پښتو ادب · شاعران
حميده پکتيانۍ
د د اغلۍ حميده پکتيانۍ پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
د شاعر پېژندنه او ادبي اثار
حميده پکتيانۍ دپکتيا لايت دسيد کرم ولسوالۍ دچينو دکلي اوسېدونکې چې اوس دپښتونخوا په زړه پېښورحيات آباد کې دژوند شپې ورځې تېروي . پنځلس کاله وړاندې دمهاجرت په ديارکې په پېښورکې زېږېدې دى.
پكتانۍ اوس مهال په حيات آبادكې په درسونوکې بوخته ده اوپه څنګ كې يې ديني زده کړې هم کوي . له شعر سره يې له کوچينوالي څخه مينه وه . کتابونه به يې لوستل دډېرو شاعرانو کتابونه به ورسره وه.
اغلې پكتانۍ سره په شعرکې خپل دتره زوى کريم هيله من مرسته کوي ،خپله کريم جان ډيرکم شعروايي خو له اغلې پكتیانۍ سره ډيره مرسته کوي.
دپكتانۍ شعرونه ورته سموي. اغلې پكتانۍ وايي چې آزاد شعر ډېر خو وركوي خو ډېر يې آزاد شعر نه دى ليكلى. اغلې پكتانۍ وايي چې يوه ټولګه يې خپرېدوته چمتوده خو تراوسه نه ده خپره شوې. چې نوم يې هم لاتراوسه دې ټولګې لپاره نه دى خوښ كړى.
شعرونه
26 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
د اغلۍ حميده پکتيانۍ
اوس چې دې نوم واخلمه سندرې رانه هېرې شي
تاته مې ساتلې وي خبرې رانه هېرې شي
اوس يو ستا يادونه دي چې تاريې مرغلين دى
نور خوچې را يادې کړم ملګرې رانه هېرشي
پام چې مې داستا دشو خ نظرپه کږلېچو نو شي
کيږدم د بڼوو سلې سنګر ې رانه هېرشي
غوښې داولاديې د توپو نو خولو کې پاترې شوې
څنکه به سر تورې مهاجرې رانه هېر شي
خاورې دهمزولو په يادونو باندې واړوم
ستا په ياد همزولې او ګودرې رانه هېرشي
مونږترې تابوتونه دوى ترې ښکلې ما ڼۍ جوړې کړي
څنګه دپکتيا دغرونښترې رانه هېر شي ؟
نه ځم ورپسې پکتيانۍ غرونو رغونو ته
سترګې ديار ګورمه ګور ګورې رانه هېرشي
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
د اغلۍ حميده پکتيانۍ
خيال کې ستا دمخ له تماشې نه وتې نشمه
څرنګه دې رام کړم له او دې وتې نشمه
ته خو ظالمه کله کله حال احوال پوښته
زه خويم مجبوره دروازې نه وتې نشمه
غرونه غرونه خاورې دي دجبرزه ترې لاندې يم
ځکه د ارمان له مقبرې نه وتې نه شمه
زه ديوه داسې مينه ناک انسان په لټه يم
چې زه يې تمام عمرحافظې نه وتې نشمه
خدايه ته مې بلې زمانې ته ترېنه پورې کړې
خپله خوله خپلې زمانې ته وتې نشمه
زه لکه معصوم ماشوم په سرو لمبوکې ګېريمه
خوار افغانستان يم له جګړې نه وتې نشمه
خدايه ته مې داسې دجانان زړکې راشنه کړې چې
ټول عمر له دغې آيينې نه وتې نشمه
او ځمه له ځانه له----- لرې لاړه شم
ګرانه ستادخيا ل له هديرې نه وتې نه شمه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
د اغلۍ حميده پکتيانۍ
اشنا په ما د څه يقين نه کړي
عشق کې څوک فرق دتور اوسپين نه کړي
ته نوهغه هم معشوقه ګڼې ؟
چې دې دغاړې لونګين نه کړي
دشوګيرو کيسه کې نه دي اشنآ
دسهآر لمونځ په ما سپښين نه کړي
مين پر بلې ښا پېرۍ ښکاري
ځکه کيسې دچين ماچين نه کړي
که دمېروېس په څېر توزرن نه دى
شکرکانې خودګرګين نه کړي
مه ليکه شعر پکتيانۍ خورکې
چې خيا ل او فکرمې رنګين نه کړي
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
د اغلۍ حميده پکتيانۍ
مخ مې دجانان دى که ځلاچرته هېنداره کړي
خداى ورته ونه وايمه ما به ګنهګاره کړي
مخکې دې غم ښه و،ستا په ياد به پرې ويده شومه
اوس چې راته راشي نو ويده مې رابيداره کړي
وژنه خومې مه بيا به دې هېڅوک هم د غم نه وي
داسې يوه ګناه وکړه چې ما له تا بيزاره کړي
خيرکه په هنر ديارانې ښه نه پوهېږم اوس
لويه به شم ، پويه به شم ، خداى به مې هوښياره کړي
ما ته يې جامونه را معلوم دي ، ښه پرې پويه يم
دامعلومه نه ده چې سجدې دچاله ډاره کړي ؟
هرسړى جنت ګټي ، دوزخ ګټي خپل ځان وته
دلته داسې څوک دي چې ژوندون د بل لپاره کړي ؟
هره شپه که ستاپه يادويده پکتيانۍ نه يمه
غاړې مې دې بندې وي خداى پاک مې دې مرداره کړي .
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
د اغلۍ حميده پکتيانۍ
ستا دژوند کاروان سره چې مله نه شوم
سرنه شوم ،سندره او ټپه نه شوم
وېنې وېنې ټنډه په سجدو مې کړه
خدايه پاکه بيا هم پرښته نه شوم
ناسته يم له کور څخه راوزم نه
ځکه پښتنو ته پښتنه نه شوم
خاورې شوم غوښتل مې د هرچا د پښو
زرنه شوم ، غمى او دُرد انه نه شوم
خوب کې مې ليدل چې دوزخي يمه
نن شپه ستا په خيا ل کې چې وېده نه شوم
ماويل ته مې توردسترګونه ګڼې
ځکه درنجو غوندې مېده نه شوم
نوم مې د ادب تراسمان لاړونه
لاړم خو (ډېوه)او (بلينډه) نه شوم
او څڅېدم د بلبل ستوني نه
داسې يوه پرکېفه ترانه نه شوم
اومې کاره ځا ن په ډېرو زړونو کې
حيف په يوه زړکې هم راشنه نه شوم
وشولې مودې تا پسې وتې يم
اوس پورې ځان ته راستنه نه شوم
څومره مې په يووارورته وکتل
وه خدايه داڅرنګه ړنده نه شوم ؟
تاو مې دخپل حُسن دلمر کم وډېر
ستا لپاره ټکنده غرمه نه شوم
وسوم پکتيانۍ دحسرت لمروسوم
ستا دښکلا سيوري ته دمه نه شوم
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
د اغلۍ حميده پکتيانۍ
احساس دخپلې جفا تاته نشته
ځکه مې طمع ستا وفاته نشته
ته مې غوښتلې خداى پاک راکړې راته
حاجت مې بلې يوې دعاته نشته
زه لا دوير له ټغرنه يم پورته
راسره لږوخت هم خندا ته نشته
څه دغم بند کې بنديوانه يمه
هيڅ دوتلولاره ماته نشته
چې مې لرله پرې بل مومړکه
دمرګ وسله مو اوس بلاته نشته
ماڼۍ مو دنګې تر اسمانه کړلې
په کومه راشي لار هواته نشته
ستا په يادونو باندې ژوند تېروي
دپکتيانۍ طمع بل چاته نشته
ګلاب ګلاب جانانهبشپړ شعر ولولئ
ګلاب ګلاب جانانه
د اغلۍ حميده پکتيانۍ
کله نا کله راته دومره خوږشې
چې ستا په يادکې شونډې وچيچيمه
مينه دا ستا په يوګلاب وکړمه
مهنې شونډې ترېنه دومره واخلم
چې ټول خولې خولې شي
لکه يتيم په اوښکوولمبيږي
خو کله کله داسې هم وشي
چې ستا ګلاب شونډوته وژاړمه
داستا جفا راياد شي
اوازغيو جامې واغوندمه
ستا له نازک ګلاب ګلاب بدنه
داسې راتاوه شمه
چې درقيب ګوتې هم ورېبمه
پېښوربشپړ شعر ولولئ
پېښور
د اغلۍ حميده پکتيانۍ
ته رانه ځې ما پېښور کې پرېږدې
په ما يو دوه نېزې لمر نور هم ټيټ شو
څه د آسمان څۀ د حالاتو لمر
د پېښور د سرو اورونو کثافاتو لمر
مخکې به هر وختې چې اوړی راغی
موږ ته به درې مياشتې رخصت راکړی شو
تا به په زور باندې وطن ته بوتلم
ما وه همزولو سره ژمنه کړې
چې موږ به سور اوړی هم
په دغه ګل ګل پېښور کې باسو
د هاړ ګرمي په شور او شر کې باسو
ماته به ټولو نجونو ميره و يل
لکه چې تاته به مې (پيره ) و يل
تاته به هم زه زورېدمه ډېره
ما ويل وطن کې سره اورونه بل دي
د اور لمبې تر تا در ونه رسي
خو ته ظالم وې هيڅ دې نه منله
بس خو يوازې دې د زړه منله
سږ ايله ستا پېغورته جوړه يم
رنګ ته مې وګوره ناجوړه يمه
ته رانه ځې ما پېښور کې پرېږدې
زما همځولې سږ کال ټولې تللې
حيات آباد اوس هديره غوندې ده
رنګ د ماڼيو که الوتی نه دی
نور د اورونو جزيره غوندې ده
ما به ويل چې منم هر څه به وي
خو پېښور باندې به ستړې نه شم
راځئ دا ټول غمونه را وړئ راته
په دغه غر باندې به ستړې نه شم
لاړو زما تصور لټ وخوړو
سږ يې هماغسې مزه نشته ده
د ورځې لس او شل چې ونه زغمي
دلته يوه داسې هديره نشته ده
يو چا به ويلې خو مانه منله
چې دې وطن باندې وبا ګډيږي
څوک به سر بايلي څوک به سر وخوري
څو زورور به راپيدا شي دلته
هغوی به واړه پېښور وخوري.
پېښور حيات آباد، ٢٣ جولايي ٢٠٠٩
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
د اغلۍ حميده پکتيانۍ
څه و؟ توره شپه رابــــــــــانـــدې راغلله
ته وې چې خوله رابــــــــانـــــدې راغلله
شرم ستا په وړاندې ژوندۍ پــــرېښودم
سخته زلزله رابـــــــــانـــــــــــدې راغلله
نه ځم پېښوره درنه بـــــــــل لــــــــور ته
خير دې که جګړه رابـــــــــانـــدې راغلله
وړاندې وم خو وړاندې تللې نــــــــشومه
ښه شوه (بلېنډه ) رابــــــانــــدې راغلله
تېر اختر لا سترګې وم پـــــــــــر لار درته
بله يوه روژه رابـــــــــانــــــــــــدې راغلله
مرګ او ژوند مې دواړه د مخلـوق په لاس
داسې زمـــانه رابـــــانـــــــــــــدې راغلله
کېناستم کشـــــتۍ کې پکتيــانۍ د ژوند
ډوبه شوم چــــــپه رابـــانـــــــدې راغلله.
پېښور حيات آباد ٢٤ جولايي ٢٠٠٩
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
د اغلۍ حميده پکتيانۍ
له درده ځنې ډک او د درمان غـــــونــــدې سړی
خوښيږي مې دنيا کې د انسان غوندې ســــړی
چې کلک وي له فولادو او تکـــــيه وي ل-ـکه غر
مزه کړي د اوبو په شان روان غـــــوندې ســـړی
په ښکليو کې ترې ښکلی په ظلم کې ظالم ترې
پيدا مې بيخي نکړ د جانان غـــــــونـــــدې سړی
چې زه او مينه دواړه ورته ګــــــــران يـو لکه ژوند
الله ته داسې راکـــــــــړې مهـربان غوندې سړی
غذب يې لــــــــکه تنــــــدر او ژړا لـــــــــکه باران
جوړيږي کله کله د آسمــــان غــــــونـــدې سړی
روانې دي د شعر ترې چيــنې ويـــــالې ويــــالې
پيدا به بل يو نه شي د ( کاروان ) غوندې ســړی
دنيا او اخرت به دې پرې جوړ شي پکتـــــــيانـــۍ
په زړه کې دې که ځای کړ د ايمان غوندې سړی.
دنيا د ځان ځانــــي ښــــــامــــار خوړلې پکتيانۍ
هيچا هم پيدا نکړلو د ځان غــــــونــــــدې سړی.
پېښور حيات آباد، ٢٤ جولايي ٢٠٠٩