د انسان په وینو روږدي دي مرګونه کوي
د خپلې تندې ماتولو لره
د ګلابونو ، ماشومانو بې ګناه خلکو قتلونه کوي
د انسان مرګ لره یې زر قسمه وسلې جوړې کړې
زما په خاوره یې اول ازمایښتونه کوي
بیا به نو خدای خبر په کومه خوا تاختونه کوي
**
کندهاري ماشومه !
یه د جنت د باغیچو بلبله !
ته لا ماشوم یی او په دې خبره نه پوهیږې
د پیغمبر مخکې څوک داسې لیونۍ خبرې نه کوي
نه چې الله درنه خفه شي ، ګناهګار نه شې
یا خو موسی علیسلام چرته غوسه نه شي
او عزرائیل علیسلام ته ستا د مرګ په سر
په مخ څپیړه یو ځل بیا ور نه کړي
که نه قیامت به شي غوغا به شي او ویر به شي
او عزرائیل علیسلام درته په ضد نه شي
د یهودانو قاتلانو ملګرتیا و نه کړي
هغوی ته نور هم زړه ور نه کړي چیرته دا و نه کړي
چې ستا ملګري ، ستا یاران ورباندې نور ووژني
پیغله خورکۍ دې کړي بې وروره درته ورور ووژني
***********
کندهاري ماشومه !
په خوب ویده ماشومه مړ ماشوم !
اته کلن شهیده !
یه د جنت د باغیچو بلبله !
د خدای حضور ته چې ځې
نو د عیسی علیسلام له سترګو هم پټ شه
نه چې درپام یې شي
درنه پوښتنه وکړي
چې له دنیا نه په سرو وینو رالیږلی چا یې ؟
په دې نوخیزه غوټۍ عمر رژولی چا یې ؟
او ته کم عقل ورته ټوله کیسه سپینه وکړې
چې دا ټول
ستا د امت د ظلم ، جبر د وحشت او ناروا له لاسه
ته په صلیب وختې خدای ته راغلې
او هغوی ستا له مرګ نه پس دومره جنون واخستل
دومره یې وینی توی کړې ، دومره یې قتلونه وکړل
چې هره لویشته ، لویشته ځمکه شوه په وینو خړوب
ان د اطلس له سمندره اخوا
انسان وژنې پسې واوختل
شل پیړۍ تیرې شوې ، خو
لا یې هم ستا د انتقام تنده پرې ماته نه شوه
**
کندهاري ماشومه !
یه د جنت د باغیچو بلبله !
نه چې عیسی علیسلام بې حوصلې نه شي
ستا په فریاد او د انسان په حال یې دواړه سترګې سرې نه شي
او له ټاکلې نیټې مخکې دلته را نه شي
ځمکه تبۍ نه شي د اور ، ړنګه دنیا نه شي
د پیغلې خور خو دې دا تیره شپه کوژده شوې ده
ګلابه مخکې له واده یې چې قیامت نه شي ، غوغا نه شي
هر څه فنانه شي ، اشنا هر څه فنا نه شي
او ارمانونه یې نیمګړي ، نیمه خوا نه شي
********
کندهاري ماشومه
په خوب ویده ماشومه مړ ماشومه
اته کلن شهیده
یه د جنت د باغیچو بلبله
د خدای حضور ته چې ځې
نو د عیسی او د موسی علیسلام له سترګو پټ تیر شه
د محمدص اخرزمان په غیږ کې سر کیږده
وړوکی لاس دې په زخمي زخمي ځیګر کیږده
ورته په چغو چغو وژاړه
چې دا ټول
ستا د امت د جهالت له لاسه
ستا د امت د جهالت له لاسه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

جلال امرخېل

لکه غني ، لکه خيام ، نشه
يې سترګو کې ده
د شرابي غزل د جام ، نشه
يې سترګو کې ده

جلۍ ولاړه ده په بام ،
نشه يې سترګو کې ده
ټالۍ وهي سر ماښام ، نشه
يې سترګو کې ده

جلال پرېوځي ګام په ګام ،
نشه يې سترګو کې ده
ستا د تومت، ستا د الزام
، نشه يې سترګو کې ده

لښکر په لر وطن ډاډه په
يرغل ځکه ورځي
د بر وطن د قتل عام ، نشه
يې سترګو کې ده

زما ياران د مړ پاچا په
غلامۍ نازيږي
وايي چې ، ځه خو د نظام ،
نشه يې سترګو کې ده

مزارۍ پېغله پېښور کې
هسکې سترګې ګرځي
د خپل پښتون پښتون باګرام
، نشه يې سترګو کې ده

د دې يتيم ځلمي له سترګو
نه چې وينې څاڅي
د شهيد پلار د انتقام ،
نشه يې سترګو کې ده

