د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د اغلۍ حميده پكتيانۍ شعرونه

غزل

څه و؟ توره شپه رابــــــــــانـــدې راغلله
ته وې چې خوله رابــــــــانـــــدې راغلله


شرم ستا په وړاندې ژوندۍ پــــرېښودم
سخته زلزله رابـــــــــانـــــــــــدې راغلله

نه ځم پېښوره درنه بـــــــــل لــــــــور ته
خير دې که جګړه رابـــــــــانـــدې راغلله

وړاندې وم خو وړاندې تللې نــــــــشومه
ښه شوه (بلېنډه ) رابــــــانــــدې راغلله

تېر اختر لا سترګې وم پـــــــــــر لار درته
بله يوه روژه رابـــــــــانــــــــــــدې راغلله

مرګ او ژوند مې دواړه د مخلـوق په لاس
داسې زمـــانه رابـــــانـــــــــــــدې راغلله

کېناستم کشـــــتۍ کې پکتيــانۍ د ژوند
ډوبه شوم چــــــپه رابـــانـــــــدې راغلله.

پېښور حيات آباد ٢٤ جولايي ٢٠٠٩

د شاعر نور شعرونه ←