د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

دلاور پرديس

د دلاور پرديس پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

د شاعر پېژندنه او ادبي اثار

که هر ځل ورسره  و وينې هر مرو به دي وخندوي
دلاور پرديس په يوه ډيره غريبه او ناتوانه کورنۍ کي زيږيدلى دى  محتر م پرديس  د خداى بخښلي عبدالرحمن زوى او د خداى بخښلي بهاؤالدين لمسى  نوموړى په ١٣٦٦لمريز ليږديز کال  په خپل پلرني ټاټوبي فراه پشت رود ولسوالۍ نعل دښت کلي کي زيږيدلى دى  .
د مهاجرت کلونه يې په ايران  کي  تير کړل  د ژوند ناخوالو او ستړياوو تر هلمند ولايت پوري  راوستل .پرديس  د ماشومتوب زياته برخه په بزګري کي تيره کړې  د کار تر څنګ يې  لومړنۍ زده کړي  د نادعلي ولسوالۍ د زرغون کلي په ښونځۍ کي  ولوستلې
منځنۍ زده کړي يې د لښکرګاه په مرکزي ليسه کي پيل کړې .
له ماشومتوبه يې د شعر سره ليونى مينه دلوده لومړى شعر يې د( مور) تر سرليک لاندي په يوه سيمه ايزه مشاعره کي ولوست چي ډير وستايل سو
موري چي زړګى دي ازار نه کړمه
خپل ژوندون په هيڅکله خوار نه کړمه
ستا دعا دي ماته سي ډيوه د لاس
بې له دې رڼا تلل په لار نه کړمه
نوموړى په ١٣٨٤ لمريز ليږديز کال کي فرهنګي ډګر ته راغلى چي د هلمند پر اسمان د يوه ستوري په څير و ځليدى .
د ستړي ژوند په هر حال کي يې د فرهنګي هڅو څخه لاس ندى ټول کړى
په دې ارمان چي د هيواد هره سيمه د پرديس غوندي ځوانان ولري

په پښتني مينه
احمدشاه پاڅون

سرچینه: په افغان اتلان کې د شاعر شعري ټولګه

شعرونه

14 خپاره شوي شعرونه

نصيببشپړ شعر ولولئ

نصيب

دلاور پرديس

پر زړه مي هر يو غم مئين دى چاته څه ووايم
زما جانا ن زما دُښمن دى چاته څه ووايم

د ژوند خوږو كي مي ترخه ګډوي څو ك دى هغه؟
زړه مي پر تا باندي شك من دى چاته څه ووايم

يا ر چي روان سو زما ژبه هم سلګو بنده كړه
اوس يې خالي ځاى د ديدن دى چاته څه ووايم

ميني ادرس د خوشحالۍ دي وو غلط راكړى
د غم كوڅه د غم وطن دى چاته څه ووايم

پردېس زړګي ته مي راغلى د سندرو كاروان
د اشنا خط راغلى نن دى چاته څه و وايم

۹\۲\۱۳۸۶
ګيله مني سترګيبشپړ شعر ولولئ

ګيله مني سترګي

دلاور پرديس

پرېږده چي زړه مي سي د زور څخه خبر د سترګو
چي ستا د سترګو نه مي نه اوړي نظر د سترګو

كه د هجران د شپو نه ځان ساتۍ او غم نه غواړئ
خلکو ونه كړئ ننداره په ما زديګر د سترګو

يو شېبه مي ستا تصوير د سترګو ونه ايستى
لايي ګُمان دى لا دي ونه سو باور د سترګو

ژبه ګونګۍ زړه وارخطا كړي وركړي رنګ ته تغير
منم منم منم منم منم هنر د سترګو

غرق سو تباه سو د خپل ټولو ارمانو نو سره
پردېس لاهو كى په څپو كي سمندر د سترګو

۱۷\۳\۱۳۸۶
بهانهبشپړ شعر ولولئ

بهانه

دلاور پرديس

عبث دي ياره پر سرو شونډو  بهانه پيدا کړه
مه راځه خير دى ما د صبر خزانه پيدا کړه

پروا مي نسته که په مينه کي مي خپل پردي سول
د ژوند ملګري مي غمونه بيګانه پيدا کړه  

دا به وي ستا د هيريدو زېرى زما لپاره
دا فاصله چي مو تر منځه بېلتانه پيدا کړه

ما ملامت و ګڼه هلته بې وفا دلبره
که خپل ټګۍ کي دي سپيڅلې نښانه پيدا کړه

د ناز څپيړه دي پر مخ ورکړه چي تلې پردېسه
د اشنا اوښکو ولي لار د ګريوانه پيدا کړه

٢٨\۴\١٣٨۶
حالات بدل ديبشپړ شعر ولولئ

حالات بدل دي

دلاور پرديس

پاڼو دتاريخ كې د ملالي تور  وربل ښكاري
اوس افسوس  د هغه وطن واك لاس كي د بل ښكاري

كاشكي چي زه مړ واى يا مي داسي څوك ليدلاى نه
وا وښتۍ له دين نه خلك وايي چي پاګل ښكاري
چاچي دُښمن و ايست د هغه نوم پر خوله نه راځي
چاچي بيرته راوستۍ هغه راته  اتل ښكاري
څوك چي يې وړي ګټه د جګړو څخه مدام وايي
دا توري تيارې د وطن برخه د ازل ښكاري
يو چي ورته لار ښيې بل هرڅه په ډاډه زړه وړي 
ووايه زړګيه تا ته كوم يو سړى غل ښكاري
څوك پكښې د نو ي ابادۍ نښي ليدلاى سي؟
ما ته خو هر څه په كنډوالو باندي  بدل ښكار ي
مرګه نور مي واخله چي زه دومره درواغجن يمه
ما ويل خاوره زما ده اوس د نورو پكښې پل ښكاري
دا چي د دستار په نوم پر سرمو دى دا هيڅ نه دى
دا مو وليږي غاړو ته هم دا زموږ  قاتل ښكاري
بس ناپوه مالياره ما ته مه كړه د بهار کيسې
باغ كي دي نوكر سپيرو اغزيو ته سور  ګل ښكاري

چيغي د افسوس چي د پردېس د خولې نه ووتې
چا ته د غم ساندي وي او  چا ته به  غزل ښكاري
۱۸\۶\۱۳۸۵