په ما دې ډکې پيالې بنګ
نه څښي په شنه سبايي
په ما دې نه کوي سلام ،
نشه يې سترګو کې ده
 

ط؛ط²ظ„ : ظ‡ط±ظ‡ ع©ظٹط³ظ‡ ظ„ظ‡ ظط§ظ†ظ‡بشپړ شعر ولولئ

ط؛ط²ظ„ : ظ‡ط±ظ‡ ع©ظٹط³ظ‡ ظ„ظ‡ ظط§ظ†ظ‡

جلال امرخېل

ظ‡ط±ظ‡ ع©ظٹط³ظ‡ ظ„ظ‡ ظ…ط§ ظ†ظ‡ ظ‡ېط±ظ‡
ط¯ظ‡ ط›ط®ظˆ طھظ‡ ظ…ې ظ¾ظ‡ ظٹط§ط¯
ط´ېط¨ظ‡ طŒ ط´ېط¨ظ‡ ظ„ظ‡ ظ…ط§ ظ†ظ‡
ظ‡ېط±ظ‡ ط¯ظ‡ ط›ط®ظˆ طھظ‡ ظ…ې ظ¾ظ‡ ظٹط§ط¯

ظٹظˆ څظˆع© ط®ظˆ ظˆظ‡ طŒع†ې طھظ‡ ظٹې
ظ…ط§ طھظ‡ ط±ط§طھط±ط؛ط§ړې ظˆېط³طھې
ط¯ط±ط¯ظ‡ ! ظ‡ط؛ظ‡ ظ„ظ‡ ظ…ط§ ظ†ظ‡ ظ‡ېط±ظ‡
ط¯ظ‡ ط›ط®ظˆ طھظ‡ ظ…ې ظ¾ظ‡ ظٹط§ط¯

ع†ې ( ظ†ظ‡ ) ط¯ې ظˆع©ړظ‡ طŒ ظ¾ظ‡
عکړط§ ط´ظˆې ظ†ظˆط± ظ…ې ظ†ظ‡ ظٹط§ط¯ظٹږظٹ

ظ‡ط؛ظ‡ طµط­ظ†ظ‡ ظ„ظ‡ ظ…ط§ ظ†ظ‡ ظ‡ېط±ظ‡
ط¯ظ‡ ط›ط®ظˆ طھظ‡ ظ…ې ظ¾ظ‡ ظٹط§ط¯

ط¯ې ط²ظ…ط§ظ†ې ط¯ظˆظ…ط±ظ‡ ظ„ظ‡ ډط§ګې
ډط§ګې ظˆظٹط´طھی ظٹظ… ع†ې
ط²ظ…ط§ ظ†ط§ظ…ظ‡ ظ„ظ‡ ظ…ط§ ظ†ظ‡ ظ‡ېط±ظ‡
ط¯ظ‡ ط›ط®ظˆ طھظ‡ ظ…ې ظ¾ظ‡ ظٹط§ط¯

عکظ…ی طŒ ع©ط§ط¨ظ„ طŒ ط²ظ…ط§ ط؛ط±ط¨طھ ط§ظˆ
ط³طھط§ ظ†ط±ۍ ظ„ظˆظ¾ټظ‡
ط¯ ط¨ط§ط±ط§ظ† ط´ظ¾ظ‡ ظ„ظ‡ ظ…ط§ ظ†ظ‡
ظ‡ېط±ظ‡ ط¯ظ‡ ط›ط®ظˆ طھظ‡ ظ…ې ظ¾ظ‡ ظٹط§ط¯

ظ…ظˆط±ې ! ط¯ظ†ظٹط§ ط±ط§ط¨ط§ظ†ط¯ې
ظˆع†ظˆط±ظ„ېط¯ظ‡طŒ ط³ط± ظ…ې ط¯ط±ظˆظ†ط¯ ط´ظˆ
ظ…ظˆط±ې ! ظ‚ط¨ظ„ظ‡ ظ„ظ‡ ظ…ط§ ظ†ظ‡
ظ‡ېط±ظ‡ ط¯ظ‡ ط›ط®ظˆ طھظ‡ ظ…ې ظ¾ظ‡ ظٹط§ط¯
 

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

جلال امرخېل

په شنه ابي جوړه کې مه
راته په مخه راځه
انقلابي ، جوړه کې مه
راته په مخه راځه

ګلابي رنګ مې کمزوري ده ،
نه چې و دې بخښم
په ګلابي ، جوړه کې مه
راته په مخه راځه

ګوره ! روژه رالنډه شوې
ده، کافر به مې کړې
سره ،شرابي ، جوړه کې مه
راته په مخه راځه

