پښتو ادب · شاعران
سيد جيلاني جلان
د سيد جيلاني جلان پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
د شاعر پېژندنه او ادبي اثار
ښاغلې سیدجیلاني جلان
د لویې پکتیا فرهنګي څېره سیدجیلاني جلان د ښاغلي منګل زوی دی، چې د پکتیا ولایت د اریوب ځاځیو په خیرمېنې کلي کې په ۱۳۶۲کال د ګلاخېلو په ټبر کې زېږېدلی دی. تر ۱۲ ټولګي زدکړې یې په پښتونخوا کې کړې دي، لوړې زدکړې یې د لیسانس تر کچې د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د پښتو ادبیاتو په برخه کې کړې او په کابل کې یې له دنیا خصوصي پوهنتون څخه د ادارې او تجارت په برخه کې ماسټري کړې .
جلان ډیر وخت کیږي چې شاعري او لیکوالي کوي؛ په ۱۳۷۸کال کې يې د پکتیا ولایت د اریوب ځاځیو په ولسوالۍ کې د ځاځي بابا ادبي ټولنې بنسټ کیښوده، چې تر اوسه نوموړې ټولنې سلګونه شاعران او لیکوال روزلي دي او ګڼ شمېر کتابونه او مجلې یې خپرې او سلګونه فرهنګي او ټولنیزې غونډې یې جوړې کړې دي.
دجلان چاپ او ناچاپ اثار لري.
۱: دګلپاڼو اتڼ: په ۱۳۸۶کال چاپ او د ډيرو میناوالو په غوښتنه په ۱۳۸۷کال ددوهم ځل لپاره چاپ شو .
۲: دهېندارو دره: کابو ۲۵۰ صفحې لري په ۲۰۰۰ټوکو کې په ۱۳۹۰ کال کې له چاپ راووته . چې د ادب د میناوالو لخوا یې تود هر کلی وشو.
۳: غمي غمي سیندونه : اوس اوس یې دریمه شعري ټولګه (غمي غمي سیندونه) تازه له چاپه راوتې ده، چې کابو ۲۰۰ غزلونه او ۳۰ نظمونه لري
۴ : پنځلسي : (ناچاپه منظومه ) پنځلسی دلوې پکتیا خلکو یو پخوانی او ځانګړی دود دی؛ دغه دود په پنځلسي نومې شعر کې راخیستل شوی او منظومه شوی.
۵: پنځمه شعري ټولګه : ناچاپه
۶: دلنډو کیسه یوه ټولګه : ناچاپه
۷: د ژوند خاطري (نثر) کتاب: ناچاپ
۸: ټولنیزې انتقادي لیکنې کتاب: ناچاپ
۹: دافغانستان د مخابراتي سکتور په اړه د ماسټرۍ تیزیس یانې څیړنیز اثار: ناچاپ
شعرونه
46 خپاره شوي شعرونه
خدای دې راپېښ کړهبشپړ شعر ولولئ
خدای دې راپېښ کړه
سيد جيلاني جلان
تاپسې نظر ګرځوم تا پسې زړه ګرځوم
ستا په ځوانۍ پسې هروخت دوه تنه غله ګرځوم
راټولومه د جانان د راتلو نښه ترې نه
د فا ل نيلی د هرسړي پر اووم پله ګرځوم.
بې کاره نه يمه دا هم لوی مصروفيت ګڼمه
ستا په وړو وړو خبرو پسې خوله ګر ځوم
هسې للو شم د سحر د بانګ نه لږ څه وړاندې
د سحر لمونځ ګرانه! هميش په لمر خاته ګرځوم
مينه به زر په تا ناتوان جلان تاوان کړي اشنا
خدای دې راپېښ کړه تاته لاس کې تيار مړه ګرځوم
زېرىبشپړ شعر ولولئ
زېرى
سيد جيلاني جلان
په ايينو د نرګس ستا د انځور رنګ را درومي
خود به د وخت د ښايستونو تر منځ جنګ را درومي
بلا دې واخلم زېرى واخله د فطرت ښاپيرۍ
ستا د سندرو په ځونډي بوى د لونګ را درومي
زاهد دې وپيي تسبې د حورو شنو خالونه
مونږ ته دا بس دي چې په لوړ غږ دجام كړنګ را درومي
هر مازديګر زما د زړه د وينو تږى جانان
د خپل قلنګ په غوښتو بې كچې بد رنګ را درومي
په سرو ګوتكيو د جلان د زړه ټوټې ټولې كړه
د روح لاسو ته يې د مرګ د زنځير شرنګ را درومي
د روح كنډولبشپړ شعر ولولئ
د روح كنډول
سيد جيلاني جلان
په تورو څڼو مست سپرلى څومره عجب غږېږي
لكه د مينې پر كېسه د شاعر لب غږېږي
خود به له چين نه ښاپېرۍ را لېږي ګل د خندا
د سندريز تار په زړه وړونكي تر نګ مطلب غږېږي
د مازديګر په زېړ جبين به ګل، ګل وكرل شي
دا ځوان ګودر به اوس د نجونو په مذهب غږېږي
راځئ په مينه، مينه واورو نوراني خبرې
زما د جانان په طلايي تندي كې رب غږېږي
خدايه! سرۀ ژبه د لمبو يې پرې كوه په توره
زمونږ فردوس ته جهنم ډېر په غضب غږېږي
ګستاخ باڼه د جلان روح كنډول كې مست شور كوي
لكه د پېغلو په لاسو د بنګړو ژرب غږېږي
دوې همزولې پيغلېبشپړ شعر ولولئ
دوې همزولې پيغلې
سيد جيلاني جلان
واه واه د خندا په توره وار كوي زړه ورېبي
دا خو عجيبه د هنر كار كوي زړه ورېبي
يا د اداګانو جادو ګرې جامې واغوندي
بيا خو خامخا سينې ته لار كوي زړه ورېبي
ګرانه ستا اوبلن نظر چې ستا پر اننګو ساز شي
لكه تود ګبين له خوږو تار كوي زړه ورېبي
دوې همزولې پيغلې په يوه رنګ د يوې كوڅې
بس د شيبو سيوري ته سينګار كوي زړه ورېبي
ستا ساده جانان ساده اجل جلانه پام دې وي
كله كله يونيم خوى هوښيار كوي زړه ورېبي
غمازګره سولهبشپړ شعر ولولئ
غمازګره سوله
سيد جيلاني جلان
غواړم تخيل ته مې دشوخو نازو رنګ راوړم
اور شه چې غزل ته مې نوښت راوړم اهنگ راوړم
څه ساده انسان يم كشماليو پسې لاړ شمه
پوه نه شم چې بيرته راځم غيږې غيږې بنګ راوړم
بيا يوې تور پړوني نغمه ګرچم را خاموش كړلو
ځم د لمر مطرب نه د جلوو د رباب ترنګ راوړم
ستا دهنرمند نظر وړوكى شان شاګرد خويم
ځكه دمين احساس ورغوي باندې چنګ راوړم
اى! وچې موسكا كې مې د وير لكيرې ولوله
اوس هم انځورونه د دردونو د كړنګ راوړم
اوس چې غماز ګرې سولې زړونه را تړلي دي
خدايه د څلورو ګلو منځ ته څنګه جنګ راوړم ؟
غشى د اوبو چې مې د زړه پر غرمه وګرځي
ماتې ماتې اوښكې د نظر د جام په څنګ راوړم
سوال كوه جلانه چې د مينې پسرلى شمه
تا ته به دعا هم د سندرو له ملنګ راوړم
څوك دى؟بشپړ شعر ولولئ
څوك دى؟
سيد جيلاني جلان
د ګل مخ باندې اوده ښكلوكې څوك دى؟
د ښايست په لباس پټ پستوكى څوك دى؟
شغلې هم په سپينو شونډو ترينه مۍ څښي
دا د مستو ميو مست ډنډوكى څوك دى؟
دا د غوڅ زړګي پرهار باندې چې پښې ږدي
د غرور په لار روان مستو كى څوك دى؟
روح مې پروت د عزرائيل جانان په دركې
خلك وايي دا ماشوم وړوكى څوك دى؟
د مخ پړك يې د نښترو څڼې ښكل كړې
د كنډو پر سر ولاړ سپينوكې څوك دى؟
واه نظر له مې خورا شيرين شيرين شو
اى جلانه! د ګبين كنډوكې څوك دى؟
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
سيد جيلاني جلان
له ورځې تښتم چې له شـوره ډکه ستا غوندې ده
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
سيد جيلاني جلان
ځان ساته ګل څانګې د تور وخت د اور لمبه دې خوري
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
سيد جيلاني جلان
ملګرو ځکه موځوانۍ د مستۍ اور نه کوي
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
سيد جيلاني جلان
سره د مخ کاسه دې له غروره کړه