پښتو ادب · شاعران
احمد فواد لامع
د احمد فواد لامع پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
د شاعر پېژندنه او ادبي اثار
احمد فواد لامع، د شاه حکيم زوی په ديارلس سوه و نهه پنځوسم لمريز کال د ليندۍ مياشتې په دولسمه نيټه، په کابل ښار کې زېږېدلی يم. پلرنی ټاټوبی مې د کابل ولايت د ميربچه کوټ ولسوالۍ د برو مشواڼي کلی او مورنی ټاټوبی مې د کندهار ښار دی.
په ديارلس سوه و شپږ اويايم لمريز کال د کابل د حبيبيې له عالي ليسې څخه بريالی شوی يم. په ديارلس سوه و اوه اويايم کال کې مې د کابل د طب انستيتيوت د معالجوي طب په پوهنځي کې لوړې زده کړې پيل کړې او د ديارلس سوه و پنځه اتيايم کال په پسرلي کې مې د کابل طبي پوهنتون د معالجوي طب له پوهنځي څخه بری ليک ترلاسه کړ.
که څه هم له خپل مسلک سره زياته مينه لرم خو له ادبياتو سره مې هم ځانګړې مينه ده او کله کله د شعر په نامه ځينې خورې ورې ټوټې ليکم. څلور کاله وړاندې د ويندويي لپاره ملي راډيو ټلويزيون ته ولاړم او څه باندې دوه کاله مې هلته کار وکړ. وروسته طلوع ټلويزيون ته راغلم او تر اوسه د خپلو طبي زده کړو ترڅنګ، د طلوع ټلويزيون په پښتو خبري څانګې کې د خبريال او ويندوی په توګه دنده ترسره کوم.
شعرونه
10 خپاره شوي شعرونه
توپاني اوښکهبشپړ شعر ولولئ
توپاني اوښکه
احمد فواد لامع
ته شبنم شه د نرګسو، زه به اوښکه توپاني شم
ته رنګينې ورېځې راوړه، زه به مينه باراني شم
ته دې سترګې کړه راغبرګې، مړينه ژوبله دې زما وي
تيز ناوک دې راګوزار کړه، زه به موخه صيادي شم
که دې زړه راڅخه وکيښ، که دې ړوند کړمه په سترګو
که دې سا کړه راته ګرانه، پر ډېوې به دې ستي شم
زه به ژوند درنه واری کړم، خپل وجود به درلوګی کړم
که دې زړه په لاس کې راکړ، زه بسمل به شيدايي شم
که د هجر په روژې دې، نرۍ مياشت ووځي د وصل
پر کعبې به دې راتا و شم، يو اذان به بلالي شم
هيله مه ماتوه ګوره، د ټول ژوند متاع مې دا ده
که اميد دې رانه واخيست ، زه به ځان ته تباهي شم
غم د زړه مې دومره ډېر دی، چې يې وچه کړه را ژبه
که نه بڼ کې د اشعارو، زه "لامع" به "جهانی" شم
ځانمرګي تهبشپړ شعر ولولئ
ځانمرګي ته
احمد فواد لامع
زه د مرګي له تيارې کندې څخه نه وېرېږم
پام چې ډارن نه يمه
خو لږ څه صبر وکړه
ځکه تر اوسه مې جنت ته تلوسه نشته ﻻ
زه د بې وسو بچو خولې ته مې ګوله لټوم
زه يې و تن ته د زاړۀ ټوکر جامه لټوم
زما د بچې سترګې چې سرې وې د پرون له لوږې
پر ما يې غږ کړ چې " راګوره ابا
"!!ماته دې سپينه کتابچه د ښوونځي هېره نشي
!هغه مې هېرې نه دي
زه به يې مور ته خامخا دارو درمل رسوم
پام چې ډارن نه يمه
خو لږ څه صبر وکړه
تا که د نورو په وژلو کړولو باندې
د جنت حورو ته خپل غيږ پرانيستې
خو زما د رنځورې ربړېدلې ميرمن
د درد نارې يادې دي
زه د جنت حورې دا دومره ژر نژدې نه غواړم
ته که د کفر په وژلو کې ميړانه ښيې
خو زه مسلم مې وينه نه در بخښم
ما لا تر اوسه د جنت له حرصه
نه اسلاميت نه انسانيت هېر کړی
باور په خدای کړه چې په لوږه مې نن
له کوره دغه کراچۍ ايستې ده
زه د مرګي له تيارې کندې څخه نه وېرېږم
خو په الله مې قسم
چې په هغې دنيا به
له دې تڼاکو نه په ډکو لاسو
ستا د کفن ګرېوان په ډاګه نيسم
زه به د خدای پر وړاندې تا وپوښتم
چې دې جنت ته د ورتلو په بدل
ولې بچيان دې يتيمان کړل راته
ولې دې کونډه کړه رنځوره ميرمن
ولې دې بوره کړه سر سپينه بوډۍ
ولې دې وراره کړه بې وسه نجلۍ
زما د بچو لاس به د چا په وينو سور شي وروسته؟
هغه د کور ميرمن مې
خدایزده چې چېرې به څادر دسوالګرۍ هوار کړي؟
ته که د کفر په وژلو کې مېړانه ښيې
تا که جنت ته خپل زړګی تود کړی
خوزه مسلم مې وينه نه دربخښم
زه به په ورځ د قيامت
هرو مرو د خدای په مخ کې له تا وپوښتمه
بس دا ده سا مې خيژې
نور نو په وينو رنګ شوم
خدایزده چې زما بچي به
زما د کفن پيسې له کومه راوړي؟
خدایه ته رحم وکړې
خدايه ته رحم وکړې
توپاني اوښکهبشپړ شعر ولولئ
توپاني اوښکه
احمد فواد لامع
ته شبنم شه د نرګسو، زه به اوښکه توپاني شم
ته رنګينې ورېځې راوړه، زه به مينه باراني شم
ته دې سترګې کړه راغبرګې، مړينه ژوبله دې زما وي
تيز ناوک دې راګوزار کړه، زه به موخه صيادي شم
که دې زړه راڅخه وکيښ، که دې ړوند کړمه په سترګو
که دې سا کړه راته ګرانه، پر ډېوې به دې ستي شم
زه به ژوند درنه واری کړم، خپل وجود به درلوګی کړم
که دې زړه په لاس کې راکړ، زه بسمل به شيدايي شم
که د هجر په روژې دې، نرۍ مياشت ووځي د وصل
پر کعبې به دې راتا و شم، يو اذان به بلالي شم
هيله مه ماتوه ګوره، د ټول ژوند متاع مې دا ده
که اميد دې رانه واخيست ، زه به ځان ته تباهي شم
غم د زړه مې دومره ډېر دی، چې يې وچه کړه را ژبه
که نه بڼ کې د اشعارو، زه "لامع" به "جهانی" شم
ځانمرګي تهبشپړ شعر ولولئ
ځانمرګي ته
احمد فواد لامع
زه د مرګي له تيارې کندې څخه نه وېرېږم
پام چې ډارن نه يمه
خو لږ څه صبر وکړه
ځکه تر اوسه مې جنت ته تلوسه نشته ﻻ
زه د بې وسو بچو خولې ته مې ګوله لټوم
زه يې و تن ته د زاړۀ ټوکر جامه لټوم
زما د بچې سترګې چې سرې وې د پرون له لوږې
پر ما يې غږ کړ چې " راګوره ابا
"!!ماته دې سپينه کتابچه د ښوونځي هېره نشي
!هغه مې هېرې نه دي
زه به يې مور ته خامخا دارو درمل رسوم
پام چې ډارن نه يمه
خو لږ څه صبر وکړه
تا که د نورو په وژلو کړولو باندې
د جنت حورو ته خپل غيږ پرانيستې
خو زما د رنځورې ربړېدلې ميرمن
د درد نارې يادې دي
زه د جنت حورې دا دومره ژر نژدې نه غواړم
ته که د کفر په وژلو کې ميړانه ښيې
خو زه مسلم مې وينه نه در بخښم
ما لا تر اوسه د جنت له حرصه
نه اسلاميت نه انسانيت هېر کړی
باور په خدای کړه چې په لوږه مې نن
له کوره دغه کراچۍ ايستې ده
زه د مرګي له تيارې کندې څخه نه وېرېږم
خو په الله مې قسم
چې په هغې دنيا به
له دې تڼاکو نه په ډکو لاسو
ستا د کفن ګرېوان په ډاګه نيسم
زه به د خدای پر وړاندې تا وپوښتم
چې دې جنت ته د ورتلو په بدل
ولې بچيان دې يتيمان کړل راته
ولې دې کونډه کړه رنځوره ميرمن
ولې دې بوره کړه سر سپينه بوډۍ
ولې دې وراره کړه بې وسه نجلۍ
زما د بچو لاس به د چا په وينو سور شي وروسته؟
هغه د کور ميرمن مې
خدایزده چې چېرې به څادر دسوالګرۍ هوار کړي؟
ته که د کفر په وژلو کې مېړانه ښيې
تا که جنت ته خپل زړګی تود کړی
خوزه مسلم مې وينه نه دربخښم
زه به په ورځ د قيامت
هرو مرو د خدای په مخ کې له تا وپوښتمه
بس دا ده سا مې خيژې
نور نو په وينو رنګ شوم
خدایزده چې زما بچي به
زما د کفن پيسې له کومه راوړي؟
خدایه ته رحم وکړې
خدايه ته رحم وکړې
يو څو کرښېبشپړ شعر ولولئ
يو څو کرښې
احمد فواد لامع
رانه غوښتي مې دلدار دي يو څو کرښې
دزخمي زړګي غمخوار دي يو څو کرښې
زما په مينه يې لا زړه نه دی روښانه
ورغلي تر دې ښار دي يو څو کرښې
:بخت مې وکوت و کوټګر ته، راته يې ووې
ستا ورغوي کې په شمار دي يو څو کرښې
!د تقدير کاتبه نور مې ځور پرېږده
پر تندي خو مې رابار دي يو څو کرښې
وې مې لنډ مې کړ مزل د خواږه وصل
وې لا پاته پر دې لار دي يو څو کرښې
دا د ژوند د هيلو شمعه ده، ويليږي
چې راماتې په رخسار دي يو څو کرښې
دا مې سترګو کې سرخي د وينو نه ده
ستا د مينې له انګار دي يو څو کرښې
!لامع" ته يې په بڼو ورته ليکه تل"
چې و يار ته دې يادګار دي يو څو کرښې
شنبه ? د تلې مياشتې 15 مه
سيوریبشپړ شعر ولولئ
سيوری
احمد فواد لامع
،د ژوندون لاره اوږده
هيله د سيوري په شان
زما د رنځور وجود څو چنده مې تر مخه درومي
،او زه ستومانه لاروی د اميد تنده په خولۀ
پسې ګامونه اخلم
خدایه څراغ غواړمه
،داسې د مينې څراغ
چې سپينې وړانګې يې اثر وشيندي
او دا د هيلو سيوری
د ژوندون لاره کې، په ما پسې شي
جمعه - لمر ټلويزيون
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
احمد فواد لامع
د پاکو هيـلو کرښې ، په خوبونو کې لولمه
تعبير مې د خوبونو ، په خيالونو کې لولمه
د مهــــر په مانا مې، زړه ايمان نه ؤ راوړی
خو اوس يې پاک سرود په معبدونو کې لولمه
کوډګر د کوڅې نه يم چې به کرښې د لاس ګورم
تقــــــــدير د خوبرويانو ، په باغــــونو کې لولمه
حسين مې ځان ګڼلی ، کربلا يې کړه د مينې
اسمانه زۀ دې نيت په تنــــــدرونو کې لولمه
د سترګو تور قلم مې، ستا انځور کې پاته راغی
د حسن صحيفې دې، په ســـوچونو کې لولمه
د لاس غريبې ګوتې، اندېښنو په تاو راوستي
قسمت يې ستا د زلفــــــو په تاوونو کې لولمه
لامع" ته يې کيسه کړه په ساده ساده نظمونو"
لمنځنه چې يې وړ وي، په شعرونو کې لولمه
نوې کارته
د لړم 24 کال 85
د تيارو ډيوهبشپړ شعر ولولئ
د تيارو ډيوه
احمد فواد لامع
مينې زما پر زړګـــــــــي اوس هم څه لمبه پاته ده
د زړه په ګــــوټ کې مې د رنګ يوه اسره پاته ده
اوښکو زما له سترګو کډه وکړئ، خدای ته ګورئ
ديدن مې پرېږدئ، د وصال خـــوږه وعده پاته ده
د خيال څپې مې شولې ماتې د قسمت په پرښو
په تصــــــور د شونډو خوله مې لا غونچه پاته ده
ستا پر قـــدم به مې سجدې کرم، د ځمکې حورې
زما پر تنـــــــــدي خو لا ګناه ته هــــديره پاته ده
راځه د مينـــــــې په يو شور خپله هستــي وبايلو
د اميــــــــــد بڼ کې مې همدغه هيله شنه پاته ده
ته يې په لپــــــــو کې ساته، له دې ظالمـــو څپو
ستا په تيارو کې بـــــس "لامع" يوه ډېوه پاته ده
کابل_ لمر ټلويزيون
د مرغومي پنځلسمه
کليزهبشپړ شعر ولولئ
کليزه
احمد فواد لامع
زه له کلونو تېر شوم
لکه يو ړوند لاروی
نه د شېبو نه د لمحو په خيال کې
نه د شپو ورځو د شمېرو په ټال کې
بس د راتلونکي په هوس کې مې ګامونه وهل
چې به د عمر کوم مړ شوی کال مې
د زمانې و هديرې ته سپارۀ
چا به په دومره مينه
د بل سپرلي د رسېدو زيری پر ما نه کاوۀ
ما هم د زيري د استازي لاره نه څارله
خو ستا دا يو زيری و
چې يې د ژوند پر دغو تللو کلو
زما نظر واړوو
تا وې " ناوخته به وي
"د نوي فصل د راتګ نېټه مې نه وه په ياد
ستا د دې ورکو ورځو شمېر خو لا په ګوتو کيږي
خو شمېر د هغو کلو
چې مې ورک کړي دي د ژوند په لاره
زما په بې وسو ګوتو، نه دی پوره
لمر ټلويزيون _ وزير اکبر خان مېنه
د هوا پر وزرونوبشپړ شعر ولولئ
د هوا پر وزرونو
احمد فواد لامع
بيګاه خوب کې ډوبېدلم
له دنيا نه تښتېدلم
ولاړم ولاړم يو ستر باغ ته
د لالونو د ګلونو
سترګې سترګې شوم تر پايه
د غوښتنو زمزمه شوم
ما کتل چې سپينې ورېځې
په اسمان کې رڼېدلې
اوښکې اوښکې ژړېدلې
پر شنو بوټو ورېدلې
ما کتل چې ورېځې ولاړې
شين اسمان په خنديدو شو
ټول ژوندون په تودېدو شو
د لمر وړانګې غوړېدلې
ما کتل چې بوراګانې
پر ګلونو څرخېدلې
له نسيمه ترهېدلې
په ګلپاڼو لګېدلې
هرې خوا ته يون، شڼا وه
بس زه پاته يک تنها وم
د غنمو کروندو کې،
د لونګو په شېلو کې،
سترګې سترګې شوم، تر پايه
په لټون کې ستا د خوا وم
راپيدا لکه وږمه شوې
د هوا پر وزرونو
نڅېدلې، خنديدلې
لکه باد راچلېدلې
،کله يو ګام رانژدې او
کله ليرې تېښتېدلې
د غبار غبار خيالونو
په اسمان کې مستېدلې
چې به لږ څه درنژدې شوم
لکه پاڼه رېږدېدلې
ما به ځانته يو معبود کړې
و سجدو ته به دې تلمه
خو ته پټه، دې جنت نه
په رکوع رکوع وتلې
که به لږ څه تمېدمه
بيا به خپله ستنېدلې
په موسکو موسکو سرو شونډو
پټ په زړه کې خندېدلې
څانګه څانګه مې احساس شو
ترانه مې درته پيل کړه
د زردشت د مذهب اور شوې
ولوله مې درته پيل کړه
فؤاد لامع
لمر ټلويزيون- شنبه
د مرغومي 23 کال 1385