د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه

د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه

35 شعرونه

د شاعر ژوندلیک

ښاغلې سیدجیلاني جلان

د لویې پکتیا فرهنګي څېره سیدجیلاني جلان د ښاغلي منګل زوی دی، چې د پکتیا ولایت د اریوب ځاځیو په خیرمېنې کلي کې په ۱۳۶۲کال د ګلاخېلو په ټبر کې زېږېدلی دی. تر ۱۲ ټولګي زدکړې یې په پښتونخوا کې کړې دي، لوړې زدکړې یې د لیسانس تر کچې د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د پښتو ادبیاتو په برخه کې کړې او په کابل کې یې له دنیا خصوصي پوهنتون څخه د ادارې او تجارت په برخه کې ماسټري کړې .

جلان ډیر وخت کیږي چې شاعري او لیکوالي کوي؛ په ۱۳۷۸کال کې يې د پکتیا ولایت د اریوب ځاځیو په ولسوالۍ کې د ځاځي بابا ادبي ټولنې بنسټ کیښوده، چې تر اوسه نوموړې ټولنې سلګونه شاعران او لیکوال روزلي دي او ګڼ شمېر کتابونه او مجلې یې خپرې او سلګونه فرهنګي او ټولنیزې غونډې یې جوړې کړې دي.

دجلان چاپ او ناچاپ اثار لري.

۱: دګلپاڼو اتڼ: په ۱۳۸۶کال چاپ او د ډيرو میناوالو په غوښتنه په ۱۳۸۷کال ددوهم ځل لپاره چاپ شو .

۲: دهېندارو دره: کابو ۲۵۰ صفحې لري په ۲۰۰۰ټوکو کې په ۱۳۹۰ کال کې له چاپ راووته . چې د ادب د میناوالو لخوا یې تود هر کلی وشو.

۳: غمي غمي سیندونه : اوس اوس یې دریمه شعري ټولګه (غمي غمي سیندونه) تازه له چاپه راوتې ده، چې کابو ۲۰۰ غزلونه او ۳۰ نظمونه لري

۴ : پنځلسي : (ناچاپه منظومه ) پنځلسی دلوې پکتیا خلکو یو پخوانی او ځانګړی دود دی؛ دغه دود په پنځلسي نومې شعر کې راخیستل شوی او منظومه شوی.

۵: پنځمه شعري ټولګه : ناچاپه

۶: دلنډو کیسه یوه ټولګه : ناچاپه

۷: د ژوند خاطري (نثر) کتاب: ناچاپ

۸: ټولنیزې انتقادي لیکنې کتاب: ناچاپ

۹: دافغانستان د مخابراتي سکتور په اړه د ماسټرۍ تیزیس یانې څیړنیز اثار: ناچاپ

د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه

د درد موسيقي

خير که غريبان يو يا کوو په سادګۍ کې ژوند ګله ! جنت بويه د ضمير په ازادۍ کې ژوند وار دی د طبعيت د…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه

يو وجود

ګرد يم كه غباريم دپښوپل ته درنږدې يمه تاپسې دخپل زړه غوندې وتې له پردې يمه ستاخوږوخبروته جانانه دومره تږى يــم ته وا تلوسه دمينانودكيــسې…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه

د زمانې بادونه

د زمزمو په اوبو مينځم مينه ناکې کيسې لکه ياسين داسې خوږې دي د عشق پاکې کيسې غرونه مو منځ کې دي خو غرونه به…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه

د ښکلا اينې

ته مې ژوندۍ کړې که ما خپل وجدان ته مړينه ورکړه ستا په خاطر مې د خپل سر قاتل ته وينه ورکړه منې ! اوبو…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه

نكريزې

کېنه چې شيبې دې اختريزې کړم پاڼې د ګلاب درته نکريزې کړم تاومې کړه له غاړې نه رڼې لېچې پرېږده چې هيندارې ماښاميزې کړم دا…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه

بله ډېوه

د خپل ارمان غوندې يم وړاندې ځمه شاته راشم د جګ غره کاڼی شوم چې وخوزم بيديا ته راشم زه چې څېړل د ژوند د…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه

د ښايست ګلدره

سره د مخ کاسه دې له غروره کړه ګرانه! نن دې بيا د چا مور بوره کړه ؟ ولې ؟ دې وژلو د ا وژلی…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه

کليمه داره

هلته ساينسدان د لوړ تخنيک په تار ډبره تړي دلته ګل ژبې سمندر په يوه خبره تړي خود به د شپې پر پاسني مخ ټوله…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه

وژني مې ګام په ګام

عجب کيفيت لري دا زړونه ځکه زر پټوي خوږو ليمو کې چې ګل دښت ګل دښت نظر پټوي خېر دی که کېناستم د ستا د…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه

د اوښکو ژبه

جانان چې کاڼی شي د غوښې له قالبه ووځي زمونږ له سترګو نه د سپينو اوښکو ژبه ووځي ګرانه ! بيلتون دې زمانې لره پيکه…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه

غنم رنګ ستوري

ستا د سترګو سيوري مې ليدلي دي دوه غنم رنګ ستوري مې ليدلي دي ځه چې پر ګلابو دې نن ولمانځم اى ! د بڼ…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه

غنم رنګ ستوري

ستا د سترګو سيوري مې ليدلي دي دوه غنم رنګ ستوري مې ليدلي دي ځه چې پر ګلابو دې نن ولمانځم اى ! د بڼ…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه

د ګلپاڼو اتڼ

د ښكاري نظر د تورو غشو ښكاريو د دردو په څېر په سرو پرهارو بار يو څو سيكې ستا د مسكا لرو په زړو كې…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه

کټ مټ

ستا ليونۍ سترګې له سپينو کاڼو تور اخلي د فلسفو خبرې ځکه دلته زور اخلي د ديدنونو مسلمانې شيبې څومره ښې دي زه له ګلاب،…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه

د يادونو سوداګر

نظر د مينې مې د حسن سيپارې تخنوي لكه سحر نسيم د ګل شونډې پستې تخنوي زړه را نه غواړي د پستو څڼو وږمې ملګرو…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه

ښكل يې كړه للو دي

ستا د مخ جلوې كه پېغلتوب ته رسېدلي دي زما هم اميدونه زلمېتوب ته رسېدلي دي چم ته د جانان چې ښايستونو غېږې وركړلې پوه…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه

لپې له سخا ډكې

د ښتې دغاټولو يې روانې دمخ رنګ پسې غرونه په ګونډو ګونډو ښويېري په يو دنګ پسې دې ته تعجب سترګې مې شوې لپې له…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه

بابولالې

رب چې خورې كړې په فطرت د ښايستونو څڼې مونږه به هم لولو هميش په نظرونو څڼې سپرلى په شونډو له مستۍ نه بابولالې وايي…

بشپړ شعر ولولئ ←