د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي محبوب الله محبوب شعرونه

غزل

غزل
زړه کې مې راشين ستا درنګينې مينې خيال شي
هر څه رانه هر شي، ټول ژوندون راته يو حال شي

حسن د نړۍ که د عشق لپه کې راټول شي
يو څاڅکی به جوړ، ستا درنګين غوندې جمال شي

ژوي دنړۍ به زه د خپل امر تابع کړ م
ما کې که څرګند ، داستا يوه زره جلال شي
زه چې ستا دښکلي مخ په ننداره شم
ټول حلال حرام او ټول حرام راته حلال شي

زړه لکه پاچا په دم ګړۍ کې فيصله کوي
عقل په سوچونو په فکرونو سر بډال شي

ژوند که دسپېڅلو ارمانونو سيخه لار شي
خېر دی که پر دې لاره مرګی هم انډيوال شي

خيره دنفرت به يوه زره پرې پاتې نه شي
هره شپه که زړه په رڼو اوښکو کې کنګال شي

بيا به دو ختو نو د مغل ګريوان پاره کا
بيا به راپيدا په دغه سيمه کې ''خوشحال''شي

روح که ابدي وي ،ورته مينه ابدي پکار
ورک دې له دې ښکلو ديوې مچکې سوال شي؛

ستا د مينې زور مې هڅوي ورته محبوبه؛
ما نه چرته دومره دلفظونو قيل و قال شي

 

د شاعر نور شعرونه ←