پښتو ادب · شاعران
دلاور پرديس
د دلاور پرديس پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
د شاعر پېژندنه او ادبي اثار
که هر ځل ورسره و وينې هر مرو به دي وخندوي
دلاور پرديس په يوه ډيره غريبه او ناتوانه کورنۍ کي زيږيدلى دى محتر م پرديس د خداى بخښلي عبدالرحمن زوى او د خداى بخښلي بهاؤالدين لمسى نوموړى په ١٣٦٦لمريز ليږديز کال په خپل پلرني ټاټوبي فراه پشت رود ولسوالۍ نعل دښت کلي کي زيږيدلى دى .
د مهاجرت کلونه يې په ايران کي تير کړل د ژوند ناخوالو او ستړياوو تر هلمند ولايت پوري راوستل .پرديس د ماشومتوب زياته برخه په بزګري کي تيره کړې د کار تر څنګ يې لومړنۍ زده کړي د نادعلي ولسوالۍ د زرغون کلي په ښونځۍ کي ولوستلې
منځنۍ زده کړي يې د لښکرګاه په مرکزي ليسه کي پيل کړې .
له ماشومتوبه يې د شعر سره ليونى مينه دلوده لومړى شعر يې د( مور) تر سرليک لاندي په يوه سيمه ايزه مشاعره کي ولوست چي ډير وستايل سو
موري چي زړګى دي ازار نه کړمه
خپل ژوندون په هيڅکله خوار نه کړمه
ستا دعا دي ماته سي ډيوه د لاس
بې له دې رڼا تلل په لار نه کړمه
نوموړى په ١٣٨٤ لمريز ليږديز کال کي فرهنګي ډګر ته راغلى چي د هلمند پر اسمان د يوه ستوري په څير و ځليدى .
د ستړي ژوند په هر حال کي يې د فرهنګي هڅو څخه لاس ندى ټول کړى
په دې ارمان چي د هيواد هره سيمه د پرديس غوندي ځوانان ولري
په پښتني مينه
احمدشاه پاڅون
شعرونه
14 خپاره شوي شعرونه
انتظاربشپړ شعر ولولئ
انتظار
دلاور پرديس
راسه خوشحاله يې كړه په خپلو قدمونو لاري
ورو ورو منزل ته رسېدې د ارمانو نو لاري
مينه كي بېلي سوې د سوال او ځوابو نو لاري
زه د فرهاد غوندي كه وباسم تر غرونو لاري
راځه پرې څومره ښايستې دي ديادو نو لاري
مخ ځني اړوي پردېسه د وختونو لاري
اوبهبشپړ شعر ولولئ
اوبه
دلاور پرديس
خوښيږي مي په ټولو نعمتونو كي اوبه
تعبير يې راكه وينم په خوبونو كي او به
هلمنده تل دي غواړمه سيندونو کي اوبه
كټ مټ لكه په تورو تورو غرونو كي اوبه
زړګى مي سو د يار په ستمونو كي اوبه
قسمت راته پيدا كړې په اورونو كي اوبه
ديار كلىبشپړ شعر ولولئ
ديار كلى
دلاور پرديس
خلكو دا كلى مي د يار په نوم دى
کاڼى يې هر يو د سنګسار په نوم دى
مينه كي خوند د انتظار په نوم دى
زلفي يې شپه مخ د سهار په نوم دى
او ر يې بل كړى د سينګار په نوم دى
ديار پر شونډو د اقرار په نوم دى
ښكلى موسم د نو بهار په نوم دى
۲۸\۴\۱۳۸۵
يادګاربشپړ شعر ولولئ
يادګار
دلاور پرديس
جانان مي داسي راته وويل د سلګو نه وروسته
د وران د ظلم پکښې تېر سو اُميدو نه وروسته
ګلاب د هر سړي خوښيږي د خوشبو نه وروسته
خو بيا هم شمعه پتنګ غواړي د لمبو نه وروسته
د کبر جام لري ارمان نسکوريدو نه وروسته
چي دي پردېس کړمه قبول د قسمو نه وروسته
٣\٣\١٣٨٦
بس دىبشپړ شعر ولولئ
بس دى
دلاور پرديس
بس دى بس دى نوري د ارمان خبري نه غواړي
هغه د بلبل او د باغوان خبري نه غواړي
سترګي هم د اوښكو د باران خبري نه غواړي
چا ويل چي پردېس به د تاوان خبر ي نه غواړي
۱۶\۷\۱۳۸۴
تللى اشنابشپړ شعر ولولئ
تللى اشنا
دلاور پرديس
راغى بېلتون ترې خلاصيدلاى نه سې
د ژړا وروسته يې هيرولاى نه سې
د ګل په څنګ كي دريدلاى نه سې
ياره په ويښه چي راتللاى نه سې
د اشنا غمه ستنيدلاى نه سې
دا ته مي ولي يادولاى نه سې
تصوير د ښكلي جوړولاى نه سې
۳۰\۸\۱۳۸۴
مينهبشپړ شعر ولولئ
مينه
دلاور پرديس
چي مينه نه پيژني زړه باندي مي تو ر ګڼلى
يو افتخار دى ياره تا ولي پېغور ګڼلى
چا د زړه بڼ د محبت په نوم سمسور ګڼلى
چي خړي خاوري چا د ځان لپاره كور ګڼلى
بس يوه مينه مي پر هر لره ټكور ګڼلى
۲۶\۱۰\۱۳۸۴
وفابشپړ شعر ولولئ
وفا
دلاور پرديس
پوهيږم نه چي د چا غم دى ما قرار نه پرېږي
زما د عمر سره سم دى ما قرار نه پرېږدي
شيندي پرې مالګه كه ملهم دى ما قرار نه پرېږدي
افسوس چي ده كړى قسم دى ما قرار نه پرېږي دي
ويل د پردېس څنګه قلم دى ما قرار نه پرېږ دي
۲۶\۴\۱۳۸۵
زارۍبشپړ شعر ولولئ
زارۍ
دلاور پرديس
نه شراب نه پيمانې زما په كار دي
نه رباب نه ترا نې زما په كا ر دي
نه نقاب نه زولنې زما په كار دي
نه ګلاب نه نښانې زما په كار دي
نه كتاب نه افسانې زما په كار دي
نه ځواب نه بهانې زما په كار دي
۴\۹\۱۳۸۵
پردېسبشپړ شعر ولولئ
پردېس
دلاور پرديس
كوم بې رحمه زړه ورڅخه وړى دى
يار يې څه جا دو ور باندي كړى دى
دا د مينه ناك جهان وګړى دى
ځكه خو سكون نه لري ستړى دى
دغه ده چا ړه او دغه پړى دى
۳۰\۲\۱۳۸۶