د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

شیرولي سبا

د شیرولي سبا پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

له شعري ټولګې سره مل متن

نوم می شيرولي تخلص می سبا غوره کړي د شاه ولي زوې په خټه ابراهيم خيل يم پر ١٣٥٦ ل کال د کابل  ولايت دپغمان ولسوالی په خالدارې کلي کی زيږيدلي يم . لا پنځه کلن وم چی د پلار د شفقت او محبت لاس د تل لپاره می له سر څخه لری شواو پالنه او روزنه می تره او نياګڼی ته وردغاړی شوه. لومړنی زده کړی می دعمر وبن حزم په مدرسه کی کړېدي او منځنی زده کړې می دحضرت بلال په عالي ليسه کی بشپړی کړی , خو د لوړو زده کړوهيلی او ارمان می دکورنی په اقتصادي ستونزو کی ښخ پاتی شو. له ١٣٧٦ ل کال څخه می د شعر په ويلو پيل کړی چی تر دی مهاله پوری می د دری سوه پارچو په شاوخوا کی شعرونه شته ، خو دچاپ وياړ لاندي ور په برخه شوي . اوکه چيری پر دی وتوانيدلم چی دچاپ په ګاڼه يی سينګار کړم نو دا چی له غزل سره بي کچی مينه لرم دټولګی نوم می هم د  دغزلونو بڼ ))غوره کړيدي ))

سرچینه: په افغان اتلان کې د شاعر شعري ټولګه

شعرونه

13 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

شیرولي سبا

 اشنا ولی دی دشنو بنګړو شرنګ نــــــشته

موده وشوه چی د دوو سترګو جنګ نـــــشته

 

د ليلا زړګې به خلاص شي له غــــــــمـــونــــو
له ډير وخته د مجنون په سر سنـــــــګ نشته

 

په تياره ماښام سوال مه کـــــــــــــوه سوالګره
روژه دارو ته د دی خـــــــــولـــی قلنګ نشته

 

د اوږو د ســــــــر يــــــــــو دوه ځونډې را ليږه
هســـــــــکه غاړه کی می بوې د لونګ نشته

 

ســــــاقي دا محفل يـــــــــــــوازی شو درپاتی
ستا د مړو سترګو بستر کی هوسا پروت يم 
پری پوهيږمه مجال د پالنګ نشته
د خيالۍ رخسار ديدن کچکول کی ورکړه
شيرولي غوندی عاجزه ملنګ نشته
                                      شيرولې سبا _پغمان      

",1]
);

//-->
درنــــــــه لاړمـــــــــــــــه جانان غنم رنګ نشته

 

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

شیرولي سبا

مينه څه ده زړه چــــــــــــاودون دې
سوی رنګ غم کی ژونـــــدون دې

 

چی کامياب شی زړه يـــــــی صبر
چی ناکام شی بيا مجــــــــنون دې

 

يا غـــــــږيــــــــــــږی لــــــــه اسمانه
يا يی خاؤرو کی ســـــــــــکون دې

 

په يوه خندا يو ځــــــــــــای شــــــی
په يوه سهوه بيلتون دې
خپل عادت ورته ښه ښکاری
بل چی ښه کړي وای جنون دې
ښه پوهيږی ښه عاقل دې
فلسفه کی\n افلاطون دې
خپل قسمت دې رارسيږی
سبا ولی ځيګر خون دې
شيرولي سبا          
   د زړه رنځ",1]
);

//-->

په يوه سهوه بيــــــــلتـــــــــــون دې

 

خپل عادت ورته ښــــــــه ښکـاری
بل چی ښه کړي وای جــــــنون دې

 

ښه پوهيږی ښه عــــــــــاقــــــل دې
فلسفه کـــــــی افــــــــلاطــــون دې

 

خپل قـــــــــسمت دې رارســــــيږی
سبـــــا ولــــــی ځيــــګر خـــون دې
موریبشپړ شعر ولولئ

موری

شیرولي سبا

موری زما ای مهربانی موری
ماته د ټول جهانه ګرانی موری
زه چی ماشوم زه چی ماشو مه اومه
زه چی وړوکي او وړوکی اومه
څنګه په ناز د لوبولمه زه
څومره په ناز دی ښکلولمه زه
خو بيا زه هم پر دومره نه پوهيدم
چی زه د مينه يمه
ماسره مينه لری
او مابه بيا وژړل
تا به سر کړو را پورته زه به د بيا لو کړم
په الاهو الاهو او د اوږو په ټپا
که به ارامه شومه
ته به ارامه هم وی
که به می لږ بدن کی درد پيدا شو
تا به تمامه شپه په درد تيره کړه
راسره ويښه به وی
کله نا کله چی به ډيره وی بۍ خوبه مورې
چی به زما په ژړا پوهه نشوې
پلار به می ورو له اخوا وسکونډلی
ته به را ويښه شولې
بيا به د غيږی ته نيزدی کړمه زه
بچيه اوخوره لورې اوخوره کنه
لکه چی بيا د نس خوږيږې راته
درته می نه ويلې چی مخوره خاوری
مخوره خاورې
خير دې سبا به د ډاکټر ته بوزم
خو ته لږ صبر وکړه
لږ په ارام شه ګرانه
لږ په ارام شه ګرانې
خو څه وخت وروسته مورې
چی دمکتب دتلو شوم
دښوونځي دتللو
سهار به زه په خواږه خوب ويده اوم
او ښوونځي ته به می زړه نه کيدو
تابه ورو ورو په خندا پاڅولم
پياله د چاي او يوه غوړه ډوډې
په لاس ولاړه به وی
بيا به د ويلی راته
پاڅه بچيه چی ((احمد)) شی راته
پاڅه بچيه چی ((ميرويس)) شی راته
پاڅه بچيه چی ((خوشحال)) شی راته
پاڅه بچيه چی ((اکبر)) شی راته
پاڅه لور جانی ((ملالۍ))شه راته
پاڅه لور جانی ((زرغونه))شه راته
پاڅه لور جانی چی((ناهيد))شه راته
پاڅه لور جانی نړې وزنګوه
پاڅه لور جانی نړې وزنګوه
څه پيرزونی لرې ګرانی موری
څه لوريېنی لری ګرانی موری
موری زما ای مهربا نی موری
ماته د ټول جهانه ګرانی موری
درنه بښنه غواړم
تانه بښنه غواړم
که زه زلمۍ شومه
او پيغله شومه
خو بيا ته هم ارامه نشوی موری
تا به څارلمه زه
تابه پاللمه زه
تا به زما د کاميابې دعاوی
تا به زما د سوکالې دعاوې
په پټه خوله په چپه خوله مورجانی
په پنځه وخته په لمانځه کولی
خو بيا زه هم پر دومره نه پوهيدم
نوی ځوانۍ وه بس د چرګ ځوانۍ وه
نوی ځوانۍ وه د خروش دوران ؤ
د ليونتوب دليونتوب دوران ؤ
خو اوس تانه بښنه غواړم ګرانی موری
ای پښتنی ای مهربانی موری
ماته د ټول جهانه ګرانی موری
اوس زه اولاد لرم بچيان لرم
دتا له زړه نه راغلم
دتا له زړه پوهيږم
اوس می بچيان راته لالا نارې کړې
اوس می بچيان راته دادا نارې کړې
اوس می بچيان راته نارې کړې موری
اوس می بچيان کړی راته نارې ادی
خو ته خوږه کلمه
هاغه پسته کلمه
راته راناری کړی بچيه راشه
راته راناری کړی لورجانی راشه
ماته را ياد کړی بيا هغه ماشوم توب
په سپينه ږيره ځان وړوکې کړمه
او انتظار کړمه دا ستا د مينی
ګوندی په سر می بيا را وکاږی لاس
چی لاس راوکاږی ارامه شمه
بيرته وړوکی شم اوستا سينی ته ځان وړاندی کړم
خير که می ږيره سر سپين شوی موری
پر دومره نه پوهيږم
راسه تل اوسه دتل لپاره
اوس دی دنيا ا قيمتۍ هستۍ زه ښه پيژنم
راسره تل اوسه دتل لپاره
درته زارې کړم موری
دا سوال می اومنه ته
دشيرولي بيچاره
داننواتی موری
ای مهربانه موری
ماته د ټول جهانه ګرانی موری
درنه بښنه غواړم
تانه بښنه غواړم
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

شیرولي سبا

نــــــــــن د ی محفل کی ستا خبری دې بس
خـــــــوږی خـــــوږی لـــــکه شکری دې بس

 


د مينی پاتی څو سندری دې بس
دا چی دا ستا تر دره سپينی درڅي
دا می د سولی څو کوتری دې بس
څومره ښکلا څومره ځلا ده پکښی
سپين د غاښونه مرغلری دې بس
لږ می د خپل حسن ښکلا کی ډوب\n کړه
اوس خوشحالي ، غمونه لری دې بس
خداي د له بد نظره ساته راته
د چم\n پيغلوټی سترګوری دې بس
شيرولي واوښتم له تورو غرونو
",1]
);

//-->
زړګــــــيه دا درتـــــــــــه لـــــه مينــــی وايــم

د مينی پــــــــاتــــی څو سندری دې بــــــس

 

دا چی دا ستــــــــا تـــــــر دره سپينی درڅي
دا می د ســـــــولــــــــی څو کوتری دې بس

 

څـــــــومــــــره ښکلا څومره ځلا ده پکښی
سپـــــــــين د غـــــــاښــونه مرغلری دې بس

 

لـــــږ می د خپل حسن ښکلا کی ډوب کړه
اوس خـــــــوشحالي ، غمونه لری دې بس

 

خـــــــــداي دلــــــــه بــــــــــد نظره ساته راته
د چم پيغلوټی ســــــــــترګـــــــوری دې بس

 

شيرولي واوښتم لـــــــــه تـــــــــورو غرونو

                                       کابل

",1]
);
D(["mb","

 

\n\n

Check out the all-new Yahoo! Mail beta - Fire up a more powerful email and get things done faster.\n",0]
);
D(["ce"]);

//-->
د قسمت چــــــــــاری زوروری دې بـــــــــس

پسرلي تهبشپړ شعر ولولئ

پسرلي ته

شیرولي سبا

ای د ســــولـــــی پـــسرليــــه پـــه خيـر راغلی

ای د خوار افغان زړګيه پـــــــه خيــــر راغـلی

 

 

داميــــد غــــوټــــۍ موګــل شولی په بڼ کی

له خاټول ســــره لاليــــــه په خيـــــــر راغــــلی

 

 

تا ښا يسته ښايسته پيــغلوټې کړی راټولې

زوړ ګودر ته زوړ منـــــګيــــه پــه خير راغلی

 

 

د تقدير پــــــاڼــــــه مـــــو واوښــــته لــه جهله

تښتيدليــــــــه تـــنديـــــــه پــــه خـي ر راغلی

 

 

تاريکي او نــــــا پــــوهـــي لاړه سحــــر شـــو

جهالت تـــــه لــــوې مـــرګيـــه په خير راغلی

 

 

د ټـــــــالــــونــــــــو دنـــــګو ونـــــو کـــردګاره

د مېــــلو مــــازديـــــګريــــه پـــه خيــر راغلی

 

 

شيرولي د بــــــــل وطـــــن تـــــورو تيــــارونه

خپل هــــــــيواد تــــــه ليـــونيه په خير راغلی

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

شیرولي سبا

راشــــه ګــــرانـــی راشــــه چـــی خمار په نشی واړه ؤ

جام د شرابي شـــونــډو دوصل پـــــــه شپـــــی واړه ؤ

 

 

خيرکه محبت تاته پيــــغـــور شــوګــرانــــی کلي کی

کلې به ورپريږدو ژوند به ستـــا لـه کــوڅـــــی واړه ؤ

 

 

کـــرکـــــه بــــه کــــړو خــتمه اوکينــی ته به اور واچؤ

پورتـــه پـــــه اوږو بــــه د نــــفـــاق جنـــــــــازی واړه ؤ

 

 

چيری که مــــودلتــــــه دوصــال خوښي نصيب نشوه

ګرانی شوګيرو کې بــــه دا پـــــــاتـــی شيـــبی واړه ؤ

 

 

مينه محبت او دالفت خبــــــــری زيــــاتــــــــــی کــړو

تـــرنــــګ کـــی دستار او رباب غبرګی نغمی واړه ؤ

 

 

خدايه چی رهبـــــــر د قــــافـــلی مـــو رانه ورک نشي

نــــه چـــــــې د کعبی پــــر ځــــاې په بلی کعبی واړه ؤ

 

 

توره تياره شپه ده شيـــرولـي شراب به زيات وڅکو

ورځی به منبر کی بيا د کــــــــاڼـــــو تـــــسپــی واړه ؤ

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

شیرولي سبا

راځــه چـــی وکــــــــړو د وصـــــــــــال خبـــــــــــری
په پسته ژبـــه د خــپل حـــــــــال خــــــــــــــــــــبری
 
چی د ديوال کنج تــــه بــــه غــــــلی راغـــــــــــــلی
د يــــوی سپيــــنی خـــــــــــولــــــی د سوال خبری
 
څــــومــــره د ګــــــــــل پــــه مينه مست وي مدام
بــــــــلبـــــــــــل تـــــــــه مــکړه د نهال خــــــــــــبری
 
ځوانۍ می لاړه خــــــــــــــــــو پــــوهيــــږم دومره
لا می پـــــــــــــــــــــــه يــــــاد دخط و خـــال خـبری
 
(( ښکاره نـــاری وهـــم چـــی خــولـه يی راکړه))
تـــازه کـــوم د لــــوی ((خوشحال ))خـــــــــــــبری
 
د يــــــــار د تـــــــــورو زلـــــفـــو يـــــم بنــــديــوان
اغيــــــــاره مــــــــــــکوه د جـــــــــــــــال خـــــــــبری
 
يوه ښــــــــايسته شـــــــپه د وصـــال شپــــه لــــرم
پـــه يــــوه شــــــــــپه کــــــــــوم د کـــــــال خـــــبری
 
زما اوس شمــــار لـــــــه لـــــــيونــــــــو ســـره دي
شيـــرولـــې مــکړه د جــــــــــمال خـــــــــــــــــــبری
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

شیرولي سبا

راشه روح می واخـــله پـــه خنـــداکــی عزرائل می شه

ټول ديدن د ودروه ناترسی ميـــــکائــــــــل مـــــی شــه

 

 

ورو ورو پــــه قــــدم قـــــدم دا ټــــولـــه نـــړۍ ړنګه که

خپله شپيلۍ پو کړه جوړ قيامت که اسـرافيل می شه

 

 

زړه لکه قران په اووهـــــــرنـــــــګه ټـــــوټـــــو وپـــوښه

ګرځه تری طواف کړه د کعبی غوندی اصيل مـــی شه

 

 

مينه می په وچه دښته وکــــــــرلـــــــــه پـــــــــام کــــــوه

زړه می دې درکړې د زخمي زړګــــي بــــديــــل می شه

 

 

زه به د زړګي مينه په کوم رمز کی رســـــــوا کــــــړمــه

سر او مال می واخله د ساده ژوندون وکيل مــــی شـه

 

 

ته راسره نه يې حال مـــــی څــــــه دې اوبـــــو وړې يـــــم

ژوند می دې نيمګړئ مکمل می کړه تکميل مـی شه

 

 

ځان می يې جهان می يې سبا راســــره يــــو ځـــای شه

زيري د خوښۍ راکوه ګرانه جـــــبرائــــــــل مــــی شــــه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

شیرولي سبا

ساقې تللي مرور دې بيـــــــــا بـــــــه راشـــې
له غمونــــــــو مــــــــــی خبر دې بيا به راشې

 

توره شپه می انتظار کی کړله سپــــــــــــينه
په څپو می روڼ سحر دې بيا بــــــــه راشـــې

 

هرکلې به يی د زړه په وينــــــــو وکـــــــــــــړم
زړه پرانستی می پرهر دې بيا به راشــــــــې

 

مېنی داسی کرونده په زړوکښی وکـــــــــړه

دا کمکې جانان يوی خوا جهان بل خوا
له تمام جهان بهتر دې بيا به راشې
په يوه نظر به ټول جهان رڼا کړۍ
د يا ر\n مخ شمس و قمر دې بيا به راشې
پسته ژبه کی يی پروت راز د جادو دې
د،سبا، دشعر اثر دې بيا به راشې
 
",1]
);

//-->
پيوستون يی لوی ثمر دې بيا بــــه راشــــې

 

دا کمکې جانان يوی خوا جهان بـــــل خــوا
له تمام جهان بهــــــــتر دې بــــــيا بــه راشې

 

په يـــــوه نـــــــــظر به ټــــــــول جهان رڼا کړۍ
د يا ر مخ شـــمــس و قــــمر دې بيا به راشې

 

پسته ژبه کی يی پــــــــروت راز د جادو دې
د،سبـــــا، دشعــــــر اثـــــــر دې بيا به راشې

کابل

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

شیرولي سبا

زمـــــا د ډيــــــــــــرو مودو ورک لاليه
لـــــــــږ د راوښــــــــيـــه درک لالــــــــيه

 

شپــــــه مــــی تمامه کړله ستا انتظار
مخ د راتاو کـــــــړه په لمر څرک لاليه

 

هميش مــــــــــی مخـی ته ځليږي راته
ستورۍ د وينــــــــــم په فلـــــک لاليه 

 

داچی وړو وړو سلـــګو کی پروت يم
سترګی د شوی راته ټـــــــوپک لاليه

 

د يو عـــــاجــــــــــز ميــــن دعا ده درته

سينه د خلاصه که په مينه راته
غيږی ته درغلم چټک لاليه
دزړه خبری راته ټولی\n راکړه
دمينی راز کی يمه کلک لاليه
ستا د يوی غمزی په نيمه سلا
شيرولې\n لاړلو هک پک لاليه
                                            کابل
غزل
نن د ی محفل کی ستا خبری دې بس
خوږی خوږی لکه شکری دې بس
",1]
);

//-->
نوم د همزولو کی شه هســـــک لاليه

 

سينه د خــــــــــــلاصه که په مينه راته
غيږی ته درغلم چــــــــــــټک لالـــــــيه

 

دزړه خبــــــــــــری راتـــه ټـــولـی راکړه
دميـــــنی راز کــــــــی يمه کلک لاليه

 

ستا د يــــــــــــوی غمـزی په نيمه سلا
شـــــــــــيرولــې لاړلو هک پک لاليه
کابل