د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي جلال امرخېل شعرونه

غزل



 ستا تصوير د ګل تصوير
دواړه يو د بل تصوير
ډېر مې ورته وژړل
ما پورې خندل تصوير
مړ يې کړم په مړې ادا
مړه مړه راکتل تصوير
ستا سترګې زما سترګې
ګورم په کې خپل تصوير
ټيټ نه ګوري تا نه دې
ښه دی يو په سل تصوير
زړه که خاورې نه کړي مرګ
وي به په کې تل تصوير
 

د شاعر نور شعرونه ←