افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
راشه دې زخمي زړه ته درمان مې شه
وکړه لږ نظر ښکلى جانان مې شه
بيا نن را لويدلى په تيارو کې يم
ومې ځلوه ښکل آسمان مې شه
مه ځه رانه ما يوازې مه پريږده
کښينه څنګ ته ګله او روغ ځان مې شه
ډيره موده وروسته مې موندلي يې
رامې شه لاسوته ښکلى جام مې شه
مړاوې غوټۍ باد راغورځولې يم
پورته مې کړه ګل مې کړه باغبان مې شه
ځان او جهان دواړه مې ورک کړي دي
مخې ته مې کښينه او جهان مې شه