د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

محبوب الله محبوب

د محبوب الله محبوب پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

له شعري ټولګې سره مل متن

 

ښاغلي محبوب الله محبوب شعرونه

 

سرچینه: په افغان اتلان کې د شاعر شعري ټولګه

شعرونه

19 خپاره شوي شعرونه

زړګیبشپړ شعر ولولئ

زړګی

محبوب الله محبوب

فقير دی خو د عشق په ښارکې کور غواړي زړګی
له ښکلې زمانې د حسن پور غواړي زړګی


منصور د رڼاګانو، له انجامو نه ويريږي
پتنګ غوندې د بلو ډيوو اور غواړي زړګی


وئ، ژوند خو بس په مينه ماتېده او رغېده دي
په لېچو کې د شنو بنګړيو شور غواړي زړګی


له عقله مرور وي شامدام په نه خبره
ماشوم شي، کله سپين او کله تور غواړي زړګی


جوهر د سپيڅلتيا غواړي هېنداره د زړګي
په هر زړه کې يو روڼ غوندې انځور غواړي زړګی


احساس او عاطفه دارمانجنو زړونو کار دی
د مينې شال پر ټوله نړۍ خور غواړي زړګی


نغمې غواړي، وږمې غواړي، مين پرپسرليو
وطن دښکلا ګانو تل سمسور غواړي زړګی


سر مسته قلندر دی ددنيا فکر کې نه دی
خولګۍ له خپل محبوبه تل په زور غواړي زړګی

دكابل ژمي تصويرونهبشپړ شعر ولولئ

دكابل ژمي تصويرونه

محبوب الله محبوب

واوره وريږي
رڼا خوره ده
له څېرمې سپين دي
 دكابل دغرو سرونه
    *     *      *
واوره وريږي
لارې دي بندې
څنګه به  وشي
دمينو ديدنونه
  *      *      *
واوره وريږي
دواټ پرغاړه
ونې ولاړې
پاڼې ېې نشته
څومره ترخه دي
دا خزانونه
*      *      *
واوره وريږي
خو ژوند روان دى
له خلكو ډك دي
 دښار واټونه
   *      *    *
واوره وريږي
زړونه كنګل دي
خو نجونو ايښي
پر اوربلونو
سپين سپين ګلونه
 *      *      *

واوره وريږي
د واټ په منځ كې
يو كس روان دى
لمن ېې څيرې
وېښتان ېې جړدي
زړه كې ېې مېشت دي
عجب خيالونه
  *     *       *
واوره وريږي
په پېنځم پوړ كې
يوه كړكۍ خلاصه
يو كس ولاړ دى
مخامخ ګوري
چاته كوي
اشارتونه
 *  *  *
واوره وريږي
سندلۍ باندې
انګار ترې لاندې
ماشومان نا ست
انا ېې منځ كې
ورته كوي
خوږې كيسې
خواږه نكلونه
 *  *    *
واوره وريږي
دغره په سر كې
يوه خونه ګرمه
دوه مينان
غاړه په غاړه
سره پراته دي
 يو بل نه اخلي
تودې مچكې
تاوده خوندونه
  *  *    *
واوره وريږي
يو زاهد ناست
كوزه  په لاس
له خدايه غواړي
ټول جنتونه
  *  *   *
واوره وريږي
دښار په منځ كې
لويه ماڼۍ ده
حكمران ناست
قلم په لاس
لګيا دى ليكي
خپل فرمانونه
  *   *    *
واوره  وريږي
په يوه تالار كې
څوشاعران
سره راټول دي
يوبل ته وايي
تودې كيسې
تاوده شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

محبوب الله محبوب

راځه راځه ښکلې ! مه غواړه اجازه د مینې
تل مې پرانستې ده په زړه کې دروازه دمینې


ما په ازل کې دخوږې مینې وعده کړې ده
خوره وره مې ده په روح کې انګازه دمینې


ما په خپل ژوند کې هریو کار ترخپله بريده وکړ
خو هېڅ مالومه نه شوه ماته اندازه دمینې


ژوند خولا څه چې پس له مرګه به هم مینه خوروم
زما پر قبر به زرغونه وي خازه دمینې


یو څو بدرنګه خلک دلته نفرتونه کري
له دغه ښاره زیاتي وځي جنازه دمینې


محبوبه بس دی نور انکار له مینې نه دی پکار
تر لرې لرې چې دې ولاړه اوازه دمینې

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

محبوب الله محبوب



 

په جوهر
دزړه هېنداره جوهري کړه
په هنر، هنر دې خپل ژوند هنري کړه
دفطرت دښکلا راز ېې ای پښتونه؛
دژوند ټولې اداګانې دې فطري کړه
دخواره فکر تارونه سره تاو کړه
پرې راټينګ دﻻلهانده ژوند وري کړه
ستا دزړه سپېڅلې مينه لاهوتي ده
دمين زړګي نارې دې منصوري کړه
بې ننګي اوغلامي خو کافري ده
له خپل ځانه ورکه د غه کافري کړه
هر ارمان دخپل زړګي دې اسماني کړه
خپل احساس اوعاطفه دې بشري کړه
دګيدړې په څېر ژوند ځنګل کې ګران دی
راپيدا ځان کې خويو نه دزمري کړه
هره اوښکه دې رڼه لکه الماس کړه
توره شپه دزمانې پرې زرزري کړه


اسلام اباد
 

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

محبوب الله محبوب



نشته وږمې له کاغذي غوندې ګلپاڼو سره
زړګيه ؛ څو به لو بوې ما له ناجاڼو سره

خليلي لاس او د فرهاد غوندې کلک هوډ غواړي
عشق
تېشه او تبر خو مدام وي له ترکاڼو سره
دپېغلو هيلو سپېرو شونډو ته مې رنګ ورکړه
بيا
سپرليه ؛ راشه له ګورګورو او مماڼو سره
دزمانې ديوه رنګين ګودر پر غاړه باندې
لکه يو دنګ چنار وﻻړ يم له بکياڼو سره
غليمه ستړی به شې خپلې پښې به ووهې ته؛
موږ دغره خلک يو سروکار مو دی له کاڼو سره

ستا هسکې غاړې ته له لمره کټوري راوړمه
پرېږده چې وﻻړ شمه دوخت له سپينو زاڼو سره
 

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

محبوب الله محبوب


مالياره راوړه يو امېل ګلونه
څه د رامبېل څه دچامبېل ګلونه
د اتڼژ ڼو مړوندونه خالي
غاړه کې نشته دسرخېل ګلونه
پرېږده چې ژوند دې ګلورين غوندې وي
بزګره؛ مه باسه په بېل ګلونه
د وطن ناوې ته ترې تخت جوړوم
سپرليه را وړه يوځمبېل ګلونه
زه د فطرت له مدرسې راغلی
ما دشبنم په ژبه وېل ګلونه
ستا ديادونو برګوزرې مچۍ
راوړي له ځان سره يو سېل ګلونه
محبوبه زما وستا دسترګو جنګ دی
زموږ زړګوټي دي راښکېل ګلونه
 

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

محبوب الله محبوب



دزړه له څړيکو اودردونو اخلي خوند لېوني

دمرګي غېږې ته په مينه ځي دژوند لېوني
دآزا دۍ د څو نغمو د پنځېد و په خا طر
دشنو بنګړيو غوندې مات شول پر مړوند لېوني
خړو ګردونو او په تورو شپو کې نه ورکيږي

دسپينو ستورو په څېر تل وي راڅرګند لېوني
دبغاوت فکرونه ساتي په سرو کې مدام
درو ايا تو په ځنخير نه وي پابند لېوني
هرې توبې سره بې شمېره پيمانې ماتوي
نه ماتوي خپل ازلي غوندې سو ګند لېوني
 

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

محبوب الله محبوب


غزل

زړه کې مې راشين ستا درنګينې مينې خيال شي

هر څه رانه هر شي، ټول ژوندون راته يو حال
شي

حسن د نړۍ که د عشق لپه کې راټول شي
يو څاڅکی به جوړ، ستا درنګين غوندې جمال
شي

ژوي دنړۍ به زه د خپل امر تابع کړ م
ما کې که څرګند ، داستا يوه زره جلال شي

زه چې ستا دښکلي مخ په ننداره شم
ټول حلال حرام او ټول حرام راته حلال شي

زړه لکه پاچا په دم ګړۍ کې فيصله کوي
عقل په سوچونو په فکرونو سر بډال شي

ژوند که دسپېڅلو ارمانونو سيخه لار شي
خېر دی که پر دې لاره مرګی هم انډيوال شي

خيره دنفرت به يوه زره پرې پاتې نه شي
هره شپه که زړه په رڼو اوښکو کې کنګال شي

بيا به دو ختو نو د مغل ګريوان پاره کا

بيا به راپيدا په دغه سيمه کې
''خوشحال''شي

روح که ابدي وي ،ورته مينه ابدي پکار
ورک دې له دې ښکلو ديوې مچکې سوال شي؛

ستا د مينې زور مې هڅوي ورته محبوبه؛
ما نه چرته دومره دلفظونو قيل و قال شي

 

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

محبوب الله محبوب

 
کله نا کله مې هوښيار زړګی نادان غوندې شي
دعشق دا ستړي سفرونه ورته ګران غوندې شي
چې ستا په مينه، ستا په سترګو ورته و
ګورمه
ددې نړۍ هر يو انسان راته جانان غوندې شي
خيالي جهان،خيالي انسان او خيالي ژوندجوړ
کړمه
ستاداحسا س په يوه څړيکه هر څه وران غوندې
شي
هر يو ارمان به مې د ستوري په څېر وځليږي

که مې زړګی په ريښيا لوی دلوی اسمان غوندې
شي
محبوبه ؛ تاته چې درګورم زړه مې وبر ېښيږي
پر ګرېوانه مې درڼو اوښکو باران غوندې شي