پښتو ادب · شاعران
عزت الله اميد
د عزت الله اميد پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
له شعري ټولګې سره مل متن
د اوښكو سره توى شول څو غمونه مي پر زړه وه
د ا ستا د خوږې ميني ار مانونه مي پر زړه وه
بېګا مي ټوله شپه له دغه ما ره خوب ونه كړ
باڼه او توري زلفي ولونه _ ولونه مي پر زړه وه
شعرونه
9 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
عزت الله اميد
د اوښكو سره توى شول څو غمونه مي پر زړه وه
دا ستا د خوږې ميني ارمانونه مي پر زړه وه
بېګا مي ټوله شپه له دغه ماره خوب ونه كړ
باڼه او توري زلفي ولونه_ولونه مي پر زړه وه
خواخوږي مي د ژوند په هيڅ حالت كي په كار نه شوه
له درده سره يو ځاى پرهارونه مي پر زړه وه
اغزي ستا د كوڅو مي تل په خپلو پښو كي يووړل
ګلونه وه ګلونه بس ګلونه مي پر زړه وه
د بيا ليدو په تمه دي ما تيري ورځي شپې كړې
بس ته مي وې په ياد كي ستا يادونه مي پر زړه وه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
عزت الله اميد
(اميده)! چا دي د سره ګل په شان عزت و نه كړ
لكه اغزي درته ټول خلك اوس په كركه ګوري
زه چي د يار په تورو زلفو كله لاس وهمه
رقيب ښامار غوندي تاويږي بد_بد ځكه ګوري
زما په زړه كي هم دنيا_دنيا ارمان پاته شو
د يار به زړه راباندي وسوځي زما زړه كه ګوري
دلته لا خلك په سرو وينو باندي خاوره مينځي
چي ځنځيرونه د دښمن پر خپله مځكه ګوري
دومره وخت نشته چي اوربل ته يې ګلان وټومبي
(اميد) په خيال كي اوس د ژوند ناوې چابكه ګوري
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
عزت الله اميد
ښكلابشپړ شعر ولولئ
ښكلا
عزت الله اميد
ښكلا خو هم د ميني ترجمانه ده جانانه
چي نه وي ښكلا مينه ډېره ګرانه ده جانانه
زموږ د كلي خلك ګوري ښكلو ته په كركه
او هسي دلته هم مينه ارزانه ده جانانه
پرون يې د وصال ټينګه وعده راسره وكړه
خو نن بيا د ناځوانه لور پښېمانه ده جانانه
مغروره بې پروا او له غروره زېږېدلې
دا شوخه جادوګره څه ناځوانه ده جانانه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
عزت الله اميد
زړه ته مي راغله يوه ښكلې د الهام ښاپېرۍ
ځكه يې دا ښكلي غزل ته كړ راپام ښاپېرۍ
ومي كتله هرې خوا ته مګر پوه نه شومه
چي وه په خونه كي ولاړه كه پر بام ښاپېرۍ
داسي ښايست لكه سپوږمۍ د شنه اسمان پر څنډه
او په يوه ديدن يې زه كړمه غلام ښاپېرۍ
پرون مي ټوله ورځ په غم او په ژړا تېره كړه
چي راته راوړ ستا د مرګ غمګين پيغام ښاپېرۍ
ځكه خو زه يې د ويلو اراده نه لرم
ستا څو خبري به زه وساتم ابهام ښاپېرۍ
زړهبشپړ شعر ولولئ
زړه
عزت الله اميد
د يوې ښكلي نه به كله زړه په پور واخلمه
ټينګ به مي وسوځي كه زه دغه بل اور واخلمه
لږ خو دي شونډي رانژدې كه او ما ښكل كه ګراني
بيا به نو زه پر اوږو پېټى د پېغور واخلمه
تاو شي را تاو شي او بنګړي په مينه وشرنګوي
زه يې له سپينو ليڅو خوند بنګړو نه شور واخلمه
خداى دي مي پېښ كړي پر يو سرې او تكي سپيني نجلۍ
چي سپينه خوله او اننګي ترېنه په زور واخلمه
كه مي پيسې چرته پيدا كړلې نو خامخا به
په نوې ښار كي پرې څلور منزله كور واخلمه
ځنځيربشپړ شعر ولولئ
ځنځير
عزت الله اميد
تړي دي ښكلي د خپل حُسن په ځنځير اميده
لكه دكلي خان چي وتړي فقير اميده
مينه خو نه كوي يوازي ناځواني يې زده ده
ته هم زړه صبر كړه او ګوره يې تصوير اميده
د ښكلو سترګي خو زندان دى او څوك بيايي په ناز
ته ځان ترې ساته كه نه ژر به شې اسير اميده
چي ټوله شپه وې الاهو د ديدنونو په خوب
ګوندي رښتيا دي شي د دغه خوب تعبير اميده
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
عزت الله اميد
زړه مي لېونى دى بس خوښيږي يې دا ستا سترګي
ته هم له ما مه اړوه ګراني بې وفا سترګي
ته خو پښتنه يې پر بل چا مي پېرزو كېږې نه
بس يوازي جنګوه له ما سره شهلا سترګي
ښكلي مي نصيب كړه بس نور څه درڅخه نه غواړم
تل مي دي نيولي ربه! تا ته په دعا سترګي
ما ته شي دنيا_دنيا خو ته ګوره چي څنګه يې؟
شي چي برابري زما پر تا او ستا پر ما سترګي
ياريبشپړ شعر ولولئ
ياري
عزت الله اميد