سپينه جوړه دې مبارک ؛خو
په عذاب اوړمه
دې ثوابي ، جوړه کې مه
راته په مخه راځه

د چاپې دار کميس مېرمنې !
زړه مې شل رنګه شي
اظطرابي ، جوړه کې مه
راته په مخه راځه

پېښورۍ ! ما له کابلي
غرور نه مه خلاصوه
په پنجابي ، جوړه کې مه
راته په مخه راځه
 

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

جلال امرخېل

 ستا تصوير د ګل
تصوير
دواړه يو د بل تصوير
ډېر مې ورته وژړل
ما پورې خندل تصوير
مړ يې کړم په مړې ادا
مړه مړه راکتل تصوير
ستا سترګې زما سترګې
ګورم په کې خپل تصوير
ټيټ نه ګوري تا نه دې
ښه دی يو په سل تصوير
زړه که خاورې نه کړي مرګ

وي به په کې تل تصوير
 

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

جلال امرخېل

داچې درګرده ، زه په زړه
باندې لاسونه ږدمه
د زړه له درده ، زه په
زړه باندې لاسونه ږدمه

د عشق هندارې خړوي ، د
هوس باد را الوتی
له دغې ګرده ، زه په زړه
باندې لاسونه ږدمه

هغه غله سترګې بيا راغلې
ده ، لږ پام په کار دی

هغه بهر ده ، زه په زړه
باندې لاسونه ږدمه

قاتلې ! کوم ساده د لمر
په وړانګوپرخه سپاري ؟

ته يې نامرده ، زه په زړه
باندې لاسونه ږدمه

داسې بې واره چې راګورې ،
نو څه چل خو شته دی
ځکه په زغرده ، زه په زړه
باندې لاسونه ږدمه
 

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

جلال امرخېل

دا چې دومره پرېشانه ده
صحرا
ښاره ! مړه ستا له خفګانه
ده صحرا

ته ( زما ) په معنا ولې
نه پوهېږې
په ( ذره ) باندې ودانه
ده صحرا

ما د ښار شور ته ورغورځوي
چې مړ شم
له پښو نه مې روانه ده
صحرا

لکه زه چې ستا د سترګو په
لټون يم
هسې کله سرګردانه ده صحرا

د مجنون د ياد پلونه يې
وروران کړل
مروره له بارانه ده صحرا

د خفګان پر وخت يې تل غېږ
ته ورولېږم
لکه مور راباندې ګرانه ده
صحرا
 

ط؛ط²ظ„ : ط®ظˆط¨ ط§ظˆ ط®ظٹط§ظ„ط§طھبشپړ شعر ولولئ

ط؛ط²ظ„ : ط®ظˆط¨ ط§ظˆ ط®ظٹط§ظ„ط§طھ

جلال امرخېل

ط®ظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ظˆط¨ ط§ظˆ ط®ظٹظ€ظ€ظ€ظ€ط§ظ„ط§طھ
ظٹظ€ظ€ظ€ظ€ې ع©ظ€ظ€ظ€ظ€ړظ… طŒ ط¯ط§ظ†ظ€ظ€ظ‡
ظˆط§ظ†ظ€ظ‡ ظٹې ظˆط´ظ€ظ€ظٹظ†ط¯ظ„ظ…
ط®ظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ظ¾ظ„ ط­ط±ع©ظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ط§طھ
ظٹظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ې ع©ړظ… طŒ ط¯ط§ظ†ظ€ظ€ظ€ظ€ظ‡
ظˆط§ظ†ظ‡ ظٹظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ې ظˆط´ظ€ظ€ظ€ظٹظ†ط¯ظ„ظ…

ظ„ع©ظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ظ‡ ظ¾ښظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ظ€طھظˆظ†
ظˆط¬ظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ظˆط¯ ع†ظ€ظ€ې ظ„ږ ظˆظ… ظ¾ظ‡
ط®ظ¾ظ„ ځط§ظ† ط±ط§ټظˆظ„ ظˆظ…
ط¨ط³ ط®ظˆ ع†ې ط²ظٹط§طھ ظٹې ع©ړظ… طŒ
ط¯ط§ظ†ظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ظ‡ ظˆط§ظ†ظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ظ‡
ظٹظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ې ظˆط´ظ€ظ€ظ€ظٹظ†ط¯ظ„ظ…

ط¨ظ†ظ€ظ€ظ€ظ€ط¯ګظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ظٹ
ښظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ظ‡ ظˆظ‡ طŒ ط¯
ط¨ظ†ظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ط¯ظ‡ طھظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ط¨ط±
ظ…ظ€ظ€ظ€ظ€ې ط³ظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ط± ظ†ظ‡ ظ„ظٹط¯ظ‡
ظ„ط§طھ ط§ظˆ ظ…ظ†ظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ط§طھ ظٹې
ع©ظ€ظ€ظ€ظ€ړظ… طŒ ط¯ط§ظ†ظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ظ‡
ظˆط§ظ†ظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ظ‡ ظٹظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ې
ظˆط´ظٹظ†ط¯ظ„ظ…

ط´ط¹ط± ظٹې ع©ړظ… طŒ ط´ظٹظ† ظٹې ع©ړظ…
ط¯ ط´ط§ړظˆ ط²ړظˆظ†ظˆ ط´ظ€ظ€ظ€ظ€ظ†ظ‡
ځظ†ګظ„ ع©ې
ط§ط® ع©ظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ط§ط¦ېظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ظ†ط§طھ
ظٹظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ې ع©ړظ… طŒ
ط¯ط§ظ†ظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ظ‡ ظˆط§ظ†ظ‡ ظٹظ€ې
ظˆط´ظ€ظ€ظٹظ†ط¯ظ„ظ…

ظ‡ېظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ط± ظٹې ع©ظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ړظ… طŒ
ظ‡ېط± طŒ ظ„ظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ع©ظ‡ ظˆط¹ظ€ط¯ظ‡ ط¯
ط³ظ†ط¯ط±ظٹط² ظ…ط§ط²ظٹظ€ظ€ګط±
ط§ظˆ ظ…ظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ظ„ط§ظ‚ظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ط§طھ ظٹظ€ې
ع©ظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ړظ… طŒ ط¯ط§ظ†ظ‡
ظˆط§ظ†ظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ظ‡ ظٹې
ظˆط´ظٹظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ظ†ط¯ظ„ظ€ظ€ظ…

ط³ظˆط± ګظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ظ„ ظ¾ظ‡ ظ„ط§ط³ طŒ
عکېظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ړظ‡ ط¬ظˆړظ‡ ع©ظ€ې طŒ
ظٹظ‚ظٹظ†ې ظٹې ظ†ظ‡ ع©ړظ…
ط´ظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ع© ط§ظˆ ط´ط¨ظ€ظ€ظ€ظ‡ط§طھ
ظٹظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ې ع©ړظ… طŒ ط¯ط§ظ†ظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ظ‡
ظˆط§ظ†ظ‡ ظٹې ظˆط´ظٹظ†ط¯ظ„ظ…

ظ…ظٹظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ظ†ې ع©ط§ظ†ې
ظˆع©ظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ړې ظ†ط§ظ…ط±ط¯ې طŒ ط¯ط±
ظ¾ظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ظ‡ ط¯ط±ظ‡ ظٹظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ې
ع©ظ€ظ€ړظ…
ط¬ظ„ط§ظ„ظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ظ‡ ! ظ…ظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ط§طھ
ظٹظ€ظ€ظ€ظ€ې ع©ظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ړظ… طŒ ط¯ط§ظ†ظ‡
ظˆط§ظ†ظ‡ ظٹظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ظ€ې ظˆط´ظٹظ†ط¯ظ„ظ…
 

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

جلال امرخېل

خـــدايه زمـــا په
ژونــدانه يــې رانـــه
هـــېر نه کـړې
د مــــخه ښــــې د
وخـــت کــاته يې رانه
هېر نه کړې

پروردګـــاره !
شرمېــــده يــــې
رانـــه هېــر نه کړې
د پلــــو لاندې
ژړېــــده يــــې
رانــــه هېــر نه کــړې

منــــم ، د ژونـــد
ازمــېښت مې ټوله حافظه
اوبه کړه
خــــو ته دا ومــــنه
چـــې ته يې رانه هـــېر
نـه کړې

غوټۍ ځه خير ! شونډې دې
پرانيزه سيالي وکړه خو

د ســــپېرو شونډو
موســـېدۀ يــې رانــه
هېر نه کړې

د ذکـــــر فکر راســــره
دی چـــې ســـجده نــه
کوم
خاونــــده ! نه چــې په
لــمانځه يې رانه هېر نه
کړې

مـــــا نه د خــــپل زړه
د قـــاتل څېـــره له
ياده وځي
وخته ! کـــــاږه واږه
باڼــــه يـــې رانـه هېر
نه کړې

 

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

جلال امرخېل

د اينې مخې ته سترګې
توروي او خاندي
د چا وژلو لره ځان تياروي
او خاندي

هغه اسمان چې مونږ ترې
تمه د پنا لرله
هغه پر مونږه تندرونه
غورزوي او خاندي

دوی د سپېڅلي لېونتوب له
رازه څه خبر دي ؟
دا خلک پرېږدئ چې بس کاڼي
وروي او خاندي

دې ته پرون ما د خپل زړه
خبره سپينه وکړه
دا جينۍ ګورې ! دا چې
سترګې ټيټوي او خاندي

ستړی ، ستومانه مسافر
کلونه پس راغلمه
مور مې راغاړې وته ،
اوښکې تويوي او خاندي

جلال ساده دی لا د دروغو
په چل نه پوهېږي
کله چې دروغ وايي نو
سترګې اړوي او خاندي