پښتو ادب · شاعران
مينه صابر وردګ
د د اغلۍ مينه صابر وردګ پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
له شعري ټولګې سره مل متن
مينه صابر وردګ د استاذ ګل جان صابر لور د ميدان وردګو ولايت د سيد آباد ولسوالۍ کې په يوه درنه روڼ انده او درنه کورنۍ کې زيږيدلې ده . مينه صابر اوس مهال د کابل په ښار کې اوسيږي او د ښوونځي زده کونکې ده .
شعرونه
6 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
د اغلۍ مينه صابر وردګ
ملي يوالى غــــــــواړو ميــــــنه غواړو
خوښي موسکا مو ښه حسينه غواړو
جنګه نامراده نور دې نـــه شو زغمي
دنيا د سولې ګلوريـــــــــــنه غــــواړو
خالقه خدايه دعــــــــــــا مـو ته ومنه
ورورولي غواړو بهارونه غـــــــــــــواړو
د ژوند خزان موچې پرې پاى ته رسي
اغزنولارو کې ګــــــــــــلونـــــــه غواړو
چې هر قدم مـــــو وي د سولې په لور
له هر افغان داســــــــــې قـولونه غواړو
چـــې ېې شعاروي د ورورولى او يوالي
له هره خوا داسې غږونـــــــــــه غواړو
سپـــــين او خيبرمې نن نارې وهي بيا
وايــــــــــي جنګ نه غواړو خيرونه غواړو
(مينې) ژونــــــدون موتور له غمه ستړى
نور له تقديــــــــر نه خوښ وختونه غواړو
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
د اغلۍ مينه صابر وردګ
دلته د ګلو ښايست هم په بدرنګيو ستــــــــايې
دلته سپرلو ته هم هميش د بيرته تـــــــللو وايې
دلته هيڅوک ديوه اوبل په قدر نه پـــــــــوهيــږي
دلته غمونه هم په ډول دول سنـــــــــــدرو وايې
دلته انسان د انسانيت په کـــــــــړلـو نه پوهيږي
دلته ډير ښه په ډيـــــــــرو بــــدو بدو خبرو وايې
دلته په زړه کې صرف کينه ده مينه نه ښکاريږي
دلته په ورايه يو اوبل پــــــــه بــــدو کړلو ستايې
دلته کښتونه د نفرت دي چې ريښــــې وباسى
دلته د مينې او انسانيت د بـــــــنــدولـــــو وايې
دلته انسان نه ولاهى چې ځناور جوړشـــــــوى
دلته بد فکر بد وجدان تــــــــل د وژلـــــــو وايې
دلته درواغ دي هيڅ ارزښت ريښتيا ته نه ورکوي
دلته ريښتينو ته د خولـــــــــــــو د پټـــــولو وايې
(مينى) دوزخ دي دا محل او پکي ســوزو هميش
دلته تياري دي د رڼا و ګوليـــــــــدلـــــــــــو وايې
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
د اغلۍ مينه صابر وردګ
زړه مى د ښکلى بڼ گلان غـــــــــواړي
خيال مى بيا مينه او جـــانان غــــــواړي
ژوبل احساس مى بيا چغارې وهــــــي
د خپل رويبار له خولې پيغام غــــــواړي
ناسوري زخم مې بيا څړيـــــکې کــوي
دغه خپل درد ته يو درمــــان غــــــواړي
د ژوند سپوږمۍ ده پـــه پټ مخ ناسته
ځان ته يو شين ښکلى آسمان غواړي
د ژوند سپرلى مې ګيلمند غوندې دى
له مانه ښکلى ګلستان غـــــــــــواړي
د خلوت شمعه مې رڼا وې نه کــــړي
شاو خواته ښکلي پتنګان غــــــــواړي
خپل پيغلتوب مې هـــم خــــــــپه رانه
له ما بنګړي او يــــو پيــــــزوان غواړي
پښتون ښايست مې ګنهــــګاره بولي
په رنجو تور رانه چــشمان غـــــــواړي
( مينې ) د ژوند لارې اغــــــزو نـيولې
رانه د ګـــلــو يـــو کـــــاروان غــــواړي
مسكه شومهبشپړ شعر ولولئ
مسكه شومه
د اغلۍ مينه صابر وردګ
ته مې د خيال په انديښنه کې راغلې
زه درته مسکه شومه ومې خندل
خو ته يې واکه رانه تير شولې
زه خوله دې نه خبره نه وم ګرانه
چې ته به زما د خيال نړۍ نړوې
زما د هيلو هغه ښکلې نړۍ
چې ما خوبونه پکې ډير ليدلي
ستا ښکلي حسن ته مې
پکې ښايسته ښايسته غزل ليکلي
او ستا د مينې په ښايسته باغ کې مې
ښکلې ګلونه په هر رنګ کرلي
ستا د راتلو لپاره
ټولو کوڅوکې مې ګلان شيندلي
که زه خبره وى چې
ته به زما دغه نړۍ نړوي
ماته به يو نظر ريښتيا نه کوي
نو ما به دا خوبونه ولې کوي
دا ستا لپاره به مې دا فکرونه ولې کول
او خپل زړګي کې به مې ستا يادونه ولې ساتل
زه خوله دې خبره نه وم ګرانه
ځکه نو نن د دې افسوز کومه
چې به مې ولې تاسره مينه کوه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
د اغلۍ مينه صابر وردګ
راشه دې زخمي زړه ته درمان مې شه
وکړه لږ نظر ښکلى جانان مې شه
بيا نن را لويدلى په تيارو کې يم
ومې ځلوه ښکل آسمان مې شه
مه ځه رانه ما يوازې مه پريږده
کښينه څنګ ته ګله او روغ ځان مې شه
ډيره موده وروسته مې موندلي يې
رامې شه لاسوته ښکلى جام مې شه
مړاوې غوټۍ باد راغورځولې يم
پورته مې کړه ګل مې کړه باغبان مې شه
ځان او جهان دواړه مې ورک کړي دي
مخې ته مې کښينه او جهان مې شه
مينهبشپړ شعر ولولئ
مينه
د اغلۍ مينه صابر وردګ
دې چې تل په لوستلو خوښه شي
داسې د ښه ژوند داستان مې شه
اې زما ښکلې څانګې
اې د ښايست پرښتې
اې د ګلونو شازادګۍ
اې زما د هيلو څانګې
ته رانه چيرته لاړې
زه دې يوازې پريښودم
سترګې دې پټې کړلې
ما ويل په خوب ويده يې
ګوندې راويښه به شې
خو دا زړه نه منله
او نه مې فکر کړاي شواي
چې ته تنکۍ لښته به
د هيلو ډک زړه سره
او په دې ځوانه ځوانۍ
خاورو ته غيږ ورکوې
زما له غيږې نه به
د هميشه لپاره
په اوږده مزل لاړه شې
نه دې اواز اورمه
اې ! د شمشاد بلبلې
پوهيږم بيا نه وايې !
ما ته په خپله ژبه
چې دې ماښام په خير
درپسې وژړيدم
خو راستنه نه شولې
اې زما ځواني مرګې څانګې
اې زما شهيدې څانګې
اې زما ګرانې څانګې
الله دې درکړي جنت
هيڅ به دې هيره نه کړم
تل مې په ياد کې اوسې
اې ! زما ښکلې څانګې
زما نازنينې څانګې !!!