پښتو ادب · شاعران
حميده پکتيانۍ
د د اغلۍ حميده پکتيانۍ پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
د شاعر پېژندنه او ادبي اثار
حميده پکتيانۍ دپکتيا لايت دسيد کرم ولسوالۍ دچينو دکلي اوسېدونکې چې اوس دپښتونخوا په زړه پېښورحيات آباد کې دژوند شپې ورځې تېروي . پنځلس کاله وړاندې دمهاجرت په ديارکې په پېښورکې زېږېدې دى.
پكتانۍ اوس مهال په حيات آبادكې په درسونوکې بوخته ده اوپه څنګ كې يې ديني زده کړې هم کوي . له شعر سره يې له کوچينوالي څخه مينه وه . کتابونه به يې لوستل دډېرو شاعرانو کتابونه به ورسره وه.
اغلې پكتانۍ سره په شعرکې خپل دتره زوى کريم هيله من مرسته کوي ،خپله کريم جان ډيرکم شعروايي خو له اغلې پكتیانۍ سره ډيره مرسته کوي.
دپكتانۍ شعرونه ورته سموي. اغلې پكتانۍ وايي چې آزاد شعر ډېر خو وركوي خو ډېر يې آزاد شعر نه دى ليكلى. اغلې پكتانۍ وايي چې يوه ټولګه يې خپرېدوته چمتوده خو تراوسه نه ده خپره شوې. چې نوم يې هم لاتراوسه دې ټولګې لپاره نه دى خوښ كړى.
شعرونه
26 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
د اغلۍ حميده پکتيانۍ
خيال کې ستا د مخ له تماشې نه وتې نــــــــــشمه
څرنګه دې رام کړم له اودې نه وتې نــــــــــــــــشمه
ته خو مې ظالمه کله کله حال احوال پوښــــــــــــــته
زه خو يم مجبوره دروازې نه وتې نـــــــــــــــــــشمه
غرونه غرونه خاورې دي د جبر زه ترې لانـــــــــدې يم
ځکه د ارمان له مقبرې نه وتې نـــــــــــــه شمـــــــــه
زه د يوه داسې مينه ناک انســـــــــــــــان پـــــه لټه يم
چې زه يې تمام عمر حافظې نه وتې نــــــــــــــــشمه
خدايه ته مې بلې زمانې ته ترېنه پـــــــــــــــورې کړې
خپله خو له خپلې زمانې نه وتـــــــــــــــــــې نه شمه
زه لکه معصوم ماشوم په سرو لمبو کـــــــــــې ګېر يمه
خوار افغانستان يم له جګړې نه وتـــــــــــــــې نه شمه
خدايه ته مې داسې د جانان زړه کې راشنــه کړې چې
ټول عمر له دغې ايينې نه وتې نه شـــــــــــــــــــمه
اوځمه له ځانه له جهـــــــــــانـــــــــــــه لرې لاړه شم
ګرانه ستــــــا د خيـــــــــــال له دايرې نه وتې نه شمه.
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
د اغلۍ حميده پکتيانۍ
اشنــا پـــــــــه مــــــــــا د څه يقـين نه کړي
عشق کې څوک فرق د تور او سپين نه کړي
ته نو هغــــــه هــم معــــشوقه ګنــــــــــې؟
چې دې د غــــــــاړې لــــــونګيـــــن نه کړي
د شوګيـــــــــرو کيـــــسه کې نه دی اشـــنا
د سهار لمونځ پــــــه ماسپښـــــــين نه کړي
مين پر بلې ښاپېــــــــــــــــرۍ ښــــــــکاري
ځکه کيسې د چين ما چيــــــــن نــــــه کړي
که د مېروېـــــــس په څېر تـــــــورزن نـــه دی
شکر کانې خو د ګرګيــــــــن نــــــــــــه کړي
مه ليــــــــکه شعر پکتيــــــــانۍ خــــــورکې
چې خيال او فکر مې رنګــــــين نــــــــه کړي
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
د اغلۍ حميده پکتيانۍ
دا خو ستا سرو اننګو اخيستی اور دی
ما خو ويل چې که اوبو اخيستی اور دی
چې ارمان يې و زمونږ کورونه وران شي
اوس کورونو د هغو اخـــــيستی اور دی
د جهان کفار مـــــــــو خپـــله رابــــــللي
مونږه ځانته په پيسو اخيستی اور دی
سرو غاټولو پورې دښتـــــــه لمبــــه کړې
ما خو ويل چې که وښو اخيستی اور دی
د وطن کفار مـــــــو نورو سره يو شـــــول
سرو لمبو له سرو لمبو اخيستی اور دی
د ځوانانو عاقبت خــــــــو مو خـــــراب و
ورته ګوره جينکو اخيـــــــستی اور دی
يا ښکلا ته د مين ټينــــګ شوی نه دی
يا يې خپلو اسوېلــــــو اخيستی اور دی
د دنيا خلک به ســـــم راســـره سوځي
پکتيانۍ چې مو تر څو اخيستی اور دی.
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
د اغلۍ حميده پکتيانۍ
ژوند لکه ډېوه بـــــــېخ کــــــــې تياره لرم
بې له تا جانـــانــه هيــــــــڅه نــــــه لرم
خير که ناقص عقله او تور ســــــــــرې يم
بيا هم ځانته حق د ژونــــــــدانـــــــه لرم
پلی مې چې تــــــــا بـاندې نظر کړ خپل
ووايه ښکلا لــــرم کــــــــه زړه لـــــــرم؟
شکر د دستار سړي بې شـــمېره شول
شکر درانه وروڼـــــــــــــــــه پښتانه لرم
راشه سترګې رنګ کړه د فطرت په رنګ
ګوډی مې په جېب کـــې دی رانجه لرم
ژوند مې له خپل فن ســـره تيريږي ښه
شکر چې يـــــو ډېـــــر ښکلی واده لرم
وياړم پکتيانۍ خپلې پکـــــتيا بـــــانــدې
غرلرم، نښتر لــــــــــــرم، غـــــرڅه لرم
٢٧_ ٠٣_ ٢٠٠٩ پېښور حيات آباد
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
د اغلۍ حميده پکتيانۍ
له درده بيخي لرې له درمانـــــه بيخـــــــــــــي لرې
ارمان چې اوسېدلی له جهـــــــــانه بيخــــــي لرې
غالبه ده پرې څومره بدرنګي غـــــــــــفـــوره خدايه
دا ځينې خلک اوسي له ايــــمــــــــــانه بيخي لرې
توبه ده داته څه وايې، چــــــــــــې زه وايمه داسې
ژوندون مې ښه تيريږي بــــــــې له تانه بيخي لرې
عجبه ده په يوه کلي کــــــې څنګ په څنګ اوسيږو
بيا هم جانان له ما زه لــــــه جانانه بيــــــــخي لرې
ته مه وايه چې زه د ځــــان ځانۍ يمه ښکار شوې
ته څه خبر چې زه يم لــــه خپل ځانه بيــــخي لرې
يو داسې ځای به چـــــرته وي چې ډېره ګناه وکړم
ګوښه له پرښتــــــو او له الله نه بيخـــــــــي لــرې
يوه ورځ به پکتيانۍ په سيدکرم کــــې داسې وايي
تيريږي ژوند له ښکلې پښتونخوا نــــــه بيخي لرې.
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
د اغلۍ حميده پکتيانۍ
اوښــــــکه مــــې بڼو ته راستــــنه کړله
نن مــــې يوه هنـــــدوه پښـــــتنه کړله
خـدای ته ګورې ته غــمازي ولې کړې؟
وه سپـــوږمۍ! ډېوه مې ځکه مړه کړله
صبر کـــــول اوس په ازغو خوب ښکاري
هو! مخکې مې ډېر حوصــــــــــله کړله
ستوري بــه له غمه کوچني پاتې شول
دوی ته به چې ما د زړه کيــــسه کړله
ښه دې وکړل مانـــه دې تــــــوبه وکړه
خپـــــله زمانه دې خپـــــــــله مړه کړله
کـــــمه مې ګنـــــاه جانان ته نه شوله
ما که ځـــــــانه جوړه پرښتــــــــه کړله
تا به ويل که ژوند درځنــــــــې اخلمه
څنګه به دې زړه نا زړه وعـــــده کړله
غم مې د ايـــــمان راځنـــــــې پاتې و
ما يوازې تـــاته اندېـــــښنــــــه کړله
اوس ترېنه ګېـــــــــله پکتيانۍ مه کوه
ده به چې څه وېلې تابه ( ښــه )کړله