د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي احمد فواد لامع شعرونه

يو څو کرښې

رانه غوښتي مې دلدار دي يو څو کرښې
دزخمي زړګي غمخوار دي يو څو کرښې

زما په مينه يې لا زړه نه دی روښانه
ورغلي تر دې ښار دي يو څو کرښې

:بخت مې وکوت و کوټګر ته، راته يې ووې
ستا ورغوي کې په شمار دي يو څو کرښې

!د تقدير کاتبه نور مې ځور پرېږده
پر تندي خو مې رابار دي يو څو کرښې

وې مې لنډ مې کړ مزل د خواږه وصل
وې لا پاته پر دې لار دي يو څو کرښې

دا د ژوند د هيلو شمعه ده، ويليږي
چې راماتې په رخسار دي يو څو کرښې

دا مې سترګو کې سرخي د وينو نه ده
ستا د مينې له انګار دي يو څو کرښې

!لامع" ته يې په بڼو ورته ليکه تل"
چې و يار ته دې يادګار دي يو څو کرښې

شنبه ? د تلې مياشتې 15 مه

د شاعر نور شعرونه ←