د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي جلال امرخېل شعرونه

غزل



خـــدايه زمـــا په ژونــدانه يــې رانـــه هـــېر نه کـړې
د مــــخه ښــــې د وخـــت کــاته يې رانه هېر نه کړې

پروردګـــاره ! شرمېــــده يــــې رانـــه هېــر نه کړې
د پلــــو لاندې ژړېــــده يــــې رانــــه هېــر نه کــړې

منــــم ، د ژونـــد ازمــېښت مې ټوله حافظه اوبه کړه
خــــو ته دا ومــــنه چـــې ته يې رانه هـــېر نـه کړې

غوټۍ ځه خير ! شونډې دې پرانيزه سيالي وکړه خو
د ســــپېرو شونډو موســـېدۀ يــې رانــه هېر نه کړې

د ذکـــــر فکر راســــره دی چـــې ســـجده نــه کوم
خاونــــده ! نه چــې په لــمانځه يې رانه هېر نه کړې

مـــــا نه د خــــپل زړه د قـــاتل څېـــره له ياده وځي
وخته ! کـــــاږه واږه باڼــــه يـــې رانـه هېر نه کړې

 

د شاعر نور شعرونه ←