د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د اغلۍ مينه صابر وردګ شعرونه

مينه

دې چې تل په لوستلو خوښه شي
داسې د ښه ژوند داستان مې شه 
اې زما ښکلې څانګې
اې د ښايست پرښتې
اې د ګلونو شازادګۍ
اې زما د هيلو څانګې
ته رانه  چيرته لاړې
زه دې يوازې پريښودم
سترګې دې پټې کړلې
ما ويل په خوب ويده يې
ګوندې راويښه به شې
خو دا زړه نه منله
او نه مې فکر کړاي شواي
چې ته تنکۍ لښته به
د هيلو ډک زړه سره
او په دې ځوانه  ځوانۍ
خاورو ته غيږ ورکوې
زما له غيږې نه به
د هميشه لپاره
په اوږده مزل لاړه شې
نه دې اواز اورمه
اې ! د شمشاد بلبلې
پوهيږم بيا نه وايې !
ما ته په خپله ژبه
چې دې ماښام په خير
درپسې وژړيدم
خو راستنه نه شولې
اې زما ځواني مرګې څانګې
اې زما شهيدې څانګې
اې زما ګرانې څانګې
الله دې درکړي جنت
هيڅ به دې هيره نه کړم
تل مې په ياد کې اوسې
اې ! زما ښکلې څانګې
زما نازنينې څانګې !!!

د شاعر نور شعرونه ←