پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
غزل
دا چې دومره پرېشانه ده
صحرا
ښاره ! مړه ستا له خفګانه
ده صحرا
ته ( زما ) په معنا ولې
نه پوهېږې
په ( ذره ) باندې ودانه
ده صحرا
ما د ښار شور ته ورغورځوي
چې مړ شم
له پښو نه مې روانه ده
صحرا
لکه زه چې ستا د سترګو په
لټون يم
هسې کله سرګردانه ده صحرا
د مجنون د ياد پلونه يې
وروران کړل
مروره له بارانه ده صحرا
د خفګان پر وخت يې تل غېږ
ته ورولېږم
لکه مور راباندې ګرانه ده
صحرا