د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د اغلۍ مينه صابر وردګ شعرونه

غزل

دلته د ګلو ښايست هم په بدرنګيو ستــــــــايې
دلته سپرلو ته هم هميش د بيرته تـــــــللو وايې


دلته هيڅوک ديوه اوبل په قدر نه پـــــــــوهيــږي
دلته غمونه هم په ډول دول سنـــــــــــدرو وايې


دلته انسان د انسانيت په کـــــــــړلـو نه پوهيږي
دلته ډير ښه په ډيـــــــــرو بــــدو بدو خبرو وايې


دلته په زړه کې صرف کينه ده مينه نه ښکاريږي
دلته په ورايه يو اوبل پــــــــه بــــدو کړلو ستايې


دلته کښتونه د نفرت دي چې ريښــــې وباسى
دلته د مينې او انسانيت د بـــــــنــدولـــــو وايې


دلته انسان نه ولاهى چې ځناور جوړشـــــــوى
دلته بد فکر بد وجدان تــــــــل د وژلـــــــو وايې


دلته درواغ دي هيڅ ارزښت ريښتيا ته نه ورکوي
دلته ريښتينو ته د خولـــــــــــــو د پټـــــولو وايې


(مينى) دوزخ دي دا محل او پکي ســوزو هميش
دلته تياري دي د رڼا و ګوليـــــــــدلـــــــــــو وايې

د شاعر نور شعرونه ←