د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي احمد فواد لامع شعرونه

د تيارو ډيوه

مينې زما پر زړګـــــــــي اوس هم څه لمبه پاته ده
د زړه په ګــــوټ کې مې د رنګ يوه اسره پاته ده

اوښکو زما له سترګو کډه وکړئ، خدای ته ګورئ
ديدن مې پرېږدئ، د وصال خـــوږه وعده پاته ده

د خيال څپې مې شولې ماتې د قسمت په پرښو
په تصــــــور د شونډو خوله مې لا غونچه پاته ده

ستا پر قـــدم به مې سجدې کرم، د ځمکې حورې
زما پر تنـــــــــدي خو لا ګناه ته هــــديره پاته ده

راځه د مينـــــــې په يو شور خپله هستــي وبايلو
د اميــــــــــد بڼ کې مې همدغه هيله شنه پاته ده

ته يې په لپــــــــو کې ساته، له دې ظالمـــو څپو
ستا په تيارو کې بـــــس "لامع" يوه ډېوه پاته ده

کابل_ لمر ټلويزيون
د مرغومي پنځلسمه

د شاعر نور شعرونه ←