د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه

غزل

 له ورځې تښتم چې له شـوره ډکه ستا غوندې ده

شپې ته پناه وړمه شپـه چـوپه ده زما غوندې ده

په دغه دښتـه کې شايد دمينې قتل شوى 
په دغه دښته کې اوس هم د زړه درزا غوندې ده

ستا د قربان قربان خبره مې اوس هم جانانه!
د زړه په لپـه کې راټوله د دعا غوندې ده 

مينې يې داسې کړم چې ګورم اينه کې ځان ته
وايم چې دا څيره خو څه نه څه اشنا غوندې ده

زه پکې وينم د درد ځای ځای منظرې جلانه 
ستا شاعري ټوله د واورې د رڼا غوندې ده
د شاعر نور شعرونه ←