د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د اغلۍ حميده پكتيانۍ شعرونه

غزل

مخ مې دجانان دى که ځلاچرته هېنداره کړي
خداى ورته ونه وايمه ما به ګنهګاره کړي

مخکې دې غم ښه و،ستا په ياد به پرې ويده شومه
اوس چې راته راشي نو ويده مې رابيداره کړي

وژنه خومې مه بيا به دې هېڅوک هم د غم نه وي
داسې يوه ګناه وکړه چې ما له تا بيزاره کړي

خيرکه په هنر ديارانې ښه نه پوهېږم اوس
لويه به شم ، پويه به شم ، خداى به مې هوښياره کړي

ما ته يې جامونه را معلوم دي ، ښه پرې پويه يم
دامعلومه نه ده چې سجدې دچاله ډاره کړي ؟

هرسړى جنت ګټي ، دوزخ ګټي خپل ځان وته
دلته داسې څوک دي چې ژوندون د بل لپاره کړي ؟

هره شپه که ستاپه يادويده پکتيانۍ نه يمه
غاړې مې دې بندې وي خداى پاک مې دې مرداره کړي .

د شاعر نور شعرونه ←