افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
نشته وږمې له کاغذي غوندې ګلپاڼو سره
زړګيه ؛ څو به لو بوې ما له ناجاڼو سره
خليلي لاس او د فرهاد غوندې کلک هوډ غواړي
عشق
تېشه او تبر خو مدام وي له ترکاڼو سره
دپېغلو هيلو سپېرو شونډو ته مې رنګ ورکړه
بيا
سپرليه ؛ راشه له ګورګورو او مماڼو سره
دزمانې ديوه رنګين ګودر پر غاړه باندې
لکه يو دنګ چنار وﻻړ يم له بکياڼو سره
غليمه ستړی به شې خپلې پښې به ووهې ته؛
موږ دغره خلک يو سروکار مو دی له کاڼو سره
ستا هسکې غاړې ته له لمره کټوري راوړمه
پرېږده چې وﻻړ شمه دوخت له سپينو زاڼو